د لوی الله په سپيڅلي نامه
ستا په حسن او رخسار کی څه کمال دی
چې عـــــالم يې اخته کړی په جنجال دی
ساقی هم په میخانه کی ستا صفت کړی
د زاهد هم په مسجد کی قیل او قال دی
تا که هير کړم ځان کافر رامعلوميږي
ستا لـــــــــه حسنه تغافل ګناه وبال دی
د جنت او ددوزخ تر منځ ځنګیږی
ستا د زلفو څه عجبه رنګین ټال دی
چې کورګی می د زړه ستا د زلفو ول شی
مـــــا کتلی د حافظ په کتاب فال دی
په کعبه په بت خانه په کلیسا کی
هم په دیر هم په حرم کی ذولجلال دی
په شرابوکی په خـــــــــــم په میکده کی
ته که نه وایی نو ما څه کول سوال دی
مخ د یار می هم ایات اوهم حدیث دی
دا می ذکر دا می فکر دا می خیال دی
نورمی مه پوښته د هجر له زندانه
هره ګړی هره شیبه راته یو کال دی.
وروستي