تيره ورځ د جرمني د جنايي پوليسو
لخوا درې تنه القاعده سره د تړاو په تور نيول شوي وو. نن ورځ د دغه هېواد چارواکو دا په ډاګه کړې، چې دغه
کسانو غوښتل بمونه جوړ کړي او ترهګريزي
بريدونه تر سره کړي.
له دغو کسانو دوه تنه د دوسلدورف
په ښار کې نيول شوي او يو تن د مراکش تبعه د بوخوم په ښار کې نيول شوی. جرمني رسنۍ
وايي، چې د مراکش تبعه پاکستان ته په دې موخه سفر کړی وو، چې د بمونو د جوړولو
مهارت تر ﻻسه کړي.
د جرمني جنايي او څارګرې ادارې
وايي، چې د دغو درې تنو ځوانانو تيلفوني
خبرې او انټرنيټي اړيکې د دوی له خوا کنټروليدلې او دوی پوره ﻻسوندونه لري. دوی زياتوي، چې د دوی هستې اووه تنه غړي لري، چې
پاتې يې دوی ته ﻻ څرګند نه دي.