کابل
د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر په
افغانستان کې د دريو سرتيرو د وژل کيدو خبر ورکړی دی. خبر زياتوي، چې دغه کسان په
جلا پېښو کې تيره ورځ وژل شوي، چې دوه تنه يې د چاودنې له امله د افغانستان په سويل
او يو بل تن په نښته کې د افغانستان په ختيځ کې وژل شوی.
د دې پېښو په هکله ناټو د خپلې
پاليسۍ سره سم نور څه نه دي په ډاګه کړي خو معموﻻ د وژل شوو سرتيرو هېوادنو بيا هر
څه په ډاګه کړي.