یوې باوره غربي
سرچینې خبر ورکړې دی ، چې کېدای شي ولسمشر اوباما ریان کروکر افغانستان ته دسفیر په توګه وټاکي .
کروکر ،چې تېر
کال ېې تقاعد واخیست له 2009-2007 ز پر
مهال په عراق کې دامریکا سفیر و دا هغه پړاو دی ، چې پخواني ولسمشر جورج بوش عراق ته اضافه سرتیري استولي و .
دیادونې ده ،چې
کروکر په 1982 ز
کې په بیروت کې دامریکا سفیر و دا هغه
مهال و ،چې اسراېېلو پر بیروت برید کړې و .
په 1983 ز کې
په لبنان کې دامریکا سفارت او امریکايي
سمندري ځواکونه په نښه شوې و.
سرچینه دخپل نوم
دنه ښودلو په شرط وايي : کروکر دنورو نوماندو له منځه دا چانس لري ،چې په افغانستان کې دامریکا سفیر
شي . نوموړی به داسې مهال ټاکل کیږي ،چې ولