مصر د فلسطينيانو لپاره د رفع لاره، د تل لپاره پرانيزي

د مصر د بهرنيو چارو وزير نبيل العربي ويلي، چې دغه هېواد پتيلې د غزې د محاصرې دکمښت په موخه، د تل لپاره د رفع ﻻره پرانيزي، تر څو  د اسراييلو لخوا د محاصرې  په برخه کې کموالی راشي.
د يادونې وړ ده، چې د حسنی مبارک په حکومت په کلونو کلونو دغه ﻻره پر فلسطينيانو تړل شوې وه او د اسراييلو تر څنګ يې يوه عربي او مسلمان هېواد(مصر) هم دغه غير انساني چلند خپل کړی و. يوازې په ډېرو استثنايي حاﻻتو کې به دغه ﻻره د محدودو کسانو لپاره پرانستل کيده.