د تاجکستان د اور وژنې کارکوونکي، د افغانانو له تيلفونو څخه په تنګ دي

خبري رسنيو د تاجکستان د اوروژنې ادارې د چارواکو له قوله ويلي، چې دوی د تاجکستان په غرني بدخشان سيمه کې، د سرحد له بلې غاړې افغانستان خلکو له تيلفونو څخه په تنګ دي.
د يادې ادارې يو تن چارواکی انور شولانګاروف وايي، چې  هره ورځ دوی ته شا وخوا 75داسې زنګونه راځي، چې د اور وژنې لپاره مرسته غوښتل کيږي خو خبره يې ناسمه وي. دغه چارواکي زياته کړې، چې زياتره دغه افغانان د تاجکستان سيم کارتونه کاروي. د ده په وينا، چې يو زيات ماشومان هم دوی ته دا ډول تيلفونونه کوي او څرنګه، چې د اور وژنې د ادارې د تيلفون شمير 01 ده، ماشومان هم په اسانه دې شمېرې ته زنګونه وهي. انور شولانګاروف ويلي، چې يو ځل له يوه تيلفون څخه دولس ځلې په څلور دقيقو کې دا ډول زنګونه ورغلي.
 د يادونې وړ ده، چې تاجکستان سره په پوله پراته وﻻياتو کې يو شمېر قاچاق وړونکې ډلې هم پرتې دې او له دوی سره د تاجکستان سيم کارتونه هم موجود دي. زياتره دا ډلې په شمال ټلواله پورې اړوندې دي.