
دخلیل زی لیکنه
لیبیایو خپلواک هیواددی او خلک یی حق لری چی خپل سرنوشت وټاکی اود خپلی خوښی نظام ولری اودادهرهیواد دخلکو یو مسلم حق دی اودملګروملتوپه منشور کی چی دملګروملتودغړوهیوادولپاره دیواساسی قانون حیثیت لری او په نورونړیوالومیثاقونو کی اوپه ټولو سربیره دبشر دنړیوالی اعلامی په استناد هیڅ یو ملک حق نه لری چی دنورو ملکونو ، هیوادونو او حکومتونو په کورنیو چاروکی په مستقیم او غیرمستقیم توګه مداخله وکړی .
ډګرمن معمرالقضافی دیوی کودتا دلاری په لیبیا کی دذعامت مقام وینو اودلیبیا خلکو دده ذعامت اوقیادت ومانه داچی معمرالقضافی د وخت دشوروی اتحاد دحکومت سره دوستانه اړیکی درلودی طبعی خبره ده چی هرډول مرستی یی ورڅخه غوښتی اودوخت دولت ورسره کولی اودادهر هیواد حق دی چی دخلکو دارادومطابق دبل هیواد څخه مرستی واخلی اودخپل هیواددخپلواکۍ ، ملی حاکمیت اودځمکی دبشپړتیا دساتنی په لاره کی ورڅخه دضرورت په وخت ګټه واخلی او معمر القضافی هم داکار کړی دی اودئی حق و ، دی او وی به .
دامریکا دوخت دذعامت اودنړیوالو ملګروسره ددی خبری زغم نه واودهغه ورځی څخه راپه دی خوایی په دی هیواد څو وارهوایی بریدونه بماری وکړې ولی دلیبیا دخلکو غروریی مات نه کړی شواو دخپل زعامت ملاتړیی کاواوکړی دی . دامریکا دمتحده ایالاتو دهری دوری ذعامت په دی هڅه کی وچی څنګه وکولی شی دلیبیا په خلکو کی داسی یو څوتنه وطن پلورونکی پیداکړی او تطیمیع یی کاندی چی په هیواد کی اړی ګړی جوړکړیاودوی ورته لمن ووهی او تازه یی کړی او په دی پلمه چی په لیبیا کی دخلکو –حقوق دښپو لاندی دی دفکر او بیان ازادی نشته دی اودیموکراسی ضرورده او موږ غواړو چی په ټوله نړۍ کی دیموکراسی وی اودبشری حقوقودرناوی وشی . دا دبشر دحقوقو ټیکه داران چی په عراق ، افغانستان اونن سبا په لیبیا ، مصر . تونس او یوشمیر نورو عربی هیوادونو کی بی ګناه خلک وژنی داهم دیموکراسی ده او دبشر دحقوقو په اعلامیه کی داسی کومه ماده تسجیل شوی ده چی دامریکا دمتحده ایالاتو واکمن اودده دناتو ملګری کولی شی چی په ټوله نړۍ کی دیموکراسی پلی کړی اودخپلی خوښی نظامونه ، رهبرۍ او حکومتونه جوړکاندی اوددی هدف دتحقق لپاره بی خلک ووژني اودټولو اسلامی اونړیوالی قوانینو په خلاف خپله بدماشی او دکتاتوری دنړۍ په خلکو ومنی ؟ دامریکا متحدين دامریکا په مشرۍ یوه نړیواله امپراطوری جوړول غواړی اوداددوی یو تصوردی اوهر چرته یی ماتی خوړلی ده او شرمیدلی دی ماتی به خوری او شرمیږی به .
دوی کله داسلام په نوم کفر ټکول غواړی او په عمومی لحاظ یی دا مرام دی چی څنګه وکولی شی چی مسلمانان وټکوی او خپل منځ کی یی سره واچوی اویومسلمان په خپل بل مسلمان ورور ووژنی په خپل منځ کی یی لاس او ګریوان کړی اودوی خپل اهداف ترسره کړی . دډبلیو بوش هغه خبره چی دصلیبی جنګ انتقام به دمسلمانانو څخه اخلی باالکل دده دضمیر آوازو اوددی هدف لپاره یی ملاتړلی ده داچی وروسته یی خپله خبره ترمیمول غوښتل او به له ورخه تیری وی اوامت مسلمه دخپل الهی کتاب عظیم الشان قران دهدایاتو اولارښوونو په رڼاکی په دی خبره پوهیږی چی یهودیت اونصرانیت داسلام سره یومتضاد ملت دی اوتر څو چی څوک ددوی په باطل دین اواین کی داخل نه شی دوی یی ددوست په حیث نه پیژنی اودایو واقعیت دی .
