سپين پوستي به په امريکا کې  تر 2050 کال پورې په اقليت واوړي

د( پيو ) تازه څېړنې وايي ، چې امريکا ته د روانو مهاجرتونو له امله به په راتلونکو 42 کلو کې د سپين  پوستو شمېر 47 ٪ ته راټيټ شي . همدااوس سپين پوستي د امريکې دوه پر درېيمه برخه جوړوي .
څېړنه همداراز وايي ، که امريکې ته مهاجرت په همدې توګه دوام وکړي د امريکې نفوس به په 2050 کې 438 مېليونو ته ورسيږي .