یوه ریښتنی کېسه
لیکوال: ډاکټر محمد
اکبر پیمان
د پاکستان د کراچۍ
په ښار کې په جون او جولای کې ډېره سخته ګرمي وي. زه په همدې ګرمۍ کې په کراچی کې
وم او غوښتل مې چې التراساونډ یا زموږ په عامیانه ژبه تلويزیونی معاینات زده کړم. ددې
ترڅنګ یوبل څوک، چې ما غوښتل ورسره وګورم هغه پاکستانی ډاکټرانعام دانش وو. ډاکټر
انعام دانش یو مشهور پاکستانی ډاکټر دی چې د طب په برخه کې یې ښه ډېر کتابونه لیکې
دي او د دې تر څنګ ډېر ښه روزونکې هم دی. له ډېره وخته می دا هیله وه چې له ده سره
وګورم او اوس چې په کراچی کې وم، نو دده لیدل راته اسانه وو. زما د اوسیدو ځای په
صدر کې په المصطفی هوټل کې وو. ددې هوټل مالک ډېر ښه سړی، همدی هوټل جومات هم
درلود، پنځه وخته لمونځ یې په همدی جومات کې ادا کاوه زموږ د التراساونډ د زده کړی
ځای په کلیپټن ښار کې وو موږ په دې ځاي کې هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه د ماپښین تر دوو بجو پوری زده کړه کوله، د ماپښین ۳ بجی وي چې خپل اطاق ته ورسیدم له ډوډۍ او لمانځه وروسته می
وپتیله چې نن به ښاغلی ډاکټر انعام دانش وينم له هوټله راووتلم ترڅو یو ټکسی پیدا
کړم څو چلوونکو ته می لاس ورکړ په پای کې له یوه سپین ږیری ټکسی چلونکې سره د ګلشن
اقبال په لوری، چیری چې ډاکټرصاحب اوسیده وخوځیدم لس دقیقی نه ما څه ويل او نه هم
ټکسی چلوونکي څه پوښتل او دواړه چوپ وو، دا چوپتیا ټکسی چلوونکې په دی پوښتنه چې
له ایا له اسلام اباد څخه راغلی یې؟ ماته کړه. ما ورته وويل چې نه افغان یم له
افغانستان څخه راغلی یم. ټکسی چلونکې په حیرانی سره وويل ډېره ښه ما فکر وکړ چې ته
پاکستانی یې ښه په هر حال دا راته ووایه چې په کراچی کې څه کوي ایا د سیل له پاره
راغلی یې او که کوم کارکوي؟ ماورته وويل چې د طب ډاکټر یم او دلته د تلويزونی
معایناتو د زده کولو له پاره راغلی یم.
سړی وويل ډېرښه دا
راته ووایه اوس چې امریکایان او نور بهرنی ځواکونه افغانستان ته راغلي دي حالات
څنکه دي ؟ ما ځواب ورکړ چې اوس هم حالات سم نه دي او د پخوا په شان جګړه روانه ده.
زموږ بی ګناه خلک وژل کېږي. سړی وپوښتل چې د دې وژنو او جګړی علت څه دی ما ورته
وويل زما په نظریې علت زموږ د خلکو بی سوادي او ځان غوښتنه ده. سړی موسکی غوندې شو
او دیوې شیبی له پاره چوپ و، له څه ځنډ وروسته می ورڅخه وپوښتل چې ستا په اند د
افغانستان د جګړی علت څه دی؟
سړی راته وويل
پاکستان! هغه څه می واوریدل چې ما یې هیڅ طمع نه درلوده ځکه یو پاکستانی وایې چې د
افغانستان د جګړی علت پاکستان دی. ما بیا هم ورڅخه وپوښتل پاکستان؟ سړی بیا هغه
پخوانی ځواب تکرار کړهو پاکستان. ددې سړی ټینګار نور هم حیران کړم ځکه می نو ورته
وويل زه څنګه پر تا سو باور وکړم ؟ تاسو د خپل ملک د ګټو په خلاف خبری کوئ. تاسو
ددې خاورې اوسیدونکې یاست او خپل ملک او وطن د ګټوضد یاست زه دا څنګه منلی شم چې
تاسو رښتیاوایاست؟؟ سړی ځواب راکړ چې هیڅکله می درواغ نه دي ويلی، وجدان می همیشه
راته د رښتیا ويلو امر کوي ځکه نو هغه څه وایم چې حقیقت لری.
