پر کندهار د بې منطقو د يرغل منطق

وايي چې خره ته يې  زور نه رسېږي، نو کتې ته يې سوټي ونيسي .
 
لوېديز سړيخواره او جاهل طالبان همدا لوبې کوي . کله چې د لمړيو هغو (ناټو) طالبانو ته وس ونه رسيږي، نو پر مظلوم ولس بمبار و کړي . همداسې يې طالبان در واخلئ، کله چې ددوی د ناټو ځواکونو ته وس ونه رسېږي، نو پر ولسي وګړو بمونه چوي، يا د يو څو بېګنا کسانو په انساني شرف يرغل وکړي او د جاوسوسانو په نامه يې حلال کړي يا هم د مظلوم مسلمان ملت په ټولګټو ودانيو ور ننځوي او ورانې يې کړي .
 
د کندهار په درې ورځنۍ جګړه کې ډېر وګړي ووژل شول . امريکايان او افغان دولت وايي چې طالبان يې ووژل، خو طالبان بيا وايي چې دولتي سرتېري او د ملي امينت کارمن يې ووژل . د هر لوري په ادعا کې به هر ګوره شک وي، خو يوه د بدمرغۍ کيسه ريښتيا ده چې د کندهار په جګړه کې مسلمانان، افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه ووژل شول،  تور سرې کونډې شوې، ماشومان يتيمان شول، ميندې بورې شوې او ژړا او سلګۍ لا تر اوسه اورېدل کېږي . خو د وحشت (ناټو)، فسق او فساد (افغان دولت) او د جهالت (طالبان) استازي هر يو پر خپل برېتو لاس راکشوي چې ګواګي خپل غليم يې زغلولی دی .
 
په دې کې شک نشته چې هر لوري به خپله جګړييزه وړتيا او زړورتيا ښوولې وي، خو د ولسي وګړو د سر زيان په بيه، د ولسي ټولګټو ودانيو په بيه . په افغان ولس اور بل دی او هر ځای وريت وريت شو، خو هر لوري غليمان يې د هوس، خندا او خوښۍ په جامو کې نه ځايېږي او د کبر او لويۍ نشه يې نوره هم په سر کې اوچته شوه .
 
پوښتنه دا ده چې پر کندهار د يرغل موخه څه وه ؟
طالبان ګرد سره پوهېږي چې که افغان دولت همدا اوس ټول کندهار په سوله ييره توګه دوی ته وسپاري، طالبان يې نه شي ساتلای او غواړي يې  هم نه، ځکه چې ناټو به هر طالب  له هوا څخه پر دې پوچه، خو له بوسو ډکه ککرۍ وولي . طالبان که ريښتيا هم پوهېدلای، دومره جګړييز توکي به يې د افغان ولس او دولت پر ضد نه کارول، بلکې د وطن او عقيدې پر غليمانو به يې په کوم بل سنګر کې ټوپک سور کړی وای . خو دا چې طالبان له خپله زېږده پردي، د افغان ولس غليمان او د پنجابي ناهيلو ابليسانو غلامان دي، نو دوی نه د ولس ګټو ته لمړيتوب ور کړ  او نه يې د جهاد احکامو ته پام وکړ .
 
په بشپړ ګومان پر کندهار د يرغل تر شا د پنجابيانو لاس وو تر څو د نړۍ، په تېره د افغان دولت او امريکا پام له خپلې مخ تورۍ (د بن لادن له شتون) څخه بلې خواته واړوي او  دوی په يوه بله ستونزه کې راګير کړي . 



جګړه پای ته ورسېده، نه ناټو ماته شوه نه بريالۍ، همداسې يې طالبان در واخلئ، نه د پنجابي ابليس مخ سپين شو او نه د امريکا او نړۍ له نيوکو څخه ډاډه شوه، خو يوازې او يوازې پر کندهار لمبې بلې شوې، زخمي زخمي شو او ولس يې په سلګيو دی . 



که دا د جګړي منطق او موخه وي، نو د هغه کس د لاس مات شي چې ټوپک يې په لاس کې اخېستی وو، ګوته يې دې وچه شي چې ماشه يې کشوله او سترګه يې دې ړنده شي چې نښه يې پې نيوله .