دزړه کعبه



نن مې ستاپه ســترګوکې اشنايوڅه ليدلـــــــي دي
خدايګــــــو ليوني زړه مـې ډېرڅه پکې ليدلـــــې دي
کسي مې لانده دي ستا له کـسويې نم واخســـــته
ستا دسترګو نم دى له مستــــۍ خوماژړلـــــــي دي
ګوره جلادان باڼه دې زړه راته په تېـغ وهـــــــــــــــي
ماته په ليدوکې خوستا اوښـــــکې م څڅېدلـــي دي
هوډيې وه نن کړى چې کعــــــبه مې دزړه ورانه کړي
کاڼي پري اسمان نه ابابيلــــــــــو ورولــــــــــــي دي
تورې نرۍ وريځــــــې يې راتاوې دهلال پشـــــــــــان
خال دې پرجبين ستوري اسمان کــــــې ځلېدلـي دي
ښکلى دې رخسار دى ګلــــــې چنګه ملا نرۍ لـــرې
مړدې کړم محبوبې چې داهرڅه مې ليدلــــــي دي
فخرزه روشن کووم داستاپرپښتنــــه ميـــــــــــــــنه
بيادې پلولاندې ورته څوځـــــــــــــــــــله خندلي دي
رفيع الله روشن