په ماغزو کې د لوږې او مړښت برخه وپېژندل شوه

امريکايي ساينسپوهانو د انسان په ماغزو کې هغه برخه پېژندلې ، چې د لوږې او مړښت احساس کنټرولوي .
امريکايي څېړونکو د لېپټين په مرسته ، چې له شحمي حجرو څخه توليديږي د ماغزو په دغه برخه تجربې پيل کړي . لېپټين په ماغزو کې د لوږې احساس ځپي او د مړښت حس رامنځته کوي . دغه څېړنې کولای شي د چاغۍ په درملنه کې نوې لارې رامنځته کړي .