د ليبيا د ولسمشرقذافي گډې وډې!!!

نوراحمد عايل
             د ليبيا برحال ولسمشر معمرقذافي چې شاوخوا څلوېښت کاله کېږي د واک پر گدۍ ناست دى په نړۍ کې يو له خبرجوړونکو ولسمشرانو څخه دى. د ډېرو عجيبه او گډو وډو خبرو کولو له امله خورا مشهور دى.
دلته به يې يو څوحيرانونکې  خبرې او عادتونه را واخلو چې دا د نړۍ له نورو ولسمشرانو څخه متفاوت ولسمشر کله،کله څه نادودې وايي او خلک څنگه حيرانوي او خندوي.
 
نوموړى چې کله،کله مرمۍ ضد عينکې هم په سترگو کوي، شخصي ساتونکې يې ټولې نجونې دي ، دا نجونې څه عادي نجونې نه دي بلکې له نورو هېوادو راوستل شوې، خورا ښکلې اوخوش اندامه نجونې دي ،چې  د دندې په پيل کې قسم پرې يادوي چې تر مرگ پورې به زما چوپړ او ساتنه کوئ.

٭    نوموړي په ليبيا کې د برېښنا د مصرف د کموالي په اړه په يوه غونډه کې ويلي و، که چېرې برېښنا نه واى ملت به اړ و، چې په تياره کې تلويزوني خپرونې وگوري.
٭     په دې ورځو کې چې په ليبيا کې حکومت ضد پلان شوي لاريونونه ډېر شوي ويلي يې  دي:  هرڅوک چې په لاريونونو کې ووژل شي سخت به پېښمانه شي. همدارنگه يې د خلکو يوې غونډې ته تېره ورځ وويل:زه ولسمشر نه يم چې له دندې ګوښه شم ، زه د انقلاب رهبر يم، که ولسمشر واى استعفاليک به مې د تاسې په دې مخ درويشتلى و ، خداى او په ميليونونه وگړي مې مرستندويان دي.
٭    يو ځل يې ويلي و، د نر او ښځې تر منځ توپېر په دې کې دى چې ښځه مونث ده او سړى مذکر دى.
٭   په ٢٠١٠ زېږدي کال يې د ملگروملتونو په عمومي غونډه کې له ټاکلي وخت( ١٠ دقيقو)  څخه وخت ورواړاوه او شاوخوا يو ساعت او پنځه څلوېښت دقيقې وغږېد ،بالاخره دده د خبرو د ژباړونکي (چې له عربي څخه يې د نوموړي خبرې انگليسي ته ژباړلې) ستونى وچ شو ،ساه يې بنده شوه او په ځمکه راو غورځېد.قذافي همدارنگه په همدې غونډه کې د خبرو پرمهال د ملگرو ملتونو منشور څېرې کړ او د ددې غونډې د رييسه ډلې د کيناستو پر لورې يې وروغورځاوه.
 ٭   د بارک اوباما د نوماند کېدلو په وخت کې يې ويلي وو: زه له دې تور سړي(اوباما) څخه ډاريږم،ځکه چې د ډېرې بدبينۍ او حقارت له امله تور شوى دى او کېداى شي دا ددې لامل شى چې د  سپين روبو په پرتله له نړيوالو سره لا بد چلند وکړي.
 
٭   همدا ډول يې د متحده ايالاتو د پخوانۍ باندنيو چارو وزيرې کانډوليزا رايس په اړه ويلي وو((دا توره په ما ډېره گرانه ده  او زه يې ملاتړى يم، خو هغه وخت چې په څوکۍ کې ناسته وي او په عربو واکدارنو امر کوي لا مې خوښېږي.
٭   په دې ډول يې په ٢٠٠٩ م زېږدي کال کې د ملگروملتونو د کلنۍ عمومي غونډې په څنډه کې د سلوانيا لومړي وزير پاروټ پاهور  ته په ډالۍ کې دوه اوښان ورکړل ،خو هغه يې په فکر کې وو ،چې دا دوه اوښان به چېرته ساتي.
٭   په ٢٠٠٩  زېږدي کال کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د يو عرب هېواد مشر په خبرو کې وروغورځېد او هم يې د خپل سگريټ دود دده په څنگ کې د ناست عرب هېواد مشر مخ ته ور پو کړ، چې په ترڅ  کې يې ،دجلسې رييس د( قطر امير)  ورته وويل،چې له موضوع د باندې خبرې بايد ونه شي، او نزاکتونه بايد مراعت شي، خو دده له توند غبرگون سره مخ شو او ورته ويې ويل: زه ارشدترين رييس، د عربي هېوادونو رهبر، د افريقا د پاچاهانو پاچا، او امام المسلمين يم بايد داسې دې نه واى ويلي.
 
٭  قذافي ايټاليا ته په خپل سفر کې  په دې هېواد کې وويل: غواړم دلته په ايټاليا کې د باب اسلام په سيمه کې د اسلامي تبليغ په اړه يوه وينا وکړم ،خو شرط دادى ،چې زما وينا ته  بايديوازې  ښکلې نجونې راشي، چې ونه يې حد اقل  ١٧٠ سانتي متره وي ، او همداسې وشو ، قذافي له وينا وروسته ايټالوي لوړقدو ښکلو نجونو څخه هر يوې ته   يو،يو قرانکريم اودوه،دوه سوه  يورو ورکړې.
 
٭   نوموړي په دې ټينگار کوي،چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما عرب دى او اصلي نوم يې (ابو عمامه) دى
 
٭  همدارنگه يې دفلسطين او اسرايلو د کرکېچ د حل په خاطر ويلي و، چې د اسرايلو او فلسطينيانو په گډون دې يو گډ هېواد جوړ شي او نوم دې پرې اسراطين کېږدي ،چې د اسرايلو د کليمې له سر او د فلسطين د ويي له پاى څخه تشکيل شوى.
 
٭  قذافي په دې ډول د کردانو، کورياگانو، شمالي ايرلنډ، د چين د تبت او نورو سيمود جنجالونو د حل لپاره ځينې لارې چارې مطرح کړې وې.
 
٭  نوموړى ديموکراسي داسې تعريفوي: ((ديمونه الکراسي)) يانې دايمه څوکۍ (کرسۍ)  
٭  قذافي په ١٩٧٥ زېږدي کال کې ( شين کتاب) په نامه يو کتاب هم وليکه چې خپل ټول افکار او نظريات يې پکې راوړي وو، دا کتاب په ليبيا کې د هر فعاليت او اقدام بنسټ شو، او د افغانستان ستر ليکوال او د پښتو ژبې او ادب ستوري  اروښاد عبدالروف بېنوا(هغه وخت چې په لېبيا کې د افغانستان لوى سفير و) ، پښتو ژبې ته را ژباړلى و، خو اوس يې درک نشته.
٭  قذافي په يوه وينا کې اوسنيو لاريون کوونکو ته وويل : هرڅومره لاريونونه ، مظاهرې چې کوئ، ويې کړئ، خو سړکونو او ميدانونو ته مه راوځئ، په ليبيا کې به تر هغو يم ،چې يا مړ شم، يا مې عزرايل  له ځان سره په مخه کړي.  هغه څوک چې مظاهرو کې ووژل شي ډېر به پېښمانه شي.
٭  قذافي  وروسته له هغه چې په تونس او نورو عربي هېوادونو کې ځان سوزونې ډېرې شوې امر وکړ هغه څوک چې په ليبيا کې په  ځان سوزونه لاس پورې کړي په ٥ کاله بند به محکوم شي.
٭   نوموړي د مېرمنو په اړه هم عجيبه خبرې کړې دي: يو ځاى وايي ښځې په ټاکنو کې د کانديدېدو حق لري که هغه مونثې وي که مذکرې! او بل ځاى وايي د ښځې او سړي دا توپير دى چې ښځه مونثه وي او سړى مذکر!
٭  همدارنگه يې په يوه عمومي غونډه کې په وينا کې ويلي و، زه ديکتاتور نه يم چې د فيس بوک ويب پاڼه فيلتر کړم، بلکې هغه کسان به ونيسم چې دې ويب پاڼې ته داخلېږي.
٭  هرچېرته چې ځي هلته په کوم هوټل يا حکومتي ځاى کې شپې نه تېروي ،بلکې هر چېرې خپله خېمه ورسره وړي ، او چې کله له رسمي ليدو کتو وزگار شي نو خېمه يې  وار له مخې خپلو کسانو ورته  لکه کړې وي او دى پکې اوسي. خېمې ته د ننوتو دروازه يې ددې لپاره ډېره ټيټه جوړه کړې ،چې د نړۍ ولسمشران او مشران چې ورته راځي يو څه په تعظيم سر ورته  ټيټ کړي.
پاى