ليک : حسن الرشيدي
ژباړه : حماد
دپاکستان په اړه زموږ دريځ پريکنده او څرګند دی موږپاکستانيانوته وايو ،موږستاسې ملګري يو ،خو ترهګري ستونزه ده موږ درسره مرسته کوو ،خو دا ستونزه بايد له منځه ولاړه شي . [1]
دا د2010 ز په نومبر کې دبمبى پوهنتون محصلينو ته دولسمشر باراک اوباما وينا وه په دې وينا کې اوباما له پاکستان سره دخپلو اړيکوپه اړه غږېده ، چې له ترهګرۍ سره نږدې تړاولري او له پاکستان سره دستونزوپه اړه يې هم خبرې وکړې ځکه همدا ېې موخه وه ، دهمدې ليدنې په ترڅ کې اوباما دستونزې دماهيت په اړه سپينه خبره کوي اووايي : پاکستان له بنسټپالنې سره په جګړه کې پرمختګ کوي ، خو زموږ له خوښې سره سم پر مخ نه ځي .
داوباما دا اسيايي ليدنه دهمدې ستونزې دحل دلټې په موخه وه ، خو پاکستان ته ېې سر ورښکاره نه کړ اوباما ليدنه له هند څخه پيل کړه ،چې پاکستان ورته د ستراتيژيک دښمن په سترګه ګوري له هند څخه دليدنې پرمهال اوباما دوه له ګواښه ډک دريځونه راخپل کړې و :
v په امنيت شورا کې دهندوستان له دايمي غړيتوب څخه دامريکا ملاتړ.
v له ترهګرۍ سره دجګړې پرمهال دهندوستان ملاتړ .
دکشمېر دشخړې په اړه اوباما وويل : متحده ايالات به دکشمېر په شخړه کې لاسوهنه نه کوي ځکه موږ ددې شخړې لپاره دحل کوم وړانديز نه شوکولاى پردې سربېره ېې په کشمېر کې دبشرحقوقو دسرغړونې په اړه يوه خبره هم ونه کړه . خو نوموړي په 2008 ز کې دخپل ټاکنيز کمپاين پر مهال وېلي و :دکشمېردشخړې حل زما له لومړيتوبونو څخه دی .
متحده ايالات هغه مهال يو ځل بيا پاکستان ته اړ شول ، چې کله ېې د القاعدې لخوا ښه پاخه ګوزارونه وخوړل هغه دترهګرۍ له منځه وړل دهر چا لومړيتوب شو او پاکستان بيا په افغانستان کې دواکمنو طالبانو پالونکى او سمبالونکى هېواد ود طالبانو له برکته دالقاعدې مشران هم په ډاډه زړه په دې غرني هېوادکې ګرځيدل او د دوی له منځه وړلو لپاره ښه وسيله داوه ،چې دپاکستان او طالبانو ترمنځ داېتلاف کړۍ ماتې شي کله ،چې طالبان راوپرځول شول القاعده خپله له دې ځايه ځي .
دترهګرۍ دچارو امريکايي کارپوه اشلي جي تيليس [2 ]پردې ټېنګار کوي ،چې پاکستان دترهګرۍ په نړيواله جګړه کې دمرکز حيثيت لري .
دامريکا ولسمشر دجګړې له پيل وړاندې ويلې و : ( څوک ،چې له موږ سره نه دې هغه زموږ پر ضد دی )اوس نو دجهادي اسلام له منځه وړل دامريکا ستره اندېښنه ده پردې سربېره دامريکا ناڅرګندې موخې دچين راايسارول ، منځنۍ اسيا ته نږدې کېدل او هلته دقزوين سمندر تيلو ته سترګې پټول .
دپخوا په پرتله اوس ددې اړتيا ليدل کېده ،چې دسيمې لپاره يوه نوې ستراتيژي جوړه کړي ددې ستراتيژۍ لنډيز دا شو ،چې پر پاکستان بايد فشار راوړل شي ،چې په سيمه کې جهادي ډلې ټپلې ، چې په سر کې ېې طالبان ، القاعده او په پاکستان او کشمير کې جهادي ډلې دي .
د2001 ز د 12 /20 مه واشنګټن پوست په خپله سريزه کې وکښل :له ترهګرۍ سره دمبارزې راتلونکى پړاو به دا ځل له عراق او سوماليې وړاندې په پاکستان کې پيليږي ځکه په دې هېواد کې ځينې جهادي ډلې شته او هندوستان پرې تور لګوي ،چې د دوی په پارلمان بريد همدې ترهګرو کړى دی .
ورځپاڼه زياتوي هند ځان دومره کنترول کړ ،چې اټکل ېې نه کېده او مناسبه ده ،چې دامريکااو اسراېېلو په څير له ځانه ددفاع حق ولري او دا هم کومه تصادفي خبره نه ده ،چې هندوستان ته دامريکا او اسراېېلو په سترګه کتل کيږي .نيويارک ټايمز بيا کاږي :دپاکستاني څارګرې ادارې او طالبانو او القاعدې ترمنځ اړيکې دومره ژورې او پياوړې دي ،چې دپاکستان له اړخه ددوی پر ضد دجګړې خبره په اسانه نشي منل کېدای ځکه دisi پخوانی مشر جنرال حميدګل دپاکستان لپاره دامريکا پر تګلارو سختې نېوکې کوي .
له بل پلوه دامريکا په حکومت او کانګرس کې يوه ډله پردې باور ده ،چې پاکستان له امريکا سره په چلند کې له دوه مخې کار اخلي اسلام اباد له يوه پلوه ځان داسې څرګندوي ،چې دامريکا له تګلارو ، ،چې واشنګټن ېې ترهګري بولي ملاتړ کوي او ددې شونتيا شته ،چې له امريکا سره دومره مرسته وکړي ،چې هيڅوک ېې اټکل هم نشي کولاي ، خو په ورته وخت کې دپاکستان پوځ بيا پردې ښه پوهيږي ،چې ددوی ستراتيژيکې ګټې له طالبانو او القاعدې سره غاړه غړۍ دي او دا هغه (قطعه / تاش ) دى ،چې هر وخت ېې کارولى شي او که له لاسه ېې ووته نو امريکا او ملګري به ېې پاکستان ته مخ راواړوي او د دوی هر ډول وړتيا وې به له منځه يوسي .
ځکه خو امريکا تل هڅه کوله ،چې دپاکستان له دوه مخيتوب سره څه ډول چلند وکړي ؟ د2009 ز په مۍ مياشت کې افغانستان او پاکستان ته دولسمشر اوباماځانګړي استازي ريچارډ هولبروک يوه کميسون ته دامريکا دستراتيژۍ په اړه وويل :متحده ايالات په پاکستان کې ولسي وړتياوې او حکومتي امکانات پرداسې بڼه پياوړي کوي ،چې داقتصادي ګواښونو مخه ونيسي ، خو دا هرڅه له فساده پاکې ادارې ته اړتيا لري ترڅو داسې وړتياوې رامنځته کړي ، چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او دسختدريځه پټنځايونه له منځه يوسي پردې سربېره دمعلوماتو دراکړې ورکړې په برخه کې ستراتيژيکه همکاري وکاندي او دترهګرو دمطبوعاتي پروپاګنډ مخه ډپ شي دالقاعدې او نورو بنسټپالو ډلودله منځه وړلو په بدل کې بايد له پاکستان سره ځانګړې مرستې تصويب شي او ددې موخو دلاسته راوړلو په برخه کې دپاکستاني حکومت دژمنيا لپاره بايد يو اساس وټاکل شي .چې حکومت څومره ژمن دي . په بله مانا هولبروک له پاکستان سره مرستې دې پورې وتړلې ،چې اسلام اباد دالقاعدې او نورو وسله والو ډلو په ځپنه کې څومره ژمن دی .
کله ،چې د2009 ز په لومړيو کې باراک اوباما واک ته ورسيد موږ دامريکا په ستراتيژۍ کې بدلون وليد او دبوش له هغې چوره بدله وه او دا بدلون په درې وو محورو کې په بنسټيزه توګه راڅرګند شو :
· دافغانستان او پاکستان موضوع يو ځای کول ،چې اوس د( افباک ) په ستراتيژۍ ياديږي .
· دکيري لوګر پروژه .
· دستراتيژيکو خبرو لپاره ناستې او غونډې .
دلته به هڅه وکړو ،چې د( افباک ) ستراتيژۍ ته يو څه تم شو :
افباک :
دا دافغانستان او پاکستان دستونزې او کړکيچ په اړه ګډوله ډوله ستراتيژي ده ،چې په يوه پلان کې ېې سره اوډلې ده او منځپانګه ېې داده ،چې په متحده ايالاتو کې سياستوالو پوره 8 کاله څيړنه وکړه او دې پايلې ته ورسيدل ،چې دافغانستان له ډنډه وتل يوازې دپاکستان له لارې شوني دي د دواړو ولسمشرانو په اداره کې پردې تود بحث روان و ، چې موږ دچارو لومړيتوب افغانستان ته ورکړو اوکه پاکستان ته پردې ستراتيژۍ د( افباک نوم کيږدو او که دباک اف ؟؟
داوباما دملي امنيت سلاکار جنرال جيمس جونز خبريالانو ته ددې ستراتيژۍ په اړه معلومات ورکول ،چې څرنګه رامنځته شوه [3 ]نوموړی وايي : (دا ستراتيژي د دوو مياشتو دپرلپسې کار پايله وه ،چې د 2009 ز دمارچ پر 27 مه نېټه اعلان شوه دافغان ، پاکستاني چارواکو سره له جدي ناستو اوخبرو وروسته ېې رڼا وليده پردې سربېره خپله دامريکايي ادارو ،اېتلافي ملګرو، ناټو ،بسپنه ورکونکوهېوادو ، نړيوالو ټولنو او خپله دکانګرس له غړو سره په دې اړه ډېر رغنده بحثونه شوي دي .لکه څرنګه ،چې وليدل شوه دا ستراتيژي داوباما له لومړيتوبونو څخه ګڼل کيږي او دملي امنيت دسلاکار له خولې واک ته له رسيدو دوه مياشتې وروسته ېې رڼا وليده .
نيوزويک امريکايي مجله [4 ] پردې باور ده ،چې پاکستان له افغانستان ډېر مهم دی او لاملونه ېې په دې توګه دي اتومي پروګرام او وسلې لري ، نفوس ېې ډېر دى ، په پاکستان کې يو شمېر مشهور ترهګر پټ دي ددې ترڅنګ له هندوستان سره دجګړې تاريخ لري .
مشهور امريکايي ليکوال فريدزکريا په نيوزويک کې کاږي :داوباما ادارې نوښت په دې کې و ،چې پر ستونزه ېې ګوته کېښودله اولوړوپوړوچارواکو په افغانستان کې دامريکا هڅې او لاسته راوړنې نورې نه يادولې او پر ځای ېې له ( افباک ) خبرې کولې او ټېنګار ېې دا وه ،چې په افغانستان کې بريا په دې کې رانغښتې ده ،چې په پاکستان کې جدي او پريکنده ګامونه پورته شي . دې خبرو پاکستانيان وارخطا کړل ، خو پيغام ېې هم تر لاسه کړ او دا ېې له غوږه ورتېره کړه تاسې کولاى شى ،چې دحل يوه برخه اوسى نه دستونزو [5 ].
امريکايي ليکوال ډيويډ روډ کاږي : ددې پلان منځپانګه او موخه داده ،چې افغانستان کې سوله او ټېکاو رامنځته نشي پاکستان به همداسې بې ثباته وي . [6 ].
( افباک ) ستراتيژي ځينې مهمې برخې په دې توګه دي :
· په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو شمېر زياتول ،چې ټولټال 70 زره سرتيرو ته ورسيږي ديادونې ده ،چې له دې وړاندې 40 زره امريکايي سرتيرو شتون درلود پردې سربېره 68197 قرارديان شته ، چې دکال هر سرتيرى يو مليون ډالره لګښت غواړي [7 ].
· دافغان ځواکونو وړتياته وده ورکول ، دشمېر ډېرول ، چې دامنيت ساتنې جوګه شي .
· په امريکايي شرطونو طالبان خبرو اتروته راماتول .
· په تدريجي توګه له افغانستان څخه دناټو ځواکونو وتل .
· دسېمه ييزې ډيپلوماسۍ داسې کارونه ،چې دسويلي اسيا ټول مهم لوبغاړي په کې خپله ونډه ولري .
لکه څرنګه،چې وليدل شو ددې پلان ډېرې برخې له افغانستان اويا له ځينو بهرنيو اړخونوسره تړا و لري او دمقابل لوری هيڅ يادونه په کې نه ده شوې . يوازې پر دې يادونې بسنه شوې ده ،چې موږ بايد پاکستان ته پاملرنه وکړو . اوس داسې ښکاري ،چې دپاکستان په اړه ستراتيژي همداسې ګونګه او په پرده کې نغښتل شوې ده .دستراتيژۍ له جوړونې راوروسته په پاکستان کې ،چې څه وليدل شول هغه نظامي عمليات و ،چې په دې وروستيو کې ېې زور اخستى دی او مختلفې بڼې ېې راخپلې کړې دي .
لومړی : په پاکستان کې دCIA فعاليتونه :
پاکستانۍ ليکواله او څېړونکې شرين مزاري دلومړي ځل لپاره په پاکستان کې دامريکا دپټ (سري ) شتون په اړه معلومات خپاره کړې دي دا فعاليت له توربېلې هوايي اډې څخه دهغو کسانو پر مټ پيل شوې ،چې ځانونه ېې نظامي روزونکي معرفي کول ددې ترڅنګ دامريکا دځانګړوامنيتي شرکتونو قرارديانو هم خپله ونډه درلوده همدې ځواکونو له دې وړاندې دامريکا لپاره په عراق کې هم دقراردادي ځواکونو په توګه دندې ترسره کړې وې .
بلوچستان کې هم امريکا خپل فعاليت پيل کړې و او هغه مهال ډېر شو ،چې کله امريکا وغوښتل له دې ځايه دايران پر ضد پټ عمليات ترسره کړي جنرال مشرف امريکايانو ته دا اجازه ورکړې وه ،چې په دې ايالت کې په ارت مټ خپلې چارې ترسره کړي . ددې ترڅنګ په بندري نومې سيمه کې يوه بله هوايي اډه هم شته ،چې دخاران له سويل څخه 78 کيلومتره ليرې پرته ، خو شيمسي هغې ته نږدې ده ،چې دايران پولو ته څېرمه ده له همدې سيمو امريکايي ځواکونو په پرلپسې توګه خپل پراوزونه ترسره کول . [8 ]
مزاري وايي : په پاکستان کې دامريکا پټ ( سري ) شتون ديوه جال بڼه غوره کړې وه ،چې په سويل کې له سند او بلوچستان څخه تر سويل لويديز پورې ،چې پنجاب ، پلازمينه اسلام اباد او پېښور په کې شامل دي خپور شوى و . اوس په پاکستان کې دامريکايي پټو څارګرو تر څنګ سمندري ځواکونه هم په سپينه ورځ لګيا دي خپل کارونه ترسره کوي ان دا ،چې دپاکستان اتومي بټيو ته هم نږدې شوې دي .
واشنګټن پوست ورځپاڼه [ 9 ] هم دا حقيقت مني او دامريکايي او پاکستاني څارګرو ترمنځ دمرستو او همغږۍ په اړه ېې پوره معلومات او کره معلومات وړاندې کړې دي دبېلګې په توګه دواړو هېوادونو دپاکستان په شمال لويديز کې پېښور ته څېرمه دنظامي استخباراتو يو ګډ دفتر پرانېستى دی او په دې اړه خبرې روانې دي ،چې ورته دفتر کوېټې ښار ته څېرمه پرانيزي .
