ټپيزې

راليږونکی: عطاالله خوږياڼی
سترګې له ورايه پرې خوږيږي
دا زړه ماشوم پرې قلاريږي
زړګى مې ډېر پسې خوږيږي
ديدن د ناستو خلکو کيږي
په سفر تللي مې په خداى سپارلي دينه
+++++++++++++++++++++++++++++
بس دى نور سم شه د يار غمه
يو څه خو تم شه د يار غمه
لکه د غم شه د يار غمه
لږ کوټى کم شه د يار غمه
په ځينې وخت کې اباسين کمى کوينه
++++++++++++++++++++++++++++++
زړګى مې خپله مينه ښايي
د چا نوم غلى، غلى وايي
د چا ښايست دى چې يې ستايي
روح مې په تن کې ځکه پايي
زه ورته وايم جانان نن سبا راځينه
+++++++++++++++++++++++++++++
جانانه ګرځې ډير بې باکه
را ته معلوم شولې چالاکه
زما دې زړه کړلو بې واکه
ماته په لپه اوبه راکه
زه تږی نه يم دا ستا نیيت مالومومه
««««««»»»»»»
 
 
هسې مې کلي کې زړه تنګ شو
چې يار روان رانه په څنګ شو
له خپل نصيب سره مې جنګ شو
زما د مينې يار ملنګ شو
اوس به دیيرې د ملنګانو لټومه
««««««»»»»»»
په څنګ را ګورې نازنينې
له زړه مې څاڅې په خدای وينې
ښايست دې ډير دی ګل ورينې
کميس دې تور مټې دې سپينې
لکه ښامار چې تر چندړ تاوشوى وينه
««««««»»»»»»
زموږ پر چم چې نن غوبل دی
واک د پښتون هم نن د بل دی
جانانه رنګ دې ډير بدل دی
صورت زما واک يې دبل دی
خدايه نور واخلې دا بې واکه صورتونه