امرالله صالح هم  غواړي جمهور رييس شي

 

 
په دې وروستيو کې د شمال ټلوالي د سرسړي د دعواکوونکو شمېر زيات شوی دی. له يوې خوا دغه ډله له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو  له امله اندېښنه لري، خو له بلې خوا يې هر  يو يې د جمهور رييس کيدلو خوبونه هم ويني.
په دې وروستيو کې، د امنيت پخوانی رييس امرالله صالح وروسته له دې، چې له دندې ګوښه شو، هر خوا د واک ته د رسيدو لپاره هڅې پيل کړي دي.  لومړی يې د کورنيو چارو پخواني وزير حنيف اتمر سره د يوې سياسي ډلې جوړوله هڅه وکړه، چې ژر له منځه وﻻړه. اوس يې له عبدالله عبدالله سره په ګډه هڅو ته زور ورکړی دی.
په دې وروستيو کې په کابل کې دشمال ټلوالې د شورای نظار ډلې پاتي شونو لخوا په يوه جوړه شوې غونډه کې، تر عبدالله هم د صالح زيات هرکلی وشو او نوموړی اوس دې ته لېوال دی، چې ځان په راتلونکو جمهوري رياست  ټاکنو کې کانديد کړي.
شنونکي په دې باور دي، چې د اسامه د مرګ  د خبرونو د خپريدو سره اوس په سيمه کې، نوې ستراتيژي او سياستونه پيل کيدونکي دي او داسې ښکاري، چې د شمال ټلوالې لپاره به بشپړ واک  تر ﻻسه کول به د زړې غوا لپاره دکونجاړې په خوب ليدل وي.