کله چې عابدووينم بيامې بهيراودبهيرملګري مخې ته ودرېږي.

  څوکاله وړاندې مې دافغانستان له ملي راديوتلويزيون سره دنطاقانوپه لوي مديريت کې همکاري لرله،اودراديوپه برخه کې به مې ځينې خپرونې لوستلي يوه ورځ غرمه مونېکمرغه ترسګنال لاندې په خپرونه کې دخپرونې پروديوسريوشعرراکړچې دسباورځې خپرونې لپاره يې ولوله. شعرمې دخپرونې له پروديوسرڅخه واخيست اودستديوپه لورورسره لاړم،وړاندې مې په منډه مڼډه لوستى وو،خوکله چې ستديوته ننوتلم اودتخنيک انجينرراته اشاره وکړه چې ويې لوله،دشعرددکليمې پرمهال مې ځان پکې ډوب احساس کړاوکوم ځنډاومکس به مې چې دبيتونوترمنځ کاوه اوپه هغه وخت کې به مې چې کله بيادتخنيکي همکارانوپه لورکتل يوخاص ډول پاملرنه يې ماته وه،ماخپله هم په همغوشېبوکې داسې ځان عيارکړى وو،چې دوی ټولو داسې فکرکاوه چې ګواکې ځه دځان اوخپلې خبرې کوم شعرکې مې هغه څه موندلي ووکوم چې يوښه نه چې ډېرښه شعريې بايدولري.کله چې له ستديوراووتلم ټولوډېروستايلم اوپه مننې اونوروخوږو کليمو يې ونازولم. بلې دآشعردبازمحمدعابدوو،داشعرمې بياځلې له ځانه سره ووايه اودعابدله نامه سره په هماغه ورځ اشناشوم،ځماهغې دکليمې ماته په هغه دفترکې ډېرې دروازې پرانيستې اوهرپروديوسربه ويل چې زماخپرونه هم ته ولوله البته داپه ملي راډيوتلويزيون کې يومعمول اواصل هم دی اوله ډېروړاندې دې خبرې ځاى نيولی دى چې څوک ښه لوستل کوي يايې کولى شي هغه څوک ډېر په بيړه ځان ته ځاى موندلى شي اوماته دغه ځاى دبازمحمدعابددهغه اوچت شعردکليمې راکړ. له هغه ورسته به مې ډېرغوښتل چې عابدصيب به وينم،اوداپته مې هم موندلې وه چې په بهيرکې پيداکېږي،دپنجشنبې ورځ ماسپښين به زه کلي پلولاړم اودخالي شنبې په ورځ به بياکابل ته راتلم اوبهيرهم دنن په شان په همدې ورځ و. څوځلې دا زمينه هم راته برابره شوه چې بهيرته لاړم خوومې نشوکولاى چې عابدووينم،پوښتنه کول مې هېرنه وو اويوه بل نه مې وپوښتل چې عابدڅوک اوکوم يودى،داسې ووچې په هغه ورځ به عابدپه بهېرکې نه وو. يوه بله همداسې ورځ رفيع الله ستانکزى اوسيدنظيم سيدى هم راسره ووچې بهيرته مودتلوتکل وکړ،بهيرهغه مهال دتايمنيوپه اتم سړک کې و،لږ څه ناوخته ورسېدواوغونډه پيل شوې وه،دعابدعکس مې پخواپه وېبپاڼه کې ليدلى وو اوعابددغه مهال ددريځ ترشاولاړ وو اوخپل شعريې دکليمه کاوه شعريې بياهم هماغسي له خونداومينې ډک و،کله چې شعريې خلاص کړراغى اوځماترڅنګ کېناست. څوشېبې وروسته يې راته وويل چې تاسې هم ناوخته راغلۍ شعرخوبه نه لرۍ نوم موورکوۍ. ماهم همدستي ورته وويل بلې ويې ليکۍ امين زى يم لکه چې زه يې هم پېژندم سمدستي يې په څومينه ناکوويناوويادکړم اودايې هم راته وويل چې دبهېرغيرحاضره او ... دپخواپه څيراوس هم بهيرکې ډېر غيرحاضريم خودابه دورځې غوښتنه وي زماستونزې همدومره ډېرې دي خودعابدنظمونه مې ډېرخوښېږي اوله ځانه سره يې لرم تل يې په ډېره مينه لولم اوخوندترې اخلم. هغه دشررساپي خبره عابداوبهيرداسې دي لکه چې دواړه سره لازم اوملزوم وي،ماته خو چې کله دبهيرنوم واخيستل شي نودعابدرايادشي اوکله چې عابدووينم بيامې بهيراودبهيرملګري مخې ته ودرېږي. همت الله امين زى کابل وزيرمحمداکبرخان مېنه ديارلسم سړک - دافغانستان ملي راديوتلويزيون