دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ اړونده سيمو دويالو او کاريزونو پاکولو پروګرام پيل شو.

دمیدان وردګو ولایت دنرخ ولسوالۍ د ده حیات،کریمدادو او کانیزک دکلیو د ویالو اوکاریزونو پاکولو لړۍ دولایت مرستیال علي احمد خاشعی،دنوموړي ولسوالۍ ولسوال محمد حنیف حنفی، ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو او دامریکا دخلکو دپرمختیایي ادارې(USAID) مسولینو  لخوا دپټۍ په پریکولو سره پیل شوه.
دپرانیستې مراسمو ته ښاغلي خاشعي وویل نوموړو سیمو ته تیرکال  ډيرو اورښتونو او راوتلوو سیلابونو   سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولې وه په سل ګونه جریبه ځمکې او باغونه یې لمنځه تللې وی  موږ دسیمې خلکو سره دمرستې په موخه خپل پلانونه په لاره واچول چې نن دغه ویالو او کاریزونو پاکولو شاهدان یو، همدارنګه خاشعي دخلکو څخه وغوښتل چې پيل شوې پرورګرام په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.
ولسوالي محمد حنیف حنفي هم دامریکا دپرمختیاي ادارې دمسولینو څخه مننه وکړه چې دسیمې اوسیدونکو دستونزو دحل په اړه یې هروخت د دوۍ غوښتنو ته پروخت ځواب ویلې دی.
دسیمې اوسیدونکو چې دکال دپیل پرمهال خوښ معلومیدل د ولایتي ادارې څخه مننه وکړه چې د دوۍ غوښتنو ته یې مثبت ځواب ویلې او زیاته یې کړه دپیل شوې پروګرام پراساس به دسیمې خلک دبی کاري څخه خلاص او باغونه او کروندې به یې خړوبه شي.
نوموړي پرورګرام دامریکا دخلکو پرمختیایي ادارې(USAID) د پنځو لکو امریکایي ډالرو په مالي مرسته  کار دپیسو پروړاندې دپروګرام پراساس  پيل شو چې ورځې به دسیمې ۹۵۰ تنه اوسیدونکي په کاربوخت او نوموړې پروژه په درې میاشتې دوام وکړي چې له امله به یې دسیمې ۲۰ کاریزونه او ۲۰ لوې ویالی پاکې او سیمټ کاري شي ترڅو دیوې خوا خلکو ته کار پیدا  او دبلې خوا دسیمې اوسیدونکو کرنیزې ځمکې او باغونو ته د اوبو سیستم منظم  او ځمکې یې خړوبه شي.
همدارنګه دیویل خبر له مخې دافغانستان دولایتي شوراګانو عمومي ریس عبدالکریم متین دیو ګډ پلاوې سره دولایتی شوراګانو دارزونې او دستونزو دحل په موخه د ولایت والي محمد حلیم فدایي،ولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان او غړو سره خبرې وکړې او دولایتي شورا چارې یې مثبتې و ارزولې او هم یې دولایتي ادارې او شورا دښه همغږیتوب څخه مننه وکړه.
ښاغلي متین ژمنه وکړه چې دولایتي شورا ټولو ستونزو دحل په اړه به ګړندي ګامونه پورته کوي.
وروسته د ولایت مقام او ولایتی شورا لخوا برابرې شوې ډالۍ او تحفي په پلاوې وویشل شوې.
 
 
داړتیا په صورت کې په دغو شمېرو اړیکې ونیسۍ:۰۷۹۹۷۳۳۷۳۳،۰۷۸۶۷۳۳۷۳۳