دافغان ادبي بهیردتېرې اونیزې غونډې ریپوټ

دلوی خدای په نامه


دافغان ادبي بهیر غونډه ۱۳۹۰کال دغویي دمیاشتې په (۲)نېټه په کاروان انسټیوټ کې دیدارخان دقرآنکریم په مبارکوآیاتوسره له ژباړې پیل کړه.
دغونډې مشرمحمداسماعیل اړم اومیلمه اجمل ښکلی وو.
تېره اونۍ اسماعیل څپه دډرامې په اړه دبهیرګډونوالوته لکچرورکړ . ده دې ډرامې په بېلابیلواړخونوخبرې وکړې.
 څپه وویل: ډرامه پنځه مهم توکي لري.۱- کرکټر۲- امکانات ۳- خنډونه ۴- پایله ۵- موخه.
دغونډې ګډون والودڅپه هیله وکړه چې راتلونکې اونۍ به هم دبهیرګډون والوته دډارامې په اړه لکچرورکوې.
دلکچرنه وروسته مشاعره پیل شوه چې شاعرانو په زړه پورې اوښایسته شعرونه وویل ،نمونه یې دادي.
  استادمحمدعزیزتحریک- محمدواصل وصال ـ عزت الله شمزی- سیدجیلاني جلان-  ظهرالدین کمال – سوله مل شینواری- شررساپی – نورګل شفق- عبدالجبارڅپاند- محمدیونس ګړنګ- همایون هیواد – منصوراحمدنیکمل – صفی الله عمرخیل – احسان الله درمل – ولي جان محزون – مصطفی باور- نجیب الله اکرامي- جاوید جان اوربل- مطع الله صالح – ښایسته ګل تسل – فضل الرحمن پاڅون – وحیدالله ندیم – امیرحمزه تایب- امید اڅکزی- هارون پرهر- نقیب الله غمشریک- محمداتل انګار – عبدالله خروټی- محمدداود تپاند- عبدالقیوم میرازی- سمع الله سپرلی – محمدخالد ارمل- محمدیوسف میرازی- الهام ناصري- سیدالله خان- محمدالله کمال.
ترمشاعرې وروسته دغونډې میلمه اجمل ښکلي خپل شعردبهیرګډون والوته واوروو.
دغونډې مشرمحمداسماعیل اړم دبهیرغونډه وستایه اوده وویل: زه هیله مند یم چې دبهیر غونډې لاپسې ګړندۍ اوتل پاتې شي.
تېره اونۍ بهیروالوپریکړه وکړه چې له دې وروسته به دبهیردویاندویۍ چارې ظهرالدین کمال دافغان ادبي بهیرریپوټرمخکې وړي.اوریپوټ لیکلوته به کوم بل څوک وټاکو.
دغونډې ریپوټ ظهرالدین کمال لیکلی ووچې دسټیج چارې منصوراحمدنیکمل مخکې وړې.
غونډه مازدیګر په څلوروبجوپای ته ورسیده.
په درناوي