
نوراحمد عايل
د ټيلگراف د خبر له مخې په نړۍ کې لومړنى د اوبو ضد او تر ټولو کلک يانې مقاوم تليفون هم جوړ شو.
د اتليفون د Toughphone له ماډل څخه وروستى ماډل دى ،چې Tradesmanنومېږي.
په يوه موټر پورې يې ،چې په ساعت کې يې ١٩٣ کيلومتره سرعت درلود کش کړ،هېڅ خراب نه شو. همدارنگه يې په ژورو اوبو کې له يوې تيږې لاندې شپږ ساعته کېښود ،چې وروسته له شپږو ساعتونو يې څاڅکى اوبه هم تېرې نه کړې.
همغلته په اوبو کې يې لوبه پکې وکړه له دې سره هم هېڅ اوبه ور دننه نه شوې
Data selectو JCB دوه شرکتونه په گډه ددې تليفون په جوړولو بريالي شول، همدارنگه له داسې نورو سختو او درنو ازمونيو هم بريالى راووت.
دا Tradesmanموبايل به د هغو کسانو لپاره ځانگړى گټور وي، چې په ازاده فضا کې کار کوي؛ يانې هغه کسان چې په باران، واوره، خټو او ياهم دهغو کسانو لپاره چې غرختونکي،کښتي چلونکي او اسکي لوبه کوونکي او يا نور درانه کارونه کوي ډېر سودمن دي، ځکه ډېر شيان تاثير نه پرې کوي.
د مبايلو ددې شرکت مشر تابه وايي : په دريو ورځو کې ددې موبايل په اړه وار له مخه شاوخوا د څلور زرو مبايلونو د جوړولو سفارش ورکړل شوى دى.
د ټيليگراف د خبر له مخې ددې کلک او مقاوم موبايل Tradesman بيه ٧٠ امريکايي ډالر ده.