د(بدر) پسرلنيو عملياتو دپيليدو په اړه

 
د(بدر) پسرلنيو عملياتو دپيليدو په اړه  داسلامي امارت د رهبري شوری اعلاميه
بسم الله الرحمن الرحیم
وقاتلوا في سبیل الله الذین یقاتلونکم ولاتعتدوا ان الله لایحب المعتدین
دافغانستان مسلمان او مجاهد ملته ! داچې دلوی څښتن جل جلاله په نصرت او ستاسو دویاړلي جهاد او بې دریغه قربانیو له برکته  نن په افغانستان کې دټولو اجنبي یرغلګرو په خلاف زمونږ مقدس جهاد په پوره بریالیتوب او موفقیت سره دلسم کال په درشل قدم ږدي ، دافغانستان داسلامي امارت رهبري شوری غواړي چې دپسرلي په راتګ سره دیرغلګروامریکایانو او دهغوئ دبهرنیو ایتلافیانو او کورنیو ملاتړ کوونکو په خلاف د(بدر) په نوم پسرلني پوځي عملیات اعلان کړي،دبهرنیویرغلګروځواکونواودهغوئ دماتې خوړلیو ملاتړکوونکو په خلاف ددغو عملیاتو دبریالیتوب او ښه مؤثریت لپاره لاندې ټکي په پام کې نیول شوي دي .
۱  ــ  په عمومي ډول به د(بدر) عملیاتو تمرکز بیاهم دهیواد په ټولو برخو کې داجنبي یرغلګرو په مرکزونو، پوځي تجمعاتو ، هوایي اډو او انتقالاتي او تدارکاتي پوځي کاروانونو باندې وي .
۲  ــ په دغو عملیاتو کې به  دمجاهدینو دبریدونو لومړنی هدف  بهرني یرغلګرځواکونه،دهغوئ داستخباراتي شبکو غړي او جاسوسان ، دکابل دغلامي ادارې لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکي ، دکابینې غړي ، پارلماني وکیلان ، او دښمن ته دکارکوونکو بهرنیو او داخلي شرکتونو مشران او ټیکه داران وي .
۳ـ  داچې تش په نامه دسولې په شوری کې دامریکا داستخباراتو غړي ، دګوډاګۍ ادارې رسمي  مامورین  او دافغان ولس او جهاد دښمنان راټول شوي ،اوغواړي چې  د جهاد، مذهب ،اوقومي  مشرتوب  له نوم نه  په استفادي سره دامریکايي  اشغال بقا ته لاره هواره، مجاهدین له  یرغلګرو سره له جهاد کولو رامنع  اوافغان مجاهد ولس دامریکا غلامۍ او مجاهدین تسلیمي ته وهڅوي، نوبناء په دې عملیاتو کې دهمدې شوری غړي هم  دمجاهدینو هدف ګرځیدلی شي ځکه دوی هم دخپل کردار له مخې ددښمن دصف رسمي غړي شمیرل کیږي .
۴  ــ  د  (بدر) په  پسرلني عملیاتو کې به د دقیق پوځي پلان په طرح کولو سره دولسي خلکو دسراو مال خوندیتوب  ته   جدي  پاملرنه کیږي او دعملیاتو اساسي تمرکز به دټولو ازمایل شویو پوځي تکتیکونوپه  کارولوسربیره دیرغلګرو دهوايي اوځمکني ځواک په ضد دپرمختلليو وسلوداستعمالولو، چریکي بریدونو ، جبهه یي او ښاري تعرضونو  ،پرمخ تللیوتفجیري حملواودمبارزو   مجاهدینو په ډله ییزو مؤثرواستشهادي بریدونو باندې وي.
۵  ــ  دغه پسرلني عملیات ځکه د(بدر) په نوم ونومول شول ، چې که الله تعالی وکړي  په افغانستان کې دټولو یرغلګرو ځواکونو په خلاف دمجاهدینو لپاره داسې فاتحانه لاسته راوړنې ولري ، لکه  دنبوي هجرت په دویم کال چې د(بدر) په تاریخي غزا کې دمسلمانانو په برخه شوې ،اوپه هغه کې دمجاهدینو په لاس دمشرکینو ترټولو لوی طاغوتي چارواکي  قتل  او اسیران شول .
۶  ــ  د(بدر)عملیاتو له پیلېدو ترمخه یوځل بیاهم دکابل ادارې ټولو منسوبینو ، پوځي افسرانو ، استخباراتي چارواکو ، او نورو ټولو کارکوونکو ته په کلکه خبر ورکول کیږي ، چې له یرغلګرو او دهغوئ له ملاتړکوونکو سره  هر راز اړیکي قطع او دخپل ځان او ولس ددفاع په منظور دمجاهدینو ترڅنګ ودریږي.
۷ ـ  ټول افغان ولس بایدمتوجه وي چې ددښمن له غونډو،کاروانونواومرکزونو څخه ځان لیرې وساتي،ترڅو په دښمن دمجاهدینو دبرید ونو په مهال ورته زیان ونه رسیږي او یایي دمجاهدینو له عملیاتو وروسته دښمن  دخپل عادت له مخې دانتقام په موخه هدف ونه ګر ځوي .
۸ ــ  داسلامي امارت له لورې د(بدر) پسرلني عملیات دیرغلګرو له شر څخه دسپیڅلي اسلام او دیني ارزښتونو دساتنې او له بهرني ښکیلاک څخه دهیواد او ولس دنجات لپاره په کار  اچول شوي دي ، ځکه بهرني یرغلګر دي چې زمونږ دهیواد په حریم یې نامشروع یرغل کړی،او زمونږ دکور په انګړ کې یې دجګړې اور بل کړی ، شنه باغونه او اباد کورونه  یې  په بمونو او بلدوزرونو  وران کړي ، هیوادوال یې راته  په شهادت رسولي ، اوپه زندانونو کې اچولي او دمسلمانانو ترټولو دمقدس اسماني کتاب  قران کریم توهین یې کړی ، نوترڅو چې بهرني یرغلګر ځواکونه له افغانستان څخه  په شاتګ  ته مجبور  اودجګړې عوامل له منځه یو نه وړل شي  زمونږ په هیواد کې جګړه پای ته نه رسیږي ، لهذا اسلامي امارت  له خپل دین او هیواد څخه دفاع کول  دخپل ځان  دیني فریضه  او  مشروع حق بولي ، او ددغه مشروع حق دترلاسه کولو تروخته به  دلوی الله )ج(  په نصرت او دخپل مجاهد ولس په ملاتړ دټولو یرغلګرو په خلاف خپل برحق جهاد ته دوام ورکوي.
 ۹ ـ  د(بدر) پسرلني عملیات به دالله تعالی په نصرت دنوي ۱۳۹۰ هجري لمریز کال دثور دمیاشتې په  ( ۱۱) نیټه  چې د ۲۰۱۱ میلادي کال د (مئ)  دمیاشتې له  لومړۍ نیټې  سره سمون خوري په ټول افغانستان کې پيلیږي .ومن الله التوفیق
دافغانستان داسلامي امارت رهبري شوری
۲۶/ ۵/ ۱۴۳۲هـ        ۳۰ /۴/ ۲۰۱۱م