پاکستان کې د افغانستان اسلامي  جمهوري ت سفارت خبرتيا:

اسلام آباد


په پاکستان کې ميشت ټولو هيواد والو ته خبر ورکول کيږي چې محمد عمر داؤد زى د پاکستان په اسلامي جمهوريتکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت لوى سفير او ځانګړي استازي په توګه د ١٣٩٠ کال د غويي د مياشتې په دريمه نېټه چې د ٢٠١١ کال د اپريل د درويشتمې نېټې سره سمون خوري اسلام آباد ته رارسېدلى دى.
د ستونځو او يا سالمو نظرياتو او وړانديزونو لپاره کولاې شې چې په لاندي تيليفون شمېرو او برېښنا ليک اړيکې ونيسي.
تليفون شمېره:
+92 (0) 51-2822566
+92(0)333-9563444
afg.amb.comp@gmial.com
په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت لوى سفارت
اسلام آباد: په اسلام آباد کې افغان سفير محمد عمر داود زي څرګنده کړې چې په پاکستان کې به د ټولو افغان کډوالو ستونزې حل کړم، نوموړي دا خبرې د افغان ژورنالستانو د يو پلاوي سره په خپل کور کې په کتنه کې وکړې، نوموړي زياته کړې چې ما ته پوره څرګنده ده چې دا مهال افغان کډوال د کومو ستونزو سره مخامخ دي او زه به د خپل وس له مخې د دغو ستونزو د حل دپاره هلې ځلې کوم، نوموړي د افغانستان او پاکستان د اړيکو په ټينګښت زور واچولو او زياته يې کړه چې دغه اړيکې په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړينې دي، نوموړي د افغان سوداګرو، د محصلينو، د ژورنالستانو او عامو افغانانو د ستونزو د حل هوډ څرګند کړو او زياته يې کړه چې دا مهال په سيمه کې امنيت بلکل اړين دى