جرمني کې د القاعده سره دتړاو په تور درې تنه نيول شوي

د جرمني رسنيو په دغه هېواد کې، القاعده سره د تړاو په تور د دريو تنو د ترهګرو د نيولو خبر ورکړی دی. خبرونه وايي، چې دغه کسان د جنايي ځواکونو لخوا د کارلسروه په ښار کې نيول شوي.دغه کسان به محاکمه شي او د نيولو د جزيياتو او ﻻملونو په هکله به د شنبې په ورځ تفصيلات وړاندې شي.
د يادونې وړ ده، چې په جرمني کې د اسلامپالو ځوانانو شمېر  ورځ تر بلې زياتيږي. په دغو ځوانانو کې په لومړی درجه زيات ترکان او بيا عربان دي. د بهرنيانو دنفوسو له مخې هم ترکان په جرمني کې تر ټولو زياته برخه جوړوي.