داچی دامریکایوسناتور په بن غازی کی دلیبیا دقانونی حکومت باغیانو ته په ښکار ډول خطاب کوی چی دامریکامتحده ایالات او ملګری یی تاسی سره هرډول مرستو لپاره تیاردی او عملآ په جنګ
کی برخه اخلی همداراز دمصر ، تونس ، عراق ، اونورو اسلامی هیوادو دجنګ جګړی دوربلولو لپاره کوم قانوني جواز نه لری اودملګروملتودنړیوال سازمان دغړوهیواد وله خوا چی داسلامی هیوادواستاذی هم په کی غړیتوب لری څه ردعمل څرګند شو؟ بلکه ټول دامریکاډول ته ګډدی څه چی امریکا وایی او کوی یی هغه روادی . دپښتو یو متل دی چی وایی : - (کګی خولی سوکان سموی ) پرځای خبره ده داچی دوخت دامریکا دمتحده ایالاتو دخارجه چارووزیر دچیچنیا دجګړی په باب دشوروی دوخت جمهور ریس ښاغلی پوتین ته وویل چی خلکو ته آزادی ورکړﺉ چی ددیمواکرسۍ په اصل ژوندوکړﺉ اودبشر دحقوقو رعایت وکړﺉ اوپوتین یی په ځواب کی ورته په بی باکانه لهجه وویل چی دازما رعیت دی اوددی هیواد د نافذقوانین به منی اوڅوک چی ورڅخه بغاوت وکړی زه به یی همداسی ځواب ورکوم اوته ددی حق نه لری چی دامریکا دحکومت په استاذی توب زموږ په کورنیو چاروکی لاس وهنه وکړﺉ چی بیا یی خو له وازه پاتی شوه اوځواب ورسره نه و . دکوریا سره یی څه وکړل هغه متل دی چی وایی : - بی ایمانه دادا ابۍ ته دی ایمان جوړدی .
بارک اوباما چین ته لاړ اوچین جمهور ریس سره یی په ملاقات کی وویل چی ستاسی دپیسو ارزښت ډیر کم دی هغه ورته وویل چی دازما کورنۍ خبری دی په تاپوری اړه نه لری زه ستادملک څخه په ډالرو جنس اخلم او په ډالرو یی درباندی پلورم دغه خبره زما اوستا دکتنی په اجنډاکی نه شته دی مهربانی وکړه په اجنډاباندی به سره وغږیږو . داسی نوری ډیر کمزورۍ شته دی چی دامریکا په تیرواوموجوده رهبریو کی موجودی وی اودی . په افغانستان او عراق کی ددوی دڅه وخت لپاره دپاتی کیدو عمده عامل دادی اوووچی دیوشمیر وطن پلورونکو په ملګرتیا یی ځینی اهداف ترسره کړل او هغه متل دی چی وائی : - غل دسارااو بیتی دکور .
ولی هغه ورځ لری نه ده چی لکه په عراق کی چی دماتی سره مخ دی په افغانستان کی به هم دشرمیدلی ماتی سره مخ کیږی او په لیبیا کی به هم دخپلی مدماشۍ پایله ووینی دلیبیا ښځی اونر دډګرمن معمرالقضافی دحق داعی څخه ملاتړ کوی او شاته یی ولاړ دی داد مصر دخلکو په څیر نه دی چی دغلامی چغ یی په اوږوکیښود او خپل واک یی دامریکا په لاس کی ورکړ او خپل تاریخی رسالت یی دښپو لاندی کړ . دامریکا دمتحده ایالاتو حکومتونه اورهبری غواړی اوغوښتل یی چی دعربی نړۍ مسلمان امت څنګه مهارکړی اودطبعی زیرموڅخه یی دځان اوملګرو په ګټه کارواخلی نو یی په خپل منځ کی سره واچول او به خړه وی او کبان به نیسی .
دادی په لیبیاکی یی هم اړې ګړې جوړکړ اودخلکو لپاریی دیموکراسی غواړی اودیوشمیر سست عنصرولیبیایانو په وجودکی یی خپل شوم اهداف مخکی کړی دی اوغواړی معمرالقضافی له منځه وباسي او دلیبیا دطبعی زیرمو څخه په پراخه پیمانه په عراق اوافغانستان کی خپل زیانونه ددی لاری څخه جبران کړی . ولی باید وپوهیږی چی معمر القضافی داسی مور ذوکړی دی چی په خپلو پیو کی ورته په الله تعالی ، هیواد او خلکو لپاره قربانی ، مینه او سرښندنه ورکړی ده او دده اعلان همداسی دی چی دخپلی وینی تراخرڅاڅکی پوری به دکلمت الله داعلا ، خلکو اووطن دبقا او سوکالۍ لپاره به قربانی ورکړم او که دالله تعالی رضاوه زمادژوند په صورت کی به دامریکانارواهیلی او پروګرامونه په لیبیا کی عملی نه شی ، بارک او باما اودده ملګری به داارمانونه ګورته دځانه سره ویسی .
دلیبیا مطلق اکثریت خلک دوطن دخپلواکۍ اودمعمرالقضافی درهبرۍ څخه دامریکا دمتحده ایلاتو اودده دملګرو دناروالاس وهنی څخه دسر په بدل په دفاع کی دی او مخالفه ډله باغیان بولی اووژنه یی جهاد ګڼی . دنړۍ مسلمانان باید په دی خبره سر خلاص کړی چی امریکا دمتحده ایالاتو رهبری اوددوی ملګری غواړی چی دوسلو او پیسوپه زور دنړۍ په یوشمیر وروسته پاتی هیوادو او په سرکی یی دنړۍ په مسلمانانو خپله بدماشی ، دکتاتوری او امپراطوری ومنی ، باید ترټولو دمخه داسلامی نړۍ مسلمانان سره یو موټی شی اودی بدماشانو ته داسی ځواب وکړی چی ژوند یی وی اوبیا داسی نارواوته زړه ښه نه کړی او که داسی ونه کړی نوددوی اهداف به ترسره کیږی او مسلمانان به هرچیرته خوار اوذلیل وی اووخت به ورڅخه تیروی نوره دمسلمانانو خوښه چی سره یوکیږی اوکه دامریکا دغلامۍ چغ په اوږووړی .
وماعلینا الی البلاغ