
د نړۍ هېنداره د هغو پنځه
كتابونو نوم دى، چې د 2000 _ 2005 كلونو ترمنځ د ښاغلي احسان الله آرينزي له خوا
ليكل شوي دي. (آسيا)، (افريقا)، (اسټراليا)، (اروپا) او (امريكا) د دې
كتابونوجلا_جلا نومونه دي، چې په پېښوركې ((د ساپي پښتوڅېړنواو پراختيا مركز)) له
خوا د الازهرخپرندويه ټولنې په مرسته خپاره شوي دي.
لومړى به په ترتيب هركتاب
درو پېژنو:
۱ _ آسيا:
د نړۍ هېندارې لومړى ټوك
823 مخونه لري او د يوې جغرافياوي سيمې په توگه د آسيا پرلويه وچه سربېره 49 آسيايي
هېوادونو(آذربايجان، اردن، ارمنستان، ازبكستان، اسرائيل، افغانستان، امارات(عربي
متحده)، اندونيزيا، ايران، بحرين، برما، بروني، بنگله دېش، بوتان، پاكستان، تاجكستان،
تايلند، تركمنستان، تايوان، چين، جاپان، سريلانكا، سنگاپور، سوريه، عراق،
عربستان(سعودي)، عمان، فلېپين، فلسطين، قبرس، قرغزستان، قزاقستان، قطر،
كوريا(شمالى)، كوريا(جنوبي)، كمبوديا، كويټ، گرجستان، لاوس، لبنان، ماليزيا،
مالديپ، منگوليا، مغولستان، نيپال، ويتنام، هندوستان او يمن) په كې په هر اړخيزه
توگه راپېژندل شوي دي.
د آسيا په كتاب كې لومړى د
ليكوال او خپرندويه ټولنې سريزې راغلي او بيا د هرهېواد د طبيعي، بشري _ سياسي،
اقتصادي او تاريخي جغرافيې ترسرليكونولاندې ليكل شوي:
الف _ طبيعي جغرافيه: د نامه لنډيز يا Date Code، نړيوال نوم، رسمي نوم، پخوانى نوم، سيمه ييز نوم، جغرافياوي
موقعيت، پراخوالى يا مساحت په km² او m²، د هېواد
څلور خواوې او له گاونډ هېوادونو سره د پولو اوږدوالى په km،
لوى غرونه، جگې څوكې، پراخه سيندونه، اقليم او په پاى كې د هرهېواد نورې جفرافياوي
ځانگړتياوې څرگندې شوې دي.
ب _ سياسي جغرافيه : پايتخت (پلازمېنه) او
نفوس، د هېواد ټول نفوس، د نفوسو گڼوالى په km2 كې، ښاري او كليوال نفوس، د نفوسو سني
وېش، د جنسيت تناسب Sex ratio، په زرو زېږېدلو
ماشومانو كې د مړينې كلنۍ شمېره، د نفوسو كلنى زياتوالى، د عمر منځنى اوږدوالى، د
هرې ښځې د زېږون منځنى كلنى قابليت، د هېواد اداري جوړښت، لوى ښارونه او نفوس،
حكومت، اساسي قانون، ولسمشر(جمهوررييس)، لومړى وزير، ملى شورى او قضاييه ځواك په
تفكيك؛ سياسي گوندونه او د هغوى مشران، د سياسي فشار ډلې او د هغوى مشران؛ نژاد، دين او مذهب، ژبه، ليكدود، د خپلواكۍ ورځ،
په UN او نورو نړيوالو موسساتو كې غړيتوب او ملي بيرغ په اړه معلومات
وړاندې شوي.
