همت الله امين زى
نه يې شم تېرې هېرولى اونه يې نن دا لوړمقرستايم
نه مې جامونه دي ليدلي نه دسروشنډوکوثرستايم
په سپيره کلي کې اوسيږم اوګر ځيږمه په غرورغو
نه دساقي سره آشنا يم اونه دشنو ميو ساغرستايم
نه دچامدح شم کولى اونه دچابدوته ويلى شم ښه
راته ښه ښکاري چې پر ځاي يې خپل ټټو اوخپل کچرستايم
نه دپردودخيراتونوڅه صفت ،نه دقصرونوڅه ستاينه کوم
ماته ډيرښه دي چې په ځاي يې بېوسي دخپل ټبرستايم
چـــې دشـــهـــيد وينې يـــې هـــېرې پـــه عيشــونــوســــر
نورترې بېزار يم، لا له هانده يتيمان سريې ببرستايم
چې يې هيرکړي او پلورلي په بازاريودکاليوپه څير
زغملى نه شم خپل عزت مې دټاټوبي خپل حضرستايم
چې دوطن په ننګ زهيرنه شولو،تمه ترې څله کوې!
څه شوکه ډير ې لري نه يې کلدارې،نه يې ډالرستايم
چاچې رانغښتي خپلې مټې دوطن دآبادۍ په چوپړ
سرمې ترې ځارشه،زه يې آن ددار په سرستايم
په ماشومتوب کې مې مورجانې داسې ويلي راته
سردې ټيټ نه کړې ځويه ! زه دهمت لکه لوي غرستايم
ماته بدښکاري دامودونه،فېشنونه تقليدونه دبل
حيانه ډکه دې ټکري کې پټ ښايست لکه قمرستايم
دنياده لويه پاى يې نشته اودودونه رواجونه دي ډير
(امين زى) ته خپل وطن دى خپله مېنه خپل کلچرستايم
وروستي