د منموهن سنګ د راتګ له امله د جمهوري رياست خبرپاڼه:

 د هند جمهوریت صدراعظم منموهن سنګ، نن د یوه رسمي سفر په موخه کابل ته راورسید چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامد کرزي لخوا ورته د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د یو لړ رسمي تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې تود هرکلی وویل شو.
 
د رسمي تشریفاتي مراسمو له پرځای کولو وروسته دهند صدراعظم او ملګري پلاوي یې په هغه غرمنۍ میلمستیا کې ګډون وکړ چې د افغانستان داسلامي جمهوریت  د جمهورریس لخوا د دوی په ویاړ د جمهوري ریاست د سلام خانې په ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
 
په دغه میلمستیا کې پر هندي پلاوي سربیره د جمهوري ریاست مرستیالانو، د سترمحکمې سرپرست او قاضی القضات ، د ملي شورا د دواړو مجلسونو ریسانو، دکابینې او ملي شورا غړو، جهادي مشرانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو او په کابل کې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او کور دیپلوماتیکو غړو ګډون کړی و.
 
حامدکرزي په دغه میلمستیا کې د هند صدراعظم او ملګري پلاوي ته یې د ښه راغلاست په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د حکومتونو او خلکو ترمنځ لرغونو اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د افغانستان او هندوستان خلکو د تاریخ په اوږدوکې یو د بل په وړاندې د محبت او صمیمیت د عالي احساس پر بنسټ خپلې اړیکې پاللي او د دواړو ولسونو ترمنځ راشه درشه د زرګونو کلونو اوږده سابقه لري او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ لرغونې فرهنګي، تاریخي او سوداګریزې اړیکې رامنځته شوي او ډیر فرهنګي مشترکات مو پیداکړي دي.
 
د هېواد جمهورریس وویل: له پیړیو پیړیو د افغانستان او مرکزي آسیا د سوداګریزو مالونو قافلې د افغانستان له درو تیرې شوي او د هند پراخو ځمکو ته رسیدلي دي او همدا راز د هندي مصنوعاتو او مالونو کاروانونه بیا هم زموږ دهېواد له لارو مرکزي آسیا او تر اروپا پورې تللي دي.
 
حامدکرزي په دغه میلمستیا کې د هند صدراعظم مخاطب کړ، وې ویل: په وروستیو کلونوکې د افغانانو دزده کړې لپاره د هندوستان د خلکو مرستې په تیره ستاسې جلالتمآب ځانګړې پاملرنه د قدردانۍ وړ ده او هرکال زرتنه افغانان د علومو او مهارتونو د زده کړې لپاره هندوستان ته ځي.
 
ده وویل: د افغانانو د تعلیم په برخه کې د هندوستان د مرستو د دې نوي پړاو ډیر فارغان اوس زموږ د هېواد په اداره کې کارکوي او د ادارې پر ښه والي یې مثبت اغیز کړی دی.
 
حامدکرزي وویل: په افغانستان کې له نویو بدلونونو سره سم په وروستیو نږدې لسو کلونوکې زموږ د دوست او د سیمې د ستر هېواد هندوستان اړیکې له افغانستان سره یو بل پرمختللي پړاو ته داخلې شوي دي. په دې پړاوکې هندوستان د جنګ ځپلي افغانستان د بیا جوړونې لپاره افغانانو ته ټینګ لاس ورکړ او په سخاوتمندانه ډول یې خپلې اقتصادي او بشري مرستې له موږ سره پیل کړې.
 
د هېواد جمهورریس له نړیوال تروریزم سره مبارزې ته د اشارې په ترڅ کې وویل: افغانستان د خپلو خلکو په ټینګه اراده د خپل ملي ژوندانه یو نوی دوران پیل کړی دی. پر خپلو مټو او د نړیوالو دوستانو په همکارۍ د هېواد د ابادۍ او د خلکو د سوکالۍ پر چارو بوخت دي، مګر نړیوال تروریزم یوه داسې شومه پدیده ده چې زموږ د خلکو، سوله، امنیت، ترقي او زموږ دبچیانو تعلیم یې له جدي خطر سره مخامخ کړی دی، دهېواد ، د ترقۍ او پرمختګ له لاس ته راوړنو څخه د دفاع په لاره کې زموږ خلک هره ورځ قربانۍ ورکوي. له افغانستان سره سم پاکستان او هندوستان له دغه ډول جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ دی.
 