داندېښنې وړ خو دادي ،چې ورځپاڼې هم رااخستې دي CIA اوس دومره واک لري ،چې په پاکستان کې دننه ځينې سيمې او موخې دسپينې ماڼۍ له اجازې او موافقې پرته په نښه کړي . ورځپاڼه زياتوي د دومره همغږۍ او مرستو سربېره هم دواړه خواوې يو پربل باور نه لري او هر يو دا انګيري ،چې دا مرکز يوه وسيله ده ،چې يو بل وڅارل شي . يو چارواکي دا هم وويل : پاکستانيان کولاي شي ،چې له مختلفو ځايونو څخه انځورونه تر لاسه کړي ،چې په دې کې دڅار نظامي الوتکې هم شاملې دي . داد بې باورۍ ښه بېلګه ده .
دويم : دبې پيلوټه الوتکو بمباري :
دولسمشر جورج بوش دواکمنۍ پر مهال دبې پيلوټه الوتکو بمباري يوه ستراتيژي وګرځيده ، خو دباراک اوباما دواکمنۍ پر مهال دا ډول بمبارۍ ډېرې او ګړندۍ شوې .

اخځليک http://counterterrorism.newamerica.net/drones
دبې پيلوټه الوتکو له بريدونو څخه دامريکاموخه داده ،چې دپاکستاني طالبانو او القاعدې دسر سړي په نښه کړي او خپل کسات ځنې واخلي ځکه دوی دافغانستان له طالبانو سره مرستې کوي ،چې له بهرنيو ځواکونو سره جنګيږي او د سر او مال دروند زيان ېې وراړولې دی .
سټراټفور امريکايي موسسې [10 ] ،چې دنړيوالو چارو په برخه کې مسلکي څېړنې لري او پر خپلو خپرونو او ليکنو ېې د وړاندوينې ، ژورې شننه ، نړيواله څارګري شعار لګولى وي وايي : ډيورنډ کرښې ته څيرمه دامريکايي نظامي فعاليت ،چې په لويه کې ېې دبې پيلوټه الوتکو پر بمبارۍ او دځانګړو ځواکونو پر عملياتو ډډه لګولې ده دا به په 2010 ز کې دکړکيچ او ستونزو يوه ځانګړنه وګڼل شي .
ديادونې ده ،چې امريکا تل دهغو څرګندونو په اړه خپل غوږونه کاڼه کړي وي ،چې ددې بريدونو په اړه ېې پاکستان او نور کوي ځکه ،چې دا نااعلان شوې ستراتيژي ده .
په پيل کې ستراتيژي داسې وه ،چې دبې پيلوټه الوتکو بريدونه به يوازې دالقاعدې دمشرانو دنښه کولو لپاره کيږي هماغه و ،چې د 2010 ز دمۍ پر لومړۍ نېټه ېې دالقاعدې درېيم مشر مصفطفي ابو اليزيد – په افغانستان کې دالقاعدې مسوول - په نښه کړ ، خو وروسته ېې ددې بريدونو شمېر زيات کړ او دامريکايانو له انده ېې يو شمېر ترهګر په نښه کړ ې دي .
له ترهګرۍ سره دمبارزې دچارو يو مسوول له CNN سره په خپلو خبرو کې ويلي و : اوس زموږ تګلار داده ،چې دترهګريزو موخو دنښه کولو پر مهال ډېرې ډلې او ګروپونه په نښه کړواو دا دپخوا برعکس ،چې هغه مهال مو يوازې دالقاعدې دسر سړي په نښه کول . دا امريکايي چارواکې وايي : دا ستراتيژي ددې لپاره رامنځته شوې ده په افغانستان کې امريکايي ځواکونه وژغورل شي ځکه جنګيالي د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته فعاليت کوي او موږ کولاى شو ،چې په نښه ېې کړو . [11 ]
اوس خبره داده ،چې داستراتيژي څنګه ارزولى شي ؟ او څومره بريالۍ ده ؟
په هرتداج امريکايي موسسه کې دپاکستان دچارو کارپوهه څېړونکې ليزا کيرتز وايي : د( افباک ) ستراتيژي له څېرمې ناکامه ده او کومه دپاموړ پايله نه لري ځکه د پاکستاني پوځي مشرانو سره دخبرو پرمهال دا راته جوته شوه ،چې دوی له متحده ايالاتو سره دافغانستان دطالب مشرانو دنيونې يا وژنې په برخه کې مرسته نه ده کړې دا مشران اوس هم په پاکستان کې مېشت دي بله خبره داده ،چې وضعيت پيچلى دی او دپاکستانيانو له انده دوی نه پوهيږي ،چې امريکايان دراتلونکې لپاره څه ستراتيژي لري څه غواړي ؟ ليزا کيرتز زياتوي : پاکستان دولسمشر اوباما دهغې ژمنې په اړه شکمن دى ،چې ويلې ېې وو زموږ سرتيري به د 2011 ز په جولای کې له افغانستانه په راوتلو پيل وکړي . دوی ددې ژمنې په پلې کولو کې دومره جدي نه ښکاري . [12 ]
کيرتز وايي : دافغانستان په اړه د پاکستان او امريکا دريځونه او موخې هم ورته نه دي پاکستان وايي : هندوستان بايد په افغانستان کې نور نفوذ ونه کړي ، خو متحده ايالات بيا بل څه وايي : دا به سمه او مناسبه نه وي ،چې افغانستان يو ځل بيا دترهګرو ځاله شي او له همدې ځايه دامريکا پر ضد خپل فعاليتونه بيا له سره تنظيم کړي .
