په افغانستان کې
روان ناارامه وضعیت یو له هغه ستونزو څخه دی ،چې دشنګهای غړو
هېوادو امنیت ګواښي دا څرګندونې په شنګهاي کې دامنیت سکرتر مارت تاڅین له
خبریالانو سره دامنیتي غونډې وروسته کړې دي .
دغونډې برخوالو
ټوله په یوه خوله وویل : دمنځنۍ اسیا هېوادوامنیت او ټیکاو دافغانستان له وضعیت سره کلک تړاو لري شنګهای غړي هېوادونه پردې باور دي ، چې دافغانستان ستونزه او شخړه د
زور له لارې نه حل کیږي او دا اړتیا لیدل کیږي ،چې اقتصادي ،
ټولنیزې ستونزې ژر حل شي .
تاڅین وايي :
دمخدره موادو ستونزه له افغانستان سره کلک تړاو لري اونږدې 90% افیون په افغانستان کې کرل کیږي
او زموږ هېوادونه داسې دي ،چې دمخدره مواد و ترانزیت ګڼل کیږي او اوس زموږ
په هېوادو کې پر مخدره موادو دروږدیو شمېر ورځ تربلې زیاتیږي .
دیادونې ده ،چې
تېر کال 240 تنه
،چې دشنګهای هېوادو استوګن دي دمخدره موادو دقاچاق په تور نیول شوې دي .