حامدکرزي وویل: موږ باید دې حالت ته خاتمه ورکړو او خپلو خلکو ته سوله او امنیت راولو. دا هدف د درې واړو هېوادونو په ګډه همکارۍ تحقق موندلای شي.
 
جمهورریس وویل: موږ په افغانستان  او سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د خپلو پرله پسې هڅو په لړکې دخبرو، مذاکرو او تفاهم یو نوی پړاو پیل کړی دی. د سولې عالي شورا مو جوړه کړې ده چې په افغانستان کې د دایمي سولې د استقرار لپاره یې خپلې هڅې پرمخ روانې کړي دي.
 
حامدکرزي وویل:افغانان پوره باورلري چې زموږ هندي دوستان په افغانستان کې د دایمي سولې او امنیت د داعیې ټینګ پلویان دي، د سولې دټینګښت لپاره زموږ د هر نوښت او هڅو ملاتړ کوي.
 
بیا په دغه میلمستیا کې د هند صدراعظم خبرې وکړې، ده او د ده ملګري پلاوي ته یې د افغانستان د خلکو له دروند هرکلي او تودې میلمه پالنۍ څخه مننه وکړه او هغه یې په حقیقت کې د افغانستان د خلکو د لوړ فرهنګ یوه بیلګه وبلله. ده وویل: دا زما لپاره د ډیر ویاړ ځای دي چې په یوه داسې شانداره میلمستیا کې ګډون کوم او دا ډول بې مثاله میلمستیا تجربه کوم.
 
منموهن سنګ افغانستان ته د هندي پلاوي د راتګ له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل: دا یو تاریخي هېواد دی چې لرغونی کلتور لري. ده وویل: کله چې زه د هغو کسانو په سترګو کې چې زما شاوخواته ناست دي مینه، دوستۍ او صمیمیت وینم، نو دا احساس کوم چې نه یوازې یو ګاونډي هېوادته راغلی یم، بلکې له خپل یو ځانګړي دوست سره لیده کاته کوم.
 
ده په دغه میلمستیا کې ډاډ څرګند کړ چې هند د افغانستان د خلکو ګاونډی دی او د دغه هېواد د پراختیا په لاره کې به خپلو اقتصادي همکاریو ته دوام ورکړي. تاسو کولای شیء د خپلې ټولنې دجوړیدو، د حکومتوالۍ د ښه والي او داقتصادي پیاوړتیا په لاره کې د خپلو هڅو د پیاوړتیا په لاره کې د هند پر همکارۍ باندې حساب وکړیء.
 
د هند صدراعظم وویل: لکه څنګه چې د افغانستان بډایه عنعنه او فرهنګ ایجابوي موږ غواړو چې دغه هېواد د سولې، ډيموکراسۍ او ثبات لرونکی هېواد شي. ده، زیاته کړه :موږ د سولې د ټینګښت په لاره کې د افغانستان د خلکو څخه په کلکه ملاتړ کوو. هند د افغانستان د خلکو د یووالي او بریالیتوب غوښتونکی دی.
 
منموهن سنګ وویل: افغانستان د حامدکرزي په مشرۍ لوړ قدمونه پورته کړي دي. جمهورریس حامدکرزی یو هېوادپال شخصیت دی چې د هېواد چارې یې  په زړورتیا او لیوالتیا سره پرمخ بیولي دي. له هند سره د ده دوستۍ د هند د خلکو زړونه او فکرونه ترلاسه کړي دي او د افغانستان او هندوستان ترمنځ یې یوه قوي همکاري رامنځته کړې ده . دغه سفر د افغانستان او هندوستان  د خلکو د آرمانونو د تحقق په لاره کې یو پرمختګ دی. له ډیرو خنډونو سره سره چې زموږ په لاره کې شته خو که چیرې موږ له یو بل سره یوځای و اوسو خپلو هیلو ته به ورسیږو. موږ باید د راتلونکې په اړه ځواکمن لید ولرو او د دغه کار د ترسره کیدو لپاره باید په غوڅه توګه هڅه وکړو.
 
دهند صدراعظم ټینګار وکړ چې موږ باید د غه  دوستي د خپلو ملتونو ترمنځ لا پیاوړې کړو ترڅو په ټولو سطحو کې که هغه حکومتي دي او که غیر حکومتي ددواړو لورو ترمنځ راکړه ورکړه ترسره شي.#