
نوراحمد عايل
په نړۍ کې تر ټولو تېز پرېنټر چې ژر،ژر په ښه کيفيت پاڼې چاپوي، د Memjet په نامه دى ،چې په هره دقيقه کې شپېته پاڼې چاپوي، او جوړونکي يې ادعا کوي چې دا په نړۍ کې تر ټولو تېز پرېنټر دى ، ددې پرېنټر د چاپ کيفيت ١٦٠٠ DPI( نقطه پر اينچ) دى.
دا پرېنټر چې په اوسنيو دود پرېنټرونو کې به يو انقلاب راولي ، په بيه کې هم چندان لوړ نه دى،که څه هم تر اوسه ورته بيه نه ده ټاکل شوې ،خو طراحان يې وايي: چې بيه يې دومره مناسبه ده،چې په اخيستلو کې به يې هېڅوک هم نټه ونه کړي.