دچارو کارپوه هارش وايي : پاکستان له امريکا بل څه غواړي او هغه له دې هېواد سره داتومي همکاريو د تړون لاسليکول دي اسلام اباد غواړي ،چې امريکا ورسره هغه ډول چلند وکړي لکه له هند سره ېې ،چې کوي دا مهال بيا پاکستان کولای شي ،چې له متحده ايالاتو انرژي او اتومي ټيکنالوژي ترلاسه کړي [13 ]. بل ليکوال د( افباک ) ستراتيژۍ په اړه بيا وايي : دا سمه نه ده ، چې هندوستان دې له ( افباک ) څخه ليرې شي او يا دې له پامه وغورځول شي ځکه په دې درې واړو هېوادو کې ټيکاو او ثبات له يو بل سره کلک تړاو لري اوس خو هندوستان داسې ښکاري ،چې له دې ستونزې سره کوم تړاو يا اندېښنه نه لري ، خو رښتيا خبره داده ،چې هندوستان له روان وضعيت سره له څو اړخونو تړاو لري [14].
[1]سوا راديو :7/11/2010
[2] U.S. Strategy: Assisting Pakistan’s Transformation - Ashley J. Tellis - THE WASHINGTON QUARTERLY _ WINTER 2004-05
www.twq.com/05winter/docs/05winter_tellis.pdf
[3]President Obama's Afghanistan-Pakistan (AFPAK) Strategy- General James Jones- Foreign Press Center- March 27, 2009- U.S. State Department- FPC Briefing
http://fpc.state.gov/120965.htm
[4]Pakistan’s Fickle Ally- October 09, 2009- newsweek.com
http://www.newsweek.com/2009/10/09/pakistan-s-fickle-ally.html
[5]A Victory for Obama-FareedZakaria-Newsweek mag.
http://www.newsweek.com/2010/03/11/a-victory-for-obama.html
[6]Miscalculations in U.S. Afghan Offensive- David S. Rohde- The Council on Foreign Relations - April 9, 2010
http://www.cfr.org/publication/21863/miscalculations_in_us_afghan_offensive.html
[7] له افغانستان څخه دوتلو لار - وليم بولك - المستقبل العربي مجلة - مركز دراسات الوحدة العربية -عدد 372 – فبروري 2010
[8]Pakistan trappedintheusgameplan -op
[9]الشرق الأوسط :30/5/2010
[10] ستراتفورموسسې دا راپور 4 يناير 2010 ز کې خپور کړې او المستقبل العربي مجلې دجولاي 2010 ژباړلې دی .
[11]http://edition.cnn.com/2010/WORLD/asiapcf/05/04/pakistan.drone.attacks/index.html
[12]Afpak strategy- phonetic transcript of a radio story broadcast by PRI’s THE WORLD- April 5, 2010
http://www.theworld.org/2010/04/05/afpak-strategy/
[13]Prime Time for Pakistan's Military-Harsh V Pant-International Relations and Security Network-24 Mar 2010
[14]Miscalculations in U.S. Afghan Offensive –OP.CIT