د مراکش
په پلازمېنه رباط کې، د توريستانو د راټوليدنې په يوه قهوه خونه کې چاودنې شوې، چې
له امله يې ديارلس تنه وژل شوي او شل تنه
هم ټپان شوي.
دغه پېښه
تيره ورځ رامنځته شوې او په وژل شوو کې يې 12 تنه بهرنيان دي. د مراکش يا مراکو حکومت
لخوا د دې پېښې په هکله ډېر څه تر اوسه نه دي په ډاګه شوي خو داسې ښکاري، چې يوه
ترهګريزه پېښه وه.