نړيوال لنډ خبرونه:

_ روسيې د فلسطيني ډلو ((فتح )) او (( حماس )) تر منځ د توافق هرکلی کړی.
_ اروپايي پارلمان د څلور تنو بحريني ﻻريون کوونکو د اعدامو سخت غندلي دي.
_ تير مازديګر ناوخته د ققفار په سيمه کې د داغستان جمهوريت په مرکز  مجاچ کلا کې په يوه موټر کې چاودنه شوې او له امله يې څلور تنه وژل شوي دي.
_ په هند کې د امريکا سفير خپله استعفا وړاندې کړې. د ده د استعفا په هکله، په رسنيو کې راز راز ﻻملونه ښودل شوي.
_ د تايلنډ او کمبوديا تر منځ وروسته له څو ورځو اوربند شوی.
_ ايټالوي الوتکو هم پر ليبيا باندې بمباري وکړه.