په نړۍ کې تر ټولو ښه پاسپورټونه!


 نوراحمد عايل
 
په نړۍ کې تر ټولوښه پاسپورټونه په دې دليل بلل شوي دي ،چې د هغو لرونکي کولاى شي، بې له وېزا څخه نورو هېوادونو ته سفر وکړي.  په ٢٠١٠ زېږدي کال کې تر ټولو ښه پاسپورټونه د برتانويانو وو،چې کولاى يې شواى هر برتانوي ١٦٦ هېوادونو ته بې له ويزا څخه يوازې په  پاسپورټ کې په خروج او دخول سفر وکړي ،له هغه وروسته ډنمارک، سويډن،او فنلينډ دي چې ددې هېوادونو پاسپورټ لرونکي کولاى شي په ترتيب سره، ١٦٤،١٦٣او ١٦٢ هېوادونو ته بې ويزا سفر وکړي، د فرانسې، جرمني، هالنډ، او ايټاليا هېوادونو وگړي هم ١٦١ هېوادونو ته بې له وېزې څخه سفر کولاى شي، امريکايان، ١٥٩ هېوادونو ته او د نوي زيلنډ، کاناډا او استراليا تابيعت لرونکي کولاى شي ١٥٧ هېوادونو ته بې وېزا سفر وکړي.