پاکستان افغانستان دې ته هڅوي چې د اسلام اباد او بیجینګ لاس ونیسی:-
لیکونکۍ: میتیو ریسینبرګ. ژباړونکی: ډاکټر محمد اکبر پیمان
د افغان چارواکو په وینا پاکستان د افغانستان جمهور ریس دېته هڅوی چې که افغانستان د طالبانو سره د سولی کولو اویا هم د خپل اقتصاد د رغولو له پاره د پاکستان مرسته غواړی نو دی د امریکا سره د ستراتیژیکی اړیکو د ټینګولو پرځای د پاکستان او د هغه د نژدی ملګری یعنی چین دوستی ته وروړاندی شی. دا چنی د اپریل په ۱۶ هغه وخت چه د پاکستان لمړی وزیر یوسف رضا ګیلانی کابل ته راغلی وو، او د افغانستان جمهوریس حامد کرزی ته یی په ښکاره ټکو کی وویل چه امریکا ددی دواړو هیوادونود ناکامی سبب ګرزیدلی ده ځکه نو حامد کرزی باید له امریکی سره د اوږماله دوستی خبره له سره وباسی، ووهل شوی.
دپاکستان دا وړاندیز چې د امریکی متحده ایالات د افغانستان په راتلونکی کی له رول لوبولو څخه باسی، د افغانستان د لس کلنی جګړی له پیله څخه بیا تر ننه پوری تر ټولو ښکاره علامه ده چه موږ ته د واشینګټن او اسلام اباد ترمنځ د تا وتریخوالی په شتون دلالت کوی چه دا په خپل وارد افغانستا ن د سولی د هڅو له پاره ښکاره تهدید ګڼل کیږی. هغه ښکاره مهالویش ته په کتو سره چه د امریکی متحده ایالات او د ناټو غړی هیوادونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه باسی د افغانستان ګاوندی هیوادونه هریو ایران، پاکستان، هندوستان او روسیه، د امریکا یی ځواکونه څخه په وروسته افغانستان کی، د خپل ځان له پاره ځای لټوی او ځانونه له همدی وخت څخه له دی ملک څخه د خپل اثر او رسوخ د سیمی جوړلوته چمتو کوی او ځانته په دی ملک کی اول د سوک او بیا د نوک ځایولو فرصت برابروی. پاکستان د یوه تاریخی رول په لوبلوسره په افغانستان کی طالبان رامنځ ته کړل او تر ننه پوری د طالبانو له باغی ډلی څخه ملاتړ کوی چه دا کار پخپله په افغانستان کی د پاکستان د رول په مهموالی دلالت کوی.د پاکستان اړیکی له واشینګټن سره، چه په ظاهره د تروریزم په وړاندی په مبارزه کی د امریکی نژدی متحد ګڼل کیږی، په دی ورستیو کی ددواړو لوریو له خوا دپر له پسی غلطو ګامونو په پورته کولو سره تر ټول ټیټی کچی ته رسیدلی دی. د یوپاکستانی چارواکی په خبره پاکستان ددی له پاره نور کوم دلیل نه وینی چه پخپل کور کی د امریکایانو مشرتوب ومنی او پاکستان یوازی د خپلو ګټو د ساتلو ضامن دی. ده زیاته کړه:
موږ نور نه غواړو چه هیڅ هیواد په ځانګړی توګه بیا امریکا زموږ ساتنه وکړی او که دوی ځی نو ځی دی. ښاغلی کرزی د پاکستان د وړاندیزونود منلو په هکله زړه نازړه دی. ښاغلی کرزی ته نژدی کسان وایی چه په ارګ کی د امریکی خواخوږی او مخالفین دواړه غواړی چه کرزی خپل لورته مایل کړی. په کابل کی له کرزی سره د کتنی پر مهال ښاغلی ګیلانی په ښکاره ښاغلی کرزی ته وویل چه امریکا ددواړو هیوادونو د ناکامی سبب ګرزیدلی ده. د اپریل د ۱۶ د غونډی د جزیاتو تیتیدل ددی هڅو یوښکار ه دلیل دی امریکایی چارواکو ته نژدی کسان وای چه دوی ځکه ددی غونډی جزیات له وال سټریت جورنال سره په وخت شریک کړل چه تر څو امریکایی چارواکی وهڅوی چه ژرترژره له افغانستان سره د ستراتژیکی اړیکو د ټینګولو او اوږد مهاله دوستی په هکله اقدام وکړی په دی توګه به امریکا له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له دی هیواد سره خپله دوستی وساتلی شی. دی منبع زیاته کړه هر څومره چه موږ انتظار باسو په هماغه اندازه پاکستان ته دا وخت ورکوو چه خپلو موخو ته ورسیږی او خپلی ګټی تر لاسه کړی.
