احمدي نژاد خامنئي پسې خپل څارګر ګومارلې و

په ایران کې دعلي خامنئي پلویانو له نوموړي  غوښتي ،چې پر احمدي نژاد فشار زیات شي  ځکه ولسمشر دانقلاب  له  لارښود پرته  کوم مشروعیت نه لري  دخامني پلویانو ابو الحسن بني صدر له انقلاب  راوروسته  دایران  لومړنی  ولسمشر  ،چې څرنګه فرانسې ته وتښتېده ځکه هغه مهال ېې له خومیني سره ټکر راغلې و .
 له پارلمان سره دولسمشر په  دفتر کې داړیکو مسوول محمد رضا میر تاج وايي : ولسمشر احمدي نژاد دوه ځل په پرلپسې توګه دوزیرانو شورا ناستې ته نه دې حاضر شوې او لامل ېې دعلي خامنئي لخوا دملي استخباراتو دوزیر حیدر مصلحي دګوښه کولو دپرېکړې نه منل دي نوموړی  احمدي نژاد له دندې ګوښه کړې و .
احمدي نژاد خپلو نږدې ملګرو ته ویلې دي ،چې زما پر ضد دسیسې روانې دي او غواړي زما صلاحیتونه راکم کړي زه غواړم  ،چې خپله مستقیما له  دانقلاب  لارښود سره دستونزې  حل راوباسم  .
د ( روز ) په نوم  ویبپاڼې  داقتصاد وزارت  داسې یو لیک خپور کړې دی ، چې له مخې رحیم اسفندیار داحمدي  نژاد اوښي او ددفتر رېېس  له بهرنیانو سره په اړیکو درلودلو تورن شوې دی او له چینايي او وینزویلايي شرکتونو سره  ېې دتیلو دقرارداد لاسلیک کړې  دی  پردې سربېره پر اسفندیار دا تور هم شته ،چې دعلي خامنئي په دفتر کې داواز ثبتولو کومه  پرزه  هم اېښې ده .
دسپاه پاسدارانو استخبارات  وايي : رحیم اسفندیار په پټه دوبۍ ته هم تللې و او هلته ېې له امریکایانو سره له نږدې  ناسته پاسته  درلوده  .
شنونکې وايي : احمدي نژاد ځکه دحیدر مصلحي دګوښه کولو پرېکړه وکړه ،چې له نوموړي سره دده داوښي ، چې دده د دفتر رېېس هم ډېر معلومات و اوس  په ایران کې  دحکومت دغړو ترمنځ داختلاف اوجنجال خبره دهر چادژبۍ پر سر ده او ولسمشر احمدي نژاد داپریل له  22 نېټې رادیخوا نه دې لیدل شوې او دانقلابي شورا فرهنګي غونډې ته ،چې مشري ېې ولسمشر کوي نه دې راغلې .
اوس  دولسمشر او دانقلاب  دلارښود ترمنځ اختلافات  ډېر جدي شوې دي .