نوى کال،نوي هيلې

  درنودوستانونوى کال مومبارک شه!!! کله چې يخني خپل ټغرټولوي،تودخه په خپل پيوستوالى اونرمۍ سره دسړو وهلو اوژوبلو صورتونوته ټکور ورکوي. دتوروشپوتياره مخ په کموالى اودسپينو ورځو رڼاګانې مخ په ډېروالي وي. دلمرمهربانۍ ورځ په ورځ زياتېږي اوخپل دنوى تود زرى شال په عالم خوروي،دبادنرى غوټۍ،خزان تالاکړي باغونه،چمن دژونددتيارېدولپاره ورو وروخوځېږي چې پاڅي سبادى! دخفګان تېرشواودخوشحالي وخت رارسېدلي،درحمت ورېځې په ډېرې چټکي سره دآسمان په شين درياب کې هرې خواته لامبوګانې وهي، ځغلي،دقدرت دخزانوڅخه په پراخه لپولپو،لمنولمنومرغلرې اخلى اودځمکې په شين مخ باندې يې شيندي.داښايسته ځلېدونکې مرغلرې دقدرت په کرشموسره په غرو،رغو،ډاګونو، ميدانونو، دسرو،شنو،ژېړو،بانجاني اوسپينوګلانوتخمونوپه دودځمکې څخه ټوکېدلي دوطن ښکلاپه سله کوى اوشکېدلو باغونو،لغړو ونو، خړودښتو، سپېرو غرونو يورنګ دجنت شنه جامه اغوستې،ګلاب په چمنواوغاټول په دامانوکې دنازپه خنداګانوخولې بېرته کوي، شنو بڼونو څخه دطوطيانواوبلبلونغمې راځي اودلوړو ونوڅوکې دکوترواوبلبلوپه ناسته ښايسته وي  په خيرراغلې،داټول ستابرکت دى ... دهرزړه ملهمه پسرليه! ستړى مشې!په هرچا ګرانه،ستاپه راتلوپه وچوڅانګوکې اوبه اوپه يخورګونوکې وينه وچلېده،ګلان وغوړېدل،سمه اوغرپه رنګارنګ ګلونوښايسته شول.  اې ښکليه پسرليه! سپرلى سترګوته نور،زړه ته سرور،اوروح ته خوښي ورکوي.