خو د ښاغلی کرزی ویاند ،وحید عمر ویلی دی چه پاکستان به داسی غوښتنی ونه کړی او که یی وهم کړی افغان حکومت به یی هیڅکله ونه منی. ځینی امریکایی چارواکی وایی چه دوی د ښاغلی ګیلانی له ځینی وړاندیزونو څخه خبر شویدی او افغانستان اوس له امریکای سره د ستراتیژیکو اړیکو د ټینګولو په بدل کی قیمت غواړی چه دا قیمت کیدای شی له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان ته د امریکا د مرستو د کچی لوړوالی وی. د امریکایی چارواکو هڅه داده چه د پاکستان وړاندیزونه کم ارزښته وښیی او وایی چه دا ډول وړاندیزونه په زیاتو خبرو اترو کی مطرحه کیږی . دوی زیاتوی چه چین ته په افغانستان د رهبری د رول ورکول هسی تش خیال دی.
د پاکستان دی وړاندیزونو ته په غبرګون کی په افغانستان کی د ناټو لوی قومندان جنرال ډیویډ پیټریس داپریل د ۱۶ راهیسی تراوسه دری ځله له ښاغلی کرزی سره کتلی دی تر څو افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړی چه د امریکی ملاتړ ورسره دی او همدارنګه ده زیار ایستلی تر څو د افغانستان او امریکی د ستراتیژیکو اړیکو موضوع پر مخ بوزی. خو افغان ولسمشرخپله ناهیلی د افغانستان په هکله د امریکایی چارواکو له بی غوری او له خلکو سره ددوی د بد سلوک له کبله څرګنده کړیده. له پاکستان سره دافغانستان اړیکی هم دومره خوندوری نه وی خو په وروستیو کلنوکی ښاغلی کرزی پاکستانی چاوراکو ته ډیر نژدی شوی دی. ډیر افغانان تر اوسه پاکستان ته د یوه مداخله کونکی هیواد په سترګه ګوری او له دی څخه ډاریږی چه د امریکایانو له تګ وروسته به بیا هم پاکستان په افغانستان کی لوی لاس ولری.