ج _ اقتصادي جغرافيه: د هېوادونو د اقتصادي جغرافيې
په بحث كې لومړى د هرهېواد په عمومي اقتصادي وضع ټوليزه كتنه شوې او بيا لاندې واړه
سرليكونه راغلي:
غيرخالص كورنى توليد GDP، د غيرخالص كورني توليد كلنۍ وده، د غيرخالص كورني توليد سكتوري
جوړښت د سړي سركلنى عايد Per Capita، انفلاسيون، د
كار قوت د شمېر او سكتورونو په تفكيك؛ وزگارتيا، بودجه د عوايدو او لگښتونو په
تفكيك، صنعتي توليدات، د صنعتي توليداتو كلنۍ وده، د برېښنا توليد او منابع يې،
كرنه، څاروي، ځنگلونه، سيلانيان، غټ
كانونه، صادرات او واردات د بيعې، اقلامو او سوداگريزه شريكانو په تفكيك؛ بهرني پورونه،
بهرنۍ مرستې، ترانسپورت د اورگاډو، لويو لارو، نقليه وسايطو، نلليكو، سوداگريزه
الوتكو او بېړيو په تفكيك؛ د راډيويي او ټلويزيوني خپرونو دمركزونوشمېر او دهر هېواد
د ټولنيزې ودې په اړه لنډ معلومات د ټينگار وړ گڼل شوي دي.
له دې وروسته د هرهېواد د
سيمه ييزو يا نړيوالو احتمالي لانجو ذكر راغلى او پر پوځي تشكيلاتو يې رڼا اچول شوې
ده.
د _ تاريخ: د هېوادونو د تاريخ په
برخه كې پر لرغوني تاريخ ډېرې لږ خبرى شوي او هڅه شوې، چې په معاصرو پېښو ډېربحث
وشي.
د نړۍ هېنداره لومړى ټوك
يا (آسيا) د لومړي ځل لپاره په 2000 (1379 ل.هـ) كال كې چاپ شوى دى. د كتاب ليكوال
ليكي، چې:
د دې كتاب د تاليف لپاره يې
له 92 اخځونو كار اخستي، چې ټول د كتاب په پاى كې معرفي شوي دي. دا كتاب يو قاموس(سيند)
يا نوملړ هم لري، چې 80 مخه دى او له لوستونكيو سره د ځينو جغرافياوي نومونو يا
اصطلاحگانو د معنا په پوهيدنه كې مرسته كوي. لكه: ټاپو، ټاپو وزمه، طول البلد،
نقشه، استوا، حاره، سمندرگى او داسې نور.
دا كتاب په كال 2003 كې د
الازهر خپرندويه ټولنې پرته له كوم متني توپيره بيا چاپ كړ. دا ځل په كتاب كې يو
بل قاموس هم زيات شو؛ ځكه په كتاب كې راغلي، چې دا هېواد (د مثال په توگه بروني) پر
UN سربېره په IAEA، NAM، WTO او داسې نورو نړيوالو
ټولنو كې غړيتوب لري؛ خو كېداى شي، چې ډېردرانه لوستونكي دا ټولنې و نه پېژني، له
همدې لامله ليكوال په دې قاموس كې كابو 60 نړيوالې ټولنې په لنډه توگه معرفى كړي، چې له لوستونكيو سره د موضوع سره د ښه درك په
برخه كې مرسته وكړي.
2 _ افريقا:
د نړۍ هېندارې دوه يم ټوك
افريقا نوميږي، چې پر2001 (1381ل.هـ) كال په پېښور كې چاپ شوى دى. دغه كتاب د
افغانستان د علومواكاډمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز د وخت علمي منشي ښاغلي
نصرالله منگل په سريزه پيل شوى، ورپسې د كتاب د ښاغلي مولف سريزه راغلې، چې په هغې
كې يې د دغه دايره المعارفگوټي د ليكلو د تاريخچې او خپلو راتلونكيو پلانونو په اړه
خبرې كړي دي.
