له ترکیې څخه خپریدونکې ورځپاڼې ( الصباح
الترکیة ) خبر ورکړې دی ،چې دCIA مشر او دترکیې استخباراتو مشر خاقان ویډان او دپوځ
څو جنرالان او ترکيي مسوولین دڅو ساعتو لپاره سره ناست و او دخبرو موضوع
ېې په سوریه کې روان ناورین و .د CIA مشر بانیتا له ترکانو وغوښتل ،چې په سوریه کې
لاسوهنه وکړي او د ټولوژنې مخه ونیسي ددې ترڅنګ په سوریه کې دواک دلیږد لپاره
لارې چارې ولټوي او دولسمشر بشار الاسد او دده دکورنۍ دژغورنې په اړه هم باید فکر وشي
،چې له انتقامي هڅو وژغورل شي .ترکیه او خپله ولسمشر بشار الاسد ته دې داسې
مناسب ځای ولټوي ،چې وروسته ورته بشار الاسد ولیږدول شي ورځپاڼه کاږي :د CIA مشر په سوریه کې
دایران دلاسوهنو په اړه هم خبرې وکړې اوزیاته ېې کړه ،چې خپله دسوریې په نظام
کې هم دستونزې او کړکیچ درامنځته کېدو امکان شته او دا حتمال هم شته ،چې دولسمشر ورور
ماهر الاسد او څونور مشران په تور لست کې راشي او پانګې ېې کنګل شي ماهر اﻻسد او نورو باندې ولسمشر بارک اوباما بنديزونه لګلولي دي..امریکا او ترکیه په دې سلا شوې دي ،چې په ترکیه کې دواک
په سوله ییزه توګه ولیږدول شي او نور دې دې خونړي وضعیت ته دپای ټکی کېښودل شي د CIA مشر
له انقرې وغوښتل ،چې دواک په سوله ییز لیږد کې دې ونډه واخلي او ځینې ملي شخصیتونه
او سنيان دې په نښه کړي ،چې واک وروسپارل شي دیادونې ده ،چې ترکیې وار له مخې په سوریه کې له اخوان
المسلمین سره خبرې پیل کړې دي.