له سړی می وپوښتل
ښه نو پاکستان ولی داسی کوي؟
سړی وويل چې ستاسو
ملک، پاکستان ډېر ځورلي دې اوس پاکستان غواړی له افغانستان څخه هغه غچ واخلی ستا
به ښه په یاد وي چې د داودخان په وخت کې د دې دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ډېری
خرابی وي نږدی وه چې دا دوه ملکونه سره ونښلی او خبره جګړی ته ورسیږی، پاکستان په
هغه وخت کې ډېر کمزوری او له افغانستان څخه ډېر ډاریده.
په هغه وخت کې په
پاکستان کې دوه واکمنان چې ډېر زیات قدرت او نفوذ یې درلود موجود وو چې يو یې بوټو
او بل یې غفار خان وو. غفارخان غوښتل د پښتنو په قیادت یو ملک جوړ کړي او دا لوی
قوم پر ځان راټول کړي له هغه څه سره چې بوټو کاملآ مخالف و او افغانستان په دې وخت
د غفارخان سخت ملاتړ کاوه چې دا پخپله پاکستان ته د جګړی د اعلان په معنا وه. په دی وخت کې په افغانستان کې د ثور
کمونیستی انقلاب رامنځته شو. د یوڅه وخت له پاره ددې دواړو ملکونو تر منځ اړیکې ښی
شوي ولی دی ښه والی دومره زیات دوام ونه کړ. په دی وخت کې په نړۍ کې دوه بلاکه
موجود وو یويی د پخوانی شوروي په مشری کمونیستی بلاک وو او بل یې د غرب په مشری
امریکایې بلاک وو. پاکستان ځکه په دی وخت کې ډېرسخت حال درلود چې د پاکستان دواړه
ګاونډی هیوادونه یعنی افغانستان او هندوستان په شرقی بلاک کې شامل وواو پاکستان بی
له دی چې په غربی بلاک کې شامل شی بله چاره نه درلوده د پاکستان شاملیدل په غربی
بلاک کې د افغانستان اوپاکستان تر منځ اړیکې نوری هم خرابی کړی.
کله چې سرې لښکري
افغانستان ته راغلی د دی دواړو هیوادونو تر منځ مناسبات بیخی خړپړشول ځکه پاکستان
په ښکاره ډول افغان مجاهدین په خپله خاوره کې روزل ترڅو د هغه وخت د افغان حکومت
پر ضد جګړه وکړي.ددې له پاره چې افغانستان هیڅکله هم په خپلو پښو ونه دریږی
پاکستان د مجاهدینو مختلف تنظیمونه رامنځ ته کړل چې دا پخپل وار له افغانستان سره
د پاکستان بله دوښمنی وه. د نجیب د حکومت ړنګیدل د پاکستان له پاره یو ښه زیری وو
ځکه مجاهدین پاکستان خپل خلک ګڼل او د مجاهدینو بری یې د خپلو ارمانونه د پوره
کېدو له پاره تر ټول ښه چانس باله ولی داسی ونه شول دپاکستان دا ارمان تر سره نه
شو او د مجاهدینو د حکومت په وخت کې هم چا پاکستان ته غوږ ونه نیو. پاکستان بیاهم
په کابل کې د خپلی خوښی حکومت چې پخوانی ارزو یې وه رامنځ ته نه کړی شو.
د سړی خبری ډېری
خوندوری وي او افغانستان په هکله یې ښه پوره معلومات درلودل ځکه نو زه ښه په کراره
ورته غوږ وم او هیڅ مداخله می نه کوله یوازی می ښه ښه ورته ويل سړی راڅخه وپوښتل چې
زما خبری خو به بدی نه درباندی لګیږی ماورته وويل نه ادامه ورکړی دا بحث زما له
پاره ډېر په زړه پوری دی. سړی خپلو خبرو ته په دی ډول دوام ورکړ:
د مجاهدینو تر منځ
جنګ او جګړو زور واخیست او پاکستا ن په دی وخت کې د مجاهدینو په عوض د یوبل حکومت
درا منځ ته کېدوپر پلان کار کاوه پاکستان په خپل پلان کې کامیابه شواو د طالبانو
تحریک یې رامنځ ته کړ او دا یوازینی کسان وو چې د پاکستان خبروته یې غوږ نیوي. خو
پر امریکا دسیپټمبرد۱۱ حملو د پاکستان له لاسه دا
خوندوره ګوله هم واخستله او پاکستا مجبور شو چې خپل پخوانی ملګری (طالبان) یوازی
پریږدی. د طالبانو دحکومت سقوط بیا پاکستان په دی فکر کې کړ چې هسی نه چې په کابل
کې بیا د اسلام اباد خلاف کوم حکومت جوړ شی.
