اوس ،چې ددفاع
وزیر رابرټ ګېټس دتقاعد وخت رانږدې شوې دی او پر ځای ېې دسی ای ای مشر لیون بانیټا
ټاکل شوې دی او په افغانستان کې دامریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال پټریوس
داستخباراتو په توګه درېېس په توګه
غوره شوې دی .
داوباما دامنیتي
ډلې ادلون بدلون اندېښنې راپورته کړې دي
،چې دامریکا پر ملي امنیت او بهرنۍ تګلار به ېې اغیز څه وي ؟
له شک پرته دا
بدلون به دامریکا او پاکستان اړېکې نورې
هم اغیزمنې کړي ځکه پاکستان په افغانستان
کې دامریکا پر نیت او پلان شکمن دی ځکه امریکا په پاکستان او افغانستان کې پر CIA ډېره ډډه لګوي . دروان کال په پیل کې له امریکايي استخباراتو
سره دریمونډ ډیوس په نوم قراردادي د دواړو استخباراتي سازمانونو ترمنځ اړیکې ډېرې
ترینګلې کړې دي . اوس اسلام اباد دامریکايي استخباراتو په اړه ډېر حساس شوې دي . پردې
سربېره متحده ایالات او پاکستان اوس یو پربل شکمن شوې دي ان ،چې سپینې ماڼۍ خو پر
پاکستان دا تور هم لګولې دی ،چې اسلام اباد له طالبانو او ترهګرۍ سره په مبارزه کې ډېر سست دی . تېره اونۍ امیر البحر مایک
مولن له
افغانستان او پاکستانه لیدنه
درلوده نوموړي پر ISI تور ولګاوه ،چې له افغاني
طالبانو سره اړېکې لري .
په افغانستان کې
دروانې جګړې پر مهال CIA او ISI ډېر
سره نږدې شوې و خو اوس ېې یو پر شکونه زیات شوې دي .
له کومې ورځې
،چې ولسمشر اوباما واک ته رسیدلې دی دا تر ټولو ستر بدلون دی ،چې نوموړي په خپلې
کاري ډله کې رامنځته کړې دی له دې بدلون څخه درې ورځې وړاندې په افغانستان کې دناټو او امریکايي ځواکونو
قومندان جنرال پټریوس پاکستان ته ولاړ او هلته ېې له لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني سره ولیدل دا
پاکستان ته دپټریوس شپږم سفر و ،چې داړیکو دښه کېدو په موخه ېې ترسره کړ .
نیویارک ټایمز دcia په توګه دپټریوس دټاکنې په اړه کښلې دي ،چې پایله او اغیز به ېې
مثبت نه وي ځکه دپټریوس او پاکستاني چارواکو ترمنځ اختلاف ډېر څرګند دي دنیویارک ټایمز له انده پاکستانی
پوځ پټریوس ته دملګري په سترګه نه ګوري . جنرال
پټریوس به په سپټمبر کې خپله نوې دنده پیل کړي او نوموړی به پر قبایلي سیمو دبې پیلوټه الوتکو دبمبارۍ
لومړنی مسوول وي دا چاره کولای شي ،چې د
دواړو خواوو ترمنځ اړېکې نورې هم ترینګلې کړي .
دانګلستان دبهرنیو چارو پخواني وزیر ډیویډ میلیبانډ
دامریکا او پاکستان داړیکو ترېنګلتیا داندېښنې وړ بللې ده نوموړی وايي : له ګواښه ډک څه مې ،چې واوریدل هغه له پاکستان سره دامریکا داېتلاف
ماتېدل و دا داندېښنې وړ خبره ده ، سره له دې ،چې پاکستان دافغانستان په جګړه کې کلیدي
رول لوبوي خو ځینې امریکايي چارواکي وايي
،چې نور باید له پاکستان سره اېتلاف مات شي
پاکستانیان باید دا غږونه او څرګندونې واوري نوموړی
په پای کې وايي : داسلام اباد او واشنګټن داړیکو دپرې کولو په اړه باید سوچ هم ونه شي ، خو ددې اړتیا شته ،چې دخنډونو دلیرې کولو په پایله کې باید اړېکې ښې شي .
اوس دې اندېښنو
سر راپورته کړې دی ،که څه هم ،چې کله ډیویډ پټریوس دcia مشر شي
نوموړی به له پوځ تقاعد اخلي ، خو داندېښنې شته ، چې CIA نظامي شي ځکه ،چې دمشر
شالید ېې نظامي دی او اټکل دی ،چې دپټریوس
نظامي تجربه به هرومرو دcia پر
ځینو چارو خپل سیورې غوړوي .
نیویارک تایمز
کاږي : دولسمشر اوباما دا تګلار ،چې CIA ته ېې دبې پیلوټه الوتکو
دبمبارد اجازه ورکړه دې چارې دCIA حیثیت ته یو څه اړولې دی اوس ده لکه دپنتاګون
یوه څانګه ، چې وي .