د هغه څه په هکله چه ستراتیژیکی ملګرتیا ورته وایی خبری د مارچ په میاشت کی پیل شوی او ددی خبرو جزیات لاتر اوسه پوری نه دی څرګند. تر ټولو تودی مسلی تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د امریکی اړیکی، اوږد مهاله مرستی، د افغان ځواکونو روزنه او د القاعده پرضد جګړه جوړوی. امریکایی چارواکی له دی څخه ویره لری چه که دوی افغانستان له ۲۰۱۴ کال وروسته یوازی پریږدی هسی نه چه دا ملک بیا د تروریستانو په یو پټن ځای بد ل شی او بیا به له دی ځای څخه پر غرب حملی کیږی. د ستراتیژیکی اړیکو پر سر خبری د افغانستان دټولو ګاونډیوله پاره د خطر یو زنګ وو چه ښه بیلګه یی کابل ته د ایرانی او روسی چارواکو پر له پسی سفرونه ګڼلای شوتر څو ددی دواړو هیوادونو چارواکی خپله نا خوښی ددی اړیکو د ټینګیدلو او تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو د شتون په اړه څرګنده کړی. طالبانو همیشه دا خبره کړیده چه تر څو پوری چه بهرنی ځواکونه په افغانستان کی موجود وی دوی به هیڅکله هم خبروته حاضر نه شی. په سیمه کی د امریکی او افغانستان د ستراتیژیک تړون په هکله چه پاکستان کوم خصمانه دریځ غوره کړی دی بل هیڅ هیواد هم نه دی غوره کړی. د اپریل د ۱۶ په غونډه کی د پاکستان له لمړی وزیر سره ددی هیواد د استخباراتو مشر جنرال احمد شجاع پا شاه هم حاضر وو. دیادوونی وړده چه د پاکستان استخباراتی اداره ډیر ځله د امریکی له خوا له طالبانو له سره په مرسته کولو تورنه شویده که څه هم دا اداره له امریکی سره د تروریزم په وړاندی په مبارزه کی د امریکی ملګری اداره ګڼل کیږی، کوم تور چه پاکستانی چارواکو تل رد کړی دی.
.ددواړو هیوادونو د اړیکو په هکله تر لنډو خبرو وروسته ښاغلی ګیلانی کرزی ته وویل چه امریکا له یوی خوا پر طالبانو حملی کوی او له بلی خوا د سولی د خبرو ملاتړ کوی چې په دی وخت کی د سولی خبر هیڅ معنا نه لری دا خبره هغو افغان چارواکو چه په غونډه کی یی ګډون درلود کړی ده. ښاغلی ګیلانی له کرزی سره د خپلو خبرو په دوران کی څو څو ځله د په سیمه کی د امریکی سلطه طلبی ته اشاره وکړه چه کرزی هم په خپلو خبرو کی دا مسله تايید کړه . ښاغلی ګیلانی زیاته کړه چه افغانستان او پاکستان باید د سولی د خبرو واک پخپل لاس کی واخلی دامریکی اقتصادی حالت ته په کتو سره به امریکا ددی توان ونه لری چه د سیمی د پرمختګ له پاره اوږد مهاله مرسته وکړی ځکه نو زموږ له پاره به ډیر ښه ملګری چین وی کوم هیواد چه ښاغلی ګیلانی د هر وخت ملګری وباله. ښاغلی ګیلانی وویل له امریکی سره دا فغانستان ستراتیژیکی اړیکی دا فغانستان خپل کار دی خو د افغانستان هیڅ ګاونډی هم په دی کار راضی نه دی. د ښاغلی ګیلانی دفتر په دی هکله له تبصری کولو څخه ډډه وکړه خو د ای آیس ای یوه چارواکی چه ددی غونډی په هکله یی خبری کولی وویل، دا موږیو چه باید نور نو له دی مسلی څخه ستړی شوی اوسو ځکه موږ په بشپړه توګه د افغانستان له مسلی څخه ایستل شوی یواو امریکایان ټول کارونه پخپل سر کوی. موږ په کراتو مراتو کرزی ته ویلی دی چه موږ به د افغانستا ن په اړه ستاسو له ټولو پریکړو څخه ملاتړ وکړو خو په دی شرط چه مسله افغانی وی او د نورو لاس پکښی داخل نه وی .که څه هم د امریکی نژدی ملګری پاکستان په افغانستان کی خپلی ګټی لری خو پاکستان په دی اند دی چه دوی په افغانستان کی یوه داسی حکومت غوښتونکی دی کوم چه د هند ددوښمنی په وړاندی ددوی مرسته وکړی. پاکستانی چارواکو تل له افغانستان سره دهند د یوی لسیزی د مخ په زیاتیدونکو اړیکوله ټینګښت څخه شکایت کړی دی. ځینی پاکستانی چارواکی وایی په سیمه ستونځه د امریکی او د هغه د متحدنیو موجودیت دی نه طالبان.
له وال سټریټ جورنال څخه په مننه
وروستي