غزل

چې له غره شي راښکته نو سړى شي
بيا دميني په دام ګيرشي ليونى شي

هريوتن ورته جانان،جانان ښکاريږي
ځـــــــــکه هرچانه لوګى اوسپيلنى شي

دنفـــــرت په جام اوبه چې کله ورکړي
بې بـــــــــاوره شي بيا لږ څۀ غلنى شي

ښـــــه غمونه دښار خلک ورته ورکړي
په ځان پوه نشي روان شي صحرانى شي
 
خپلې اوښکې کړي له ځان سره ملګري
کله سـيندکلــه اســـــمـــــــان ته ژړنى شي

چې له ميني نه توبه کړي نوريې نه کړي
هغه بل څوک کيداى نشي  خوږياڼى شي
 
ديارلس سوه نوي، سې شنبه دثور دمياشتي شپږمه نيټه
 ننګرهار ملي تلويزيون