ستا به په یاد وي چې
په دی وخت کې په جرمنی کې د بن غونډه روانه وه هند غوښتل چې د کابل د نوي
جوړیدونکې حکومت مشر د شمالی ټلوالی یو کس وي چې ددوي خبروته غوږ ونیسی او هر کار
د پاکستان د حکومت په خلاف او هند په خوښه وکړی چې دا کار د پاکستان له پاره په
هیڅ صورت د منلو وړ نه وو پاکستان کوښښ کاوه چې داسی یو څوک چې ددوي کس وي او ۲۴ ساعته د پاکستانی استخباراتی ادرای (ای آیس آی) تر څارنی
لاندی وي او پاکستان د ګټو له پاره کار وکړی په کابل کې د حکومت پر کرسی کښینوي
پاکستان په دی وخت کې حامد کرزی ددې کار له پاره مناسب کس وباله ځکه حامد کرزی په
دی وخت کې د پاکستان د کويټي په ښار کې اوسیده او ۲۴ ساعته د پاکستانی اسخباراتو تر څار او روزنی لاندی وو. پاکستان
د بن په غونډه کې حامد کرزی د موقتی اداری د مشر په توګه پیشنهاد کړ او امریکې هم
دا وړاندیز ومانه ځکه امریکې په دی وخت کې د پاکستان مرستی ته ډېره اړتیا درلوده
خو د پاکستان بد بختی په دی کې ده چې هرڅومره کسان وروزی او ښه ډېر مصرف ورباندی
وکړی خو کله چې دا کسان قدرت ته ورسیږی له پاکستا ن سره نمک حرامی کوي اوس چې حامد
کرزی د افغانستان مشر دی پر پاکستان نیوکې کوي او د پاکستان خبروته غوږنه نیسی.
له ټکسی څخه زما د
کښته کېدو ځای رانږدی کېده سړی ته می وويل چې زه ډېر کم وخت لرم او د ډاکټر انعام
دانش کلینک نږدی دی د افغانستان د مسألي پای به څه وي که مو خبری رالنډی کړی ډېر
ښه به وي.
سړی راته وويل چې
پای یې له دی څخه هم خطرناک دی ته خو پوهیږی چې د افغانستان په شمال کې فارسی ژبی
خلک او نور اقلیتونه اوسی ما ورته وويل هو. سړی وويل په دی هم پوهیږی چې پښتانه د
افغانستان په جنوبی سیمو کې چې دپاکستان سره اوږده پوله لری اوسی ما ورته وويل هو.
ده زیاته کړه چې دا به هم درته معلومه وي چې د افغانستان په غرب او مرکزی سیمو کې هغه خلک چې له ایران څخه
متاثره دی اوسی ماورته وويل هو مګر ته په دی ټولو خبرو څنګه پوهیږی؟ ده ځواب
راکړزه مطالعه کوم ځکه نو ستاسو د ملک په اړه په ډېر څه پوهیږم او ته به په
راتلونکې کې ددې خبری شاهد وي چې دا دواړه ملکونه یعنی افغانستان او عراق د امریکا
په لاس کې د قربانی دوه پسونه دی او امریکا هغه ظالم قصاب دی چې غواړی دا دوه
ملکونه د شومو پلانونو قربانی کړی.
افغانستان او عراق به
دواړه د امریکا د پلان له مخی په دریو برخو ويشل کېږی ا فغانستان شمالی برخی به د
پخوانی شوروي له یو جمهوریت سره یوځای کېږی د افغانستان جنوبی برخی به د پاکستان
سره یوځای کېږی او غربی ولایتونه او ځینی مرکزی سیمی به له ایران سره یوځای
کېږی اودا پلان به هله عملی کېږی چې امریکا پر ایران قبضه وکړي.
ټګسی چلوونکې ته می
وويل چې ایمیل ادرس دی راکړه ده ځواب راکړچې په کمپیوټر نه پوهیږم او یوازی له
کتاب سره مینه لرم زه له موټر څخه کښته شو او ټکسی چلونکې سره می مخه ښه وکړه د
تلو په وخت کې راته وويل چې دده له پاره دوعا وکړم.
وروستي