پوتين: ناټو د ليبيا د تيلو او ګازو لپاره جګړه پيل کړې

د روسيې فدراسيون لومړی وزير  وﻻديمير پوتين، پر ليبيا باندې د ناټو د تيري غندنه کړې او وايي، چې ليبيا داسې هېواد دی، چې په افريقا کې تر ټولو زيات تيل لري او د ګازو له پلوه بيا څلورم مقام لري.
د ريانووستي د رېپوټونو له مخې، پوتين زياته کړې، چې د دومره زيرمو په درلودلو سره دا  پوښتنې رامنځته کيږي، چې د ناټو د بريدونو اصلي موخه همدا نه ده؟پوتين همداراز ويلي، چې هېڅ هېواد د معمر القذافي د وژلو حق نلري.
د يادونې وړ ده،چې په دې وروستيو کې ناټو ځواکونو د قذافي د استوګنې پر ماڼيو او ودانيو باندې هم بريدونو ته زور ورکړی دی او دا هغه څه دي، چې د امنيت شورا په پرېکړه کې شامل نه دي.
پښتو متل دی، چې : پيشو د خدای لپاره موږک نه نيسي!!!