
پنجابيانو
يو ځل بيا نه له اسلامي نړۍ څخه خپل مرتد مخ پټ کړای شوی او نه هم له لويديزو
تاړاکګرو څخه خپله ترهګري . ولسمشر زرداري، لمړي وزير ګيلاني، اشفق کياني، د آی
اېس آی مشر، خبريالانو، ليکوالو او ان کوشنيو دولتي کارمنو به يې په پوره بې شرمۍ او سپين سترګۍ ويل چې بن لادن په
افغانستان کې دی او فلاني ملا په کندهار، پکتيا، ننګرهار او . . . کې ليدلی وو .
خو الله ج د دوی دروغ ټولو ته څرګند کړل . بن لادن د پنجاب په زړه ابت آباد کې د
پنجابيانو د فوځي اکادمۍ تر څنګ له کلونو راهيسې ژوند کوه .
پنجاب چې تل
اسلام او مجاهېدين په تجارتي توګه کاروي، يو ځل بيا ثابته کړه چې نه د اسلام پروا
لري، نه د مجاهېدينو، بلکې يوازې خپلې ګټې يې اړينې دي . خدای بښلی بن لادن به
شکمن کس وو که نه، خو د ډېرو مسلمانانو لپاره يو اسلامي مبارز لارښود وو چې خلک په
پوره درنښت ورته ولاړ ول . خو دا چې د پنجابيانو ګټه د بن لادن په خرڅلاو کې د
ساتلو په پرتله ډېره شوه، هم يې اسلام په لغته ووهه او هم يې د نړۍ مسلمانانو او د
خپلواکۍ غوښتونکي ورټل، بلکې تر دې ټولو يې يوازې خپلې مادي ګټې ښې وګڼلې .
که څه هم چې
زرداري، د پنجاب د کورنيو او بهرنيو چارو وزيران وايي چې ګواکي د بن لادن په وژن کې يې له امريکا سره هېڅ ډول مرسته هم نه
ده کړې او پنجاب هغه وخت د امريکا په فوځي عملياتو خبر شو چې امريکايي ځواکونو بن
لادون وژلی او افغانستان ته يې وړی وو . خو په لندن کې د پنجابيانو لوی کمېشنر له
الجزيرې سره په مرکه کې وويل چې دا د پنجابي دولت او آی اس آی مرسته وه چې امريکا
بن لادن په نښه کړای شوی . نن بيا لمړي وزير ګيلانې په خپله وويل چې آی اس آی له
امريکا سره مرسته وکړه چې بن لادن ونيسي . بلخوا که سړی د حېوان په څېر يوازې شعور
هم ولري، نو باور يې نه کېږي چې پنجابيانو به له امريکا سره مرسته نه وي کړې .
·
دا څنګه کېدون لري چې امريکا له
ننګرهار څخه اسلام آباد ته په څرخي الوتوکو کې ننوځي، له بن لادن سره کابو پينځه
لس دقيقې جګړه وکړي، ټول عمليات کابو څلوېښت دقيقي پايښت ولري، خو پنجاب خبر نه
شي؟
·
د بن
لادن د کور تر څنګه د پنجابيانو فوځي اکادمي پرته ده چې له پينځو دقيقو څخه ډېر
مزل نه دی، نو دا به کوم شعور ومني چې پنجاب ريښتيا هم هغه وخت د امريکا په
عملياتو خبر شو چې کله بن لادن وژل شوی او مړی يې امريکايانو افغانستان ته راوړی
وو؟
له نېکه مرغه پنجاب خپله ترهګري له ټولې نړۍ څخه پټه نه شوای کړی . له
شپږو کلونو راهيسې بن لادن د پنجاب په زړه کې د نظامي اکادمۍ تر څنګه پروت دی، خو
دوی تل ادعا کوله چې ګواکي بن لادن په افغانستان کې دی . پنجاب بيا د خپلو ادعاوو
ثبوت د خپلو يو څو مزدورو طالبانو له خولې ټولې نړۍ ته اورولو . دغه طالبان پرته
له کوم عار او ننګ څخه د پنجابيانو قبضه خولې ته اچوله او په هر ځای کې چې له بهرني
او کورني خبريال سره مخامخېدل، ويل به يې چې بن لادن يې په کنړ، پکتيا، خوست او .
. . کې وليده او کابو يو ساعت يې ورسره روغبړ وکړ .
د وخت په تېرېدو سره به دا مالومه شي چې پنجاب ولې دومره وخت بن لادن
وساته او او س يې امريکا ته په لاس ورکړ .
خو يو شی چې ټولو مسلمانانو، هر ملک او هر وګړي ته مالوم شول دا دي چې
پنجاب نه د اسلام پروا لري نه د قرآن، نه مجاهېد پېژني او نه يې د يوه مسلمان
انسان په توګه قدر کوي، بلکې پنجاب ترهګر روزي، ترهګر ساتي، ترهګر نورو ملکونو، په
تېره افغانستان او هېند ته استوي او هلته پې بېګنا خلک وژني . او دا ټول د دې لپاره چې په شرابو او کبابو يې
خېټه غوړه او د وحشت او د مظلوم ولس د وژن نېشه او کبر يې له سره ونه وځي .
له بده مرغه چې له پنجابي دولت، فوځ او آی اس آی سره په دغه نېشه او وحشت
کې پاکستان مېشتي په نامه اسلامي ګوندونه هم شريک دي، په تېره د پښتنو شرم، د
انګليس او د پنجاب ابدي غلام، مولانا (؟) فضل الرحمن چې اصلاََ فضل نه، بلکې غضب
دی . که دی ريښتيا هم يو اسلامي او مذهبي
مشر وای، نو له امريکا سره به يې د پنجاب همکاري غندلې وای، يو ځل خو به يې د بن
لادن وژن غندلی وای . خو دغه غضب په خوله کې خاورې او په غاړه کې د پنجاب پړی
اچولی دی . که بن لادن په افغانستان کې وژل شوی وای، ده به د افغان دولت او افغان
مظلوم ولس پر ضد څومره فتواوې ورکړې وای .
طالبان بايد له دې پېښې څخه عبرت واخلي . دوی بايد پوه شي چې پنجاب له دوی
سره پرته له خپلې ګټې مرسته نه کوي، او کله چې د پنجاب ګټه نه وي، نو هر طالب به د
چرګوړي په څېر، په ډېر سپکاوي او حقارت او په ډېره بې رحمۍ سره امريکا ته د وژن
لپاره په لاس ورکوي .