قذافي په مصراته ښار کې، مخالفينو ته د عمومي بښنې وړانديز کړی

د قذافي حکومت د مصراته په ښار کې وسله والو مخالفينو ته وړانديز کړی، چې د سه شنبې تر ورځې دې خپله وسله په ځمکه کيږدي او بيا کولی شي، له ښاره بهر ووځي.
له څو ورځې راهيسې د مصراته ښار د قذافي ځواکونو لخوا  ويشتل کيږي او دوه مياشتې کيږي، چې دغه ښار کلا بند دی او خوراکي توکي نه ورته رسيږي. د قذافي ځواکونو همدا راز هڅه درلوده، چې د دې ښار په ساحلي سيمه کې ماينونه ځای پر ځای کړي خو د ناټو بيړيو لخوا يې مخنيوی شوی. له دې سره سره  ځينې ځايونه کې ماينونه اېښودل شوي او ناټو اړه ده، چې له وړو  کيشتيو څخه کار واخلي.