د مولف له دې سريزې وروسته
د افريقا د لويې وچې پېژندگلوي راغلې او بيا د افريقا ټول هېوادونه په وار سره، كټ-
مټ د كتاب د لومړي ټوك د متودولوژۍ له مخې په لاندې توگه معرفي شوي دي:
اريتريا، استوايي گيني،
الجزاير، انگولا، ايتوپيا، بوتسوانا، بوركينافاسو، بوروندي، بينين، تانزانيا، توگو،
تونس، جنوبي افريقا، جيپوتي، چاد، د عاج ساحل، سوازيلند، سودان، سوماليا،
سيراليون، سيشلز، صحرا (د-ج)، كامرون، كانگو(كينشاسا يا پخواني زاير)، كانگو(برازاويل
يا د كانگو ډېموكراټيك جمهوريت)، كومورو، كيپ وردي، كينيا، گابون، گنا، گمبيا، گيني،
گيني بيساو، لايبيريا، ليبيا، ليسوتو، مركزي افريقا، مالي، مدغاسكر، مراكش، ملاوي،
مصر، موريتانيا، موريشيز، موزمبيق، ناميبيا، نايجير، نايجيريا او يوگندا.
د كتاب مولف ښاغلي آُرينزي
د افريقا كتاب د ليكلو لپاره له 65 دري، پښتو او انگليسي اخځونو څخه كار اخيستى
دى. د دغه كتاب په پاى كې هم هغه دوه نومليكونه راغلي، چې د آسيا د ټوك دوه يم چاپ
په پاى كې راغلي دي. له هغه ځايه، چې د دې كتاب لپاره غوښتنه ډېره وه، نو ((د ساپي
پښتو څېړنو او پراختيا مركز)) د ((الازهر)) خپرندويه ټولنې په مرسته دغه كتاب
په 2005 (1384ل.هـ كال كې بيا چاپ كړى دى.
3 _ اسټراليا:
د نړۍ هېندارې درېيم ټوك د
اسټراليا(اوقيانوسيه) هېوادونه نوميږي. دغه كتاب پر 2003( 1382ل.هـ) كال په پېښور كې
((د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز)) له خوا خپور شوى دى.
د اسټراليا د كتاب په پيل
كې د مولف پرسريزه سربېره، د نړۍ د خپلواكه هېوادونو او د نړۍ د ناخپلواكه سيمو
جدولونه راغلي دي. په دغو جدولونو كې د هرخپلواكه هېواد يا ناخپلواكه سيمې
موقعيت(په نړۍ كې)، د پايتخت يا پلازمېنې نوم، د نامه لنډيز او په UN كې غړيتوب يا نه غړيتوب راغلى او بيا د كتاب متن پيل كېږي، چې د اسټراليا
يا اوقيانوسيه د لويې وچې يا قارې دغه هېوادونه په كې معرفي شوي دي. د اسټراليا هېواد
لويه وچه ، فيجي، كريباتي، مارشال، ميكرونيزيا، ناورو، نوى زيلند، پالوو، پاپوانيوگيني،
ساموا، سليمان، تونگا، تووالو او وانواتو.
د دغه كتاب د تاليف لپاره
له 51 معتبرو اخځونوكاراخستل شوى او كتاب ټول 396 مخونه لري. په دغه 396 مخونو كې
هغه دوه قاموس گوټي هم راغلي، چې د افريقا د ټوك په پاى كې راغلي وه.
4 _ اروپا:
د نړۍ هېندارې څلورم ټوك(اروپا)
نوميږي، چې پر2005 (1384ل.هـ) كال په پېښور كې (( ساپي پښتو څېړنو او پراختيا
مركز)) له خوا خپور شوى دى. د دغه كتاب ښايست او د چاپ ښه والى دا څرگندوي، چې د
كتابونو د خپرېدنگ په چاركې د ((ساپي)) او الازهر)) د همكارانو تجربه ډېره شوې او
په دې پوهېدلي، چې كتاب بايد د منځپانگې د ښكلا او بډاينې په څنگ كې ظاهري او چاپي ښايست هم ولري.
