په راتلونکو دريو ورځو کې به
د سولې عالي شورا ولايتي دفتر پرانېستل شي
دا څرګندونې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي د
روان لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۰ مه نېټه د دې ولایت دمقام په دفتر کې د سولې
عالي شورا د ولایتي دفتر له هغو غړو سره په ډاګه کړې ، چې له مرکز کابل څخه یې
رسمي منظوري راغلي ده .
نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې وویل ، په راتلونکو
دریو ورځو کې به د سولې عالي شورا د تګلارې سره سم په دې ولایت کې ولایتي دفتر پرانېستل شي ،چې غړي به یې د عامه پوهاوي ، منشيتوب ،انکشافي ، مالي او
اداري برخو کې به رسمي تخنیکي کار پيل کړي او د ولایت مقام سره به اوږه په اوږه د
سولې په پروسه کې هلې ځلې ګړنډئ کړي .
دغه راز د جلسو د ترسره کولو په کولو په موخه د
اجنډا جوړول ، د پروګرامونو پایله ،پرېکړې او پرمختګونو چارې به دسکرتریت مسوولین
او غړي پر مخ بیایي .
یاده دې وي ، چې د تېر یو کال راهیسې په دې ولایت
کې د سولې د ټينګښت په برخه کې زیات کارونه شوي دي ، چې د سولې عالي شورا د
پروګرامونو په وړاندې یې تر ډېره بریده خنډونه لېرې کړي دي .
لکه په دې ولایت کې د لسګونو کالونو راهیسې په
میراث پاتې هغه بدمرغه شخړې وې ، چې وروڼه قومونه یې په خپلو کې د سولې او
ورورګلوئ محروم کړي وو، چې له نېکه مرغه د ولایتي ادارې په هلو ځلو د سولیزې لارې
هوارې شوې .
دغه راز د عامه پوهاوي په برخه کې تېرکال د سولې
چنار کلنۍ مشاعره ، ادبي بنډارونه ،د قرآني ایتونو اواحدیثو په واسطه لیکل شوي په
سلګونو اوسپنیزو لوحو نصبول ،د ګربزو ، ځاځي میدان او د اسماعیل خېلو او مندوزیو
ولسوالیو د سولې په نوم نومول ، د سلګونو میله غیرقانوني سلاح راټولول ، له
ولسوالیو څخه لیدنه کتنه ، د قومونو او دیني علمااکرامو سره ځانګړي لویې ناستې ترسره شوي دي ، چې دعامه پوهاوي په برخه کې ترې
سالمه استفاده شوي ده.
همداشان په دې وروستیو کې د سولې عالي شورا رهبرئ
هم دې ولایت ته تشریف راوړ، چې له خوست څخه یې زیات امیدونه یوړل او دادی ، ډېر ژر
یې همدې هیلو ته په پام سره د ولایتي دفتر او غړو رسمي منظوري راولېږله .
خوست والي عبدالجبارنعیمي د سولې په سپېڅلي لاره
کې د ټولو افغانانو دنده او مسوولیت وباله ، چې د زړه له کومې هلې ځلې وکړي ، ترڅو
په هېواد کې ډاډمن امنیت او سوله ټينګښت ومومي او افغانان وکولای شي ، چې خپل
ورځنی ژوند او چارې یې په خوندي بڼه پرمخ یوسي .
ده وویل په دې لاره کې له ټولو دیني علمااکرامو،
مخورو قومي مشرانو، ځوانانو، مدني ټولنواو د رسنیو له مسوولینومو غوښتنه داده ، چې
د سولې ملي پروسې په برخه کې دخپل وطن پر
وړاندې خپل ملي او اسلامي مسوولیتونه په ښه شان سرته ورسوي .ترڅو نور په دې وطن کې
د جنګ او جګړو ځای سوله او امن ونیسي .
د یادونې وړده ، چې د تېرو څو میاشتو راهیسې په
دې ولایت کې دسولې په اړه هلو ځلو زور اخېستی او د ولایت چارواکي په ټولو ولسوالیو
رسمي وګرځېدل او هلته یې له بېلابېلو قشرونو سره په همدې تړاو ناستې وکړې .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :شنبه
نېټه :۱۳۹۰/۲/۱۰