
دغه ۵۸ تنه زندانيانوچې د هلمند په مركزي
محبس كې د بند شپې ورځې تيروي د ننه په محبس كې يې د قرآن كريم د
قرائت،كمپيوټر،گلدوزى،كالي گنډلو،لاسي صنايعو،نل غزونې،پخلي،فلزكارى اوباغوانى په
برخوكې حرفوي زده كړې ترلاسه كړې د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې د
هلمند والي محمدگلامنگل،د ولايتي شوراغړو،ديني عالمانو،قومي
مشرانواولسگونوزندانيانوپه گډون جوړشوي ورته د فراغت سندونه وركړل شول.
په دې مراسموكې د هلمند والي محمدگلاب
منگل دخپلې وينا پرمهال وويل چې يادوزندانيانوته د حرفوي زده كړوزمينه دهغه
حقونوپربنسټ برابره شوې ده چې په اساسي قانون كې وركړل شوي دي اود نورو ولايتونوپه
پرتله په هلمند كې د زندانيانوحقونوته ډيره پاملرنه شوې اوله حرفوي زده كړوڅخه د
دوى فراغت ددې حقونوښكاره بيلگې دي.
په همدې حال كې ياد
زندانيان وايي چې د هلمند مركزي محبس د تيروڅوكلونومحبس نه دى د دوى ټول حقونه په
پام كې نيول شوي اوټولې هغه آسانتياوې په واك كې وركړل شوې چې د يوه انسان د
اوسيدولپاره اړينې دي اودوى دامهال په زندان كې هيڅ ډول ستونزه نه لري.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر سره د لا زياتو
معلوماتو يا پوښتنو لپاره په لاندنيو پتو سره اړيكه نيولاي شي. +93 (0) 794 936 486, +93 (0)
0706 047 912, +93 (0) 799 534 053, +93
(0) 700 302 009 ګرځنده تليفون: mda_600@yahoo.com , hgmcpress.helmand.af@gmail.com
, hgmcpress.officer1@yahoo.com
ايمل ادرس