پنتاګون:دقول اردو په پېښه کې9 تنه امريکايان وژل شوې دي

پرون يولس بجې  دپنځوس کلن افغان پيلوټ او امريکايي سرتېرو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه ،چې په پايله کې افغان پیلوټ  پر امریکايي سرتېرو ډزې کړې دي .
دافغانستان په دفاع وزارت کې یوې سرچینې دخپل نوم نه ښودلو په شرط روهي ویبپاڼې ته ویلې دي ،چې دافغان پیلوټ په ګډون 6 تنه امریکايي سرتیري وژل شوې دي ویل کیږي ، چې درې ېې پوځي سلاکاران دي .
وروستي رېپوټونه ښيي، چې د وژل شوو امريکايانو شمېر9 تنه دی، چې اته تنه يې پوځيان او يو تن يې تړونکوونکی ( قراردادي) هم امريکايی و. پېښه د غونډې په يوه خونه کې رامنځته شوې. پنتاګون هم د دې خبر پخلی کړی.