د ايران په پارلمان کې د دغه هېواد د
بوديجې او لګښتونه د بحث پر مهال، په پارلمان کې يوه تن استازي يونس موسوی نيوکه وکړه، چې د ايران د
زندانونو وضعيت ډېر ناوړه دی.
نوموړي ويلي، چې په دغه جيلونو کې د
بنديانو شمېر دومره زيات دی، چې ځينې يې له ناچاريو نه په زينو کې ويده کيږي او
هر دوه تنو بنديانو ته ايله يو پټو رسيږي.
موسوي زياته کړې، چې کومه بوديجه چې بنديانو ته ځانګړې شوې د دوی د خوراک او کاليو
لپاره هم بسنه نه کوي. موسوي دا خبر داری
هم ورکړی، چې د انرژي د بيې د لوړيدو سره به په ايران کې يوازې دغه پيسې د برېښنا
او سون موادو لپاره کافي وي او بس.
د پارلمان ځينې نورو محافظه کاره
وکيلانو بيا دغه څرګندونې، د ايران د رژيم
حيثيت ته زيان رسوونکي بللي او پر موسوي يې نيوکې کړي دي.
د پاملرنې وړ ده، چې ايران تر چين
وروسته د اعدامونو په برخه کې دوهم مقام لري خو څرنګه چې چين په نړۍ کې تر ټولو
ډېر وګړي لري بيا د سلنې په محاسبه کې ايران لومړی مقام تر ﻻسه کوي.