د اروپا ددې ستركتاب په
پيل كې لومړى د مولف سريزه راغلې، چې لس پاڼې لري. د اروپا په كتاب كې د ليكوال له سريزې وروسته د نړۍ د ټولو
خپلواكه هېوادونو او نا خپلواكه سيمو جدولونه راغلي دي. له دې وروسته لومړى د
اروپا لويه وچه او بيا د دې قارې 44 هېوادونه پېژندل شوي دي.
د اروپا دغه 44 هېوادونه دا دي:
البانيا، اندورا، استريا
(اتريش)، بېلاروس(سپينه روسيه)، بلجيم (بلژيك)، بوسنيا اوهرزگوينا، بلغاريا،
كروشيا، چك، ډنمارك، استونيا، فنلنډ، فرانسه، جرمني(المان)، يونان، هنگري(مجارستان)،
ايسلنډ، ايرلنډ، ايټاليا، لاټويا، ليختن اشتاين، لېټوانيا، لوكزامبورگ، مقدونيه،
مالټا، مالډووا، موناكو، نيډرلنډ(هالنډ)، ناروې، پولنډ، پرتگال، رومانيا، روسيه،
سان مارينو، صربيا او مونتينگرو(يوگوسلاويا)، سلواكيا، سلوانيا، اسپانيا، سويډن،
سويس (سويتزرلنډ)، تركيه، اوكراين، انگلستان او واتيكان.
د نړۍ هېندارې د داېره
المعارفگوټي دغه څلورم ټوك(اروپا) 882 پاڼې لري او د ليكلو لپاره يې له 42 معتبرو
اخځونو څخه كار اخستل شوى دى. په دې كتاب كې د هرهېواد د ټولنيز_اقتصادي پرمختگ
عنوان هم زيات شوى، چې دا معلومات په كې راغلي: د سواد سلنه، د ښوونځيو او
پوهنتونونو د زده كوونكيو او محصلينو او استادانو شمېر، روځپاڼې، جريدې، كتابونه،
روغتيايي حالت، ډكټران، ناروغي، د TV _
راډيو، ټيليفون او نورواسانتياوو شمېر، د ښځو وضع، سيلانيان او داسى نور.
5_ امريكا :
د نړۍ هېندارې پېنځم ټوك(امريكا)
نومېږي، چې د 2006 ع په سپتمبر (1385ل.هـ) كال كې چاپ شوى دى. دغه كتاب د
ظاهري ښكلا او نفاست له مخې د اروپا ټوك ته ورته دى او دا د كتاب د چاپ په برخه كې
له((د ساپي پښتو څېړنواو پراختيا مركز)) سره د ((الازهر)) خپرندويه ټولنې د
فني_تخنيكي مرستو ښه بېلگه بلل كېداى شي.
د امريكا د كتاب په پيل كې له فهرست وروسته د كتاب ډالۍ
راغلې ده. د كتاب مولف خپل دغه كتاب د افغانستان دوه سترو پوهانو او څېړونكيو
عبدالحى حبيبى او عبدالشكور رشاد سپېڅلو ارواوو ته ډالۍ كړى دى. هغه دوه نوميالي، چې
خپل ټول شريف عمرونه يې د پوهې، څېړنو او علمي فعاليتونو د خپراوي او پياوړتيا لپاره
وقف كړي.
له دې وروسته د نړۍ د
خپلواكه هېوادونو او نا خپلواكه سيمو جدولونه، بيا د امريكا د لويې وچې پېژندگلوي
او ورپسې د دې لويې وچې د ټولو هېوادونو په اړه معلومات راغلي دي.
د امريكا د لويې وچې دغه 35 هېوادونه د الفبې په ترتيب
دا دي:
انټيگوا او باربوډا، ارجنټاين،
بهما، بارباډوس، بوليويا، بيليز، برازيل، كاناډا، چيلي، كولمبيا، كوسټاريكا،
كيوبا، دومينيكا، دومينيكن، اكواډور، السلواډور، گروانډا، گواټيمالا، گويانا، هايټي،
هانډوراس، جميكا، مكسيكو، نيكاراگوا، پانامه، پاراگواى، پيرو، سنت كټس او ناويس،
سنټ لوسيا، سنټ وسنټ او گريناډينز، سورينام، ترينيډاډ او توباگو، د امريكا متحده
ايالات، يوروگواى او ونزويلا.
د نړۍ هېندارې د دايره المعارفگوټي دغه ټوك 738 مخونه
لري او په ليكلو كې يې له 54 اخځونو څخه كاراخستل شوى دى.
اوس راځو
د دغو پېنځو كتابونو پرگټورتوب لنډې خبرې كوو:
په افغان مطبوعاتو كې د نړۍ د هېوادونود پېژندگلوۍ(طبيعي،
سياسي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه) د كوچني يا ستراو تفصيلي كتاب ځاى، چې ښاغلى
آرينزى يې دايره المعارفگوټى بولي، په رښتيا تش و او دا هغه لومړنى كتاب دى، چې په
پښتو ژبه د نړۍ د ټولو هېوادونو د پېژندگلوۍ په اړه ليكل شوى دى. كتاب ټول له
ارقامو ډك دى او په داسې ساده ژبه ليكل شوى، چې پرپښتو سربېره نور افغان وروڼه قومونه
هم استفاده ورځنې كولى شي.
په كتاب كې د خلكو، ځايونو، گوندونواو نورو مهمو نومونو
تر څنگ د هغوانگليسي نومونه هم راغلي، چې له لوستونكيو سره د كتاب د لوستلو پر وخت
د سم تلفظ په برخه كې مرسته شوي وي.
سربېره پردې په كتاب كې د هېوادونو نقشې او ملي
بيرغونه هم راغلي دي. كه څه هم، چې د چاپ د لگښت د لږولو لپاره نقشې تورې او سپينې
چاپ شوي؛ خو ملي بيرغونه په خپلواصلي رنگونوچاپ شوي دي.
د نړۍ هېندارې د دغو پېنځه ټوكونو معلومات زمونږ د ښوونځيو
د جغرافيې د ښوونكيو، زده كوونكيو، د پوهنتونونود محصلينو، ژورناليستانو او د
عمومي معلوماتو د ليوالو لپاره په زړه پورې دي. كه څوك د يوه هېواد د طبيعي جغرافيې
په اړه معلومات غواړي، كه څوك د كوم هېواد د نفوسو او يا د نفوسو د جوړښت په اړه څه
پوهېدل غواړي؛ كه څوك د كوم هېواد د حكومت يا سياسي گوندونو يا پارلمان په اړه څه
معلوماتو ته اړتيا ولري، همدا راز كه څوك د كوم هېواد د اقتصاد يا تاريخ په اړه څه
غواړي، نو ټول په دې كتابونو كې پيدا كولى شي. د كتاب ډېرى شمېرنې نوې دي او له
همدغو وروستيو كلونو سره تړاو لري.
د كتاب اخځونه، چې د هرټوك
په پاى كې راغلي خورا د ډاډ وړ دي. دا اخځونه كتابونه، دايره المعارفونه، مجلې،
اخبارونه، د كمپيوټر سي ډي گانې CDs او
د انټرنت پاڼې دي.
دلته دا خبره د يادونې وړ
ده، چې د نړۍ هېندارې په خپرولو نه يوازې د كابل كالنۍ نشراتي عنعنه ژوندۍ وساتل شوه،
بلكې له هغې څخه په لوړ كيفيت او له معاصرو تخنيكي او علمي امكاناتو څخه په استفاده
د نړۍ د ټولو خپلواكه او نا خپلواكه هېوادونو، هېوادگيو او سيمو عمومي او
انسايكلوپيډيك معلومات په نوي او عالي علمي بڼه د هېواد د فرهنگ مينانو ته وړاندې
شول.
ناويلي دې نه وي پاتې، چې
د كتاب ښاغلي مولف د(آسيا)، (افريقا)، (اسټراليا)، (اروپا) او(امريكا) د ټوكونو په
هره سريزه كې له ښاغليو لوستونكيو او فرهنگيانو په كلكه هيله كړې، چې له ده سره د
دې دايره المعارفگوټي په بشپړولو كې مرسته وكړي او مشورې دې وركړي. ليكوالو او
مولفينو ته د مشورو وركول اود دوى پر كارونو علمي كره كتنې، له هغوى سره مرسته كوي،
چې د خپل كار نيمگړتياوې له منځه ويسي او داسې آثار خپاره كړي، چې ټول پرې وپوهېږي.
درې مياشتې مخكې په كابل كې
د غازي محمد جانخان علمي مشورتى شورى، پر دغه كتاب د كره كتنې لپاره يوه غونډه رابللې
وه. په دې غونډه كې د افغانستان د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب د جغرافيې څانگې مشر
پوهاند غلام جيلاني عارض او پېنځه استادانو، د ښوونې او روزنې د پوهنتون د جغرافيې
څانگې استازيو، د كابل پوهنتون او پوليتخنيك ځينو استادانو، پوهانو او علمي
شخصيتونو برخه اخستې وه.
د غونډې په پيل كې د قرآن
عظيم الشان له تلاوت وروسته، د(نړۍ هېنداره) مولف ښاغلي آرينزي مېلمنو ته ښه
راغلاست ووايه او ويې ويل، چې د دې كتاب
لومړى، دوه يم او درېيم ټوكونه اوس هيڅ نه
پيدا كېږي او ځينې دفترونه دې ته چمتو دي، چې هغه بيا چاپ كړي.
ده وويل، چې د كتابونو
پخواني معلومات او ارقام اوس زاړه شوي او نه ښايي، چې له بيا كتنې پرته چاپ شي.
ښاغلي مولف وويل، چې په
هغو كتابونو 10_ 6 كاله وتلي او زمونږ په اوسنۍ نړۍ كې بدلونونه دومره گړندي او
جدي دي، چې داسې كتابونه بايد هر كال له نويو معلوماتو او ارقامو سره چاپ شي.
ده وويل، چې د كتاب په
پخواني تاليف كې د كار ميتودولوژي د ده خپله وه او اوس د جغرافيې د علم له محترمو
استادانو غواړي، چې د كتاب د بيا ليكلو په چاركې ورسره مرسته وكړي او ميتودولوژي
په لاس وركړي. ده وويل، چې په لسگونو نوي اخځونه يې تيار كړي او چمتو دى، چې كتاب
په يونيم كال كې بيا وليكي؛ خو استادان بايد ورسره مرسته وكړي، چې څنگه يې وليكي؟
له دې وروسته
پوهاند غلام جيلاني عارض، د تعليمي نصاب سرمولف نجيب الله امين افغان، د ښوونى او روزنى د پوهنتون د جغرافيې
استاد عبدالقدير رويان، د راه فردا د جريدې مسوول مدير غلام دستګير هژبر، د ويسا
روځپاڼى مدير محمد ذبير شفيقى، د پولى تخنيك د پوهنتون استاد پوهاند حكيمي، د
مخابراتو وزارت و مخابراتي قوانينو د رياست غړى انجينير ياري، د ملګرو ملتونو
همكار انجينير محمد عارف سرورى، د بشرى حقونو د ادارې غړي استاد هدايت الله، استاد
عنايت الله، د پيام افغان د ټلويزيون هكار محترم اصف وردگ او محترم حبيب الله مايار خبرې وكړې او د كتاب
د محتوياتو، معلوماتو او ارقامو په برخه كې يې خپلې مشورې له نورو سره شريكې كړې.
ښاغلو ويناوالو د داسې
علمي او معلوماتى كتابونو د ليكلو او خپرولو په برخه كې د افغانستان د پوهانو او
علماوو د كار او زيار په ارځښت ټينګار وكړ او وې ويل چې په افغانستان كې د يوه نوي
فعال، زيارايستونكى، پوه او مدبر نسل د روزنې له پاره علمي اثارو ته ډېره اړتيا ده
او د ښاغلي ارينزى په شان مولفينو او ليكوالو زيار د ډېر وړ دى چې همدا يو كتاب يې
3850 مخونه لري.
د غونأې لومړى او مشر
ويناوال ښاغلى پوهاند غلام جيلانى عارض و چې د جغرافيې 40 كلنه تدريسى سابقه لري
او كابو دېرش كتابونه يې ليكلي دي. نوموړى د خپلو خبرو په پيل كې وويل (من افتخار
دارم كه يك تن از هموطنان عزيزم محترم احسان الله ارينزى كه از نويسنده ګان پر
توان وچيره دست كشور هستند، اقدام به تاليف جفرافياى طبيعي، سياسي، بشرى، اقتصادي
و تاريخى جهان كرده اند ... اين اقدام يك كار نهايت دشوار، پرمشقت و پر زحمت است
كه محترم ارينزى ممالك جهان را در تصنيف هر براعظم با توضيحات مستند و احصائيه سال
1384 تاليف و به جامعه تقديم كرده اند، كه البته وقت زيادى را مصرف كرده و معلومات
جامعى را درين مجموعه علمى ګنجانيده اند، اولين فرد افغان هستند كه در سطح ملى و
بين الملى افتخار انجام اين كار بزرگ را حاصل كرده اند).
دلته دا خبره د يادولو وړ
ده چې يو نيم كاله مخكې د پوهنې وزارت د تعليمې نصاب د جغرافيې د څانګې پو پلاوى
دوه مياشتې ايران ته سفر كړى و. د دې سفر هدف دا و چې دا استادان د جغرافيې د
مضمون د ليكلو نوى متودولوژي زده كړي او په دې برخه كې په افغانستان كې په شوو
كارونو رڼا واچوي. استاد عارض وويل چې دوى په سفر كې له افغانستان څخه همدا پنځه ټوكه
كتابونه (اسيا)، (افريقا)، (استراليا)، (اروپا)، او (امريكا) له ځان سره ايران ته
وړي وو او هلته يې د افغانستان د (كار) د يوې بېلګى په توګه ايرانى استادانو ته ښودلى
وو.
د غونډې برخه وال او
ويناوال په دې سلا وو چې:
1 _ د (نړۍ هېنداره) پنځه ټوكه
(اسيا، افريقا، استراليا، اروپا او امريكا) دې بيا چاپ ته چمتو شي. په دې ځل ليكلو
كې دې كتاب معلومات او ارقام نوي شي او هڅه دې وشي چې د كال 2010 معلومات پكې راوړل
شي.
2_ د هر هېواد نقشه دې په
ملي ژبه برابره شي چې لوستونكي ښه پرې پوه شي او كه ممكنه وي رنګه دې چاپ شي.
3_ په كتابونو كې دې د
فزيكي جفرافيې برخه زياته شي.
4_ هڅه دې وشي چې د كتاب
ژبه ډېره ساده او علمي وي.
5_ د هر هېواد له پاره د
كلتوري _ ټولنيز پرمختګ برخه زياته شي. او دا پرمختګ د ارقامو په ژبه بيان شي.
6_ د كتابونو د پاى دوه
قاموسونه يا نومليكونه دې لإ نور هم بډايه شي چې له لوستونكو سره د مطالعې په وخت كې
پوره مرسته وكړى شي.
7_ كتابونه دې دا ځل په
سپين كاغذ چاپ شي. كه ممكنه وي د هر هېواد يو يا دوه عكسونه دې هم ورسره زيات شي.
د كتاب پشتى دې ښكلى او
كلكه وې چې كتاب أېره موده وساتلى شي.
8_ كتابونه دې CD ګانې ولري چې ځوان لوستونكي او مينه وال په خپلو كمپيوټرونو كې استفاده ځنى
وكړى شي.
9_ كتابونو ته انترنتى
سياست جوړ شي چې استفاده يې عامه شي او ډېر خلك يې ولوستل شي.
10_ د نړۍ هېنداره پنځه
كتابونه دې په دري ژبه هم وژباړل شي چې د استفادې ډګر يې نور هم پراخه شي او دري
ژبي وروڼه له كتاب څخه سمه ګټه واخستى شي.
11_ ښاغلى نجيب الله امين
افغان په يوه ليكلى پاڼه كې وړانديز كړى چې د الفبايي ترتيب په ځاى دې د هرې لويې
وچې او پرمختللي هېوادونه دې مخكې او كوچني او وروسته پاتې هېوادونه دې وروسته
معرفي شي.
12_ د هرې لويې وچې يوه
طبيعي _ سياسي نقشه دې په كتاب كې زياته شي چې لوستونكى د مطلوب هېواد موقعيت او
جغرافيايي څرنګوالى پكې وموندل شي.
ښاغلى پوهاند عارض په دې
نظر و چې تر كيه د تاريخ، كلتور او جغرافيايي موقعيت له مخى يو اسيايي هېواد دى او
په كار ده چې د (نړۍ هېنداره) په لومړي ټوك (اسيا) كې ځاى په ځاى شي؛ خو دا چې له
اروپايي اتحاديي سره د يو ځاى كېدو سياسي او اقتصادي مينه لري، دا بېله خبره ده.
ده همدا راز په دې اند دى چې (اذربايجان)، (اوستيا) او (ګرجستان) په جغرافيايي وېش
كې په (اروپا) كې پراته دي او د (اروپا) ټوك ته ويوړل شي.
پوهاند صيب همدا راز وويل چې
د هر كتاب په پيل كې دې د ټولې نړۍ د هېوادونو الفبايي لست راشي چې لوستونكى د نړۍ
د هېوادنو په شمېرلو موقعيت پوه شي او د اړتيا په وخت كې مطلوب ټوك ته مراجعه وكړي.
د غونډې په پاى كې ښاغلي ارينزى
ژمنه وكړه چې د كتاب د بيا ليكلو ستر كار به د جغرافيې د استادانو او مسلكي پوهانو
په مرسته لارښوونه او مشوره ډېر ژر پيل كړي
او هيله من ښكارده چې په 2011 كال كې به د دې كتاب دوه ټوكه ( اسيا) او (استراليا)
له ډېرو نويو معلوماتو سره لوستونكو او مينه والو ته وړاندې كړي. ده همدا راز وول چې
غواړي د دې كتابونو لمن پراخه كړي او د همدې پنځو كتابونو له متن څخه نوي كتابونه
برابر كړي. لكه د اسيا له كتاب څخه (افغانستان) يو بېل كتاب كېداى شي. همدا راز
(اسلامي هېوادونه) او (د پخواني شوروي اتحاد خپلواكه جمهوريتونه هم هغه عناوين كېداى
شي چې په 2011 او 2012 كلونو كې به خپاره شي.
د دې ليكنې په پاى كى ښه ښكاري
چې د دې علمي غونډې په جوړولو كې د غازي محمد جان خان د مشورتى ټولنې د فعالو غړو
الحاج محمد عارف وردګ او انجينير حسيب
الله كلميزى هڅې د أېرې ستايلو وړ دي.
ښاغلي ارينزى د (نړۍ هېنداره)
د ستر كتاب ليكوال او د ګران افغانستان ټولو پوهانو، استادانو او علماوو ته د ډېرو
برياليتوبونو په هيله، د دې كيكنې لمن نغاړو او انتظار وباسو چې د دې كتاب نوي او
مجديد نظر شوي ټوكونه بازار ته وړاندې شي هغه وخت به وګورو چې ښاغلى مولف د كره كتنې
د دې علمي غونأې څومره مشورې او سپارښتنې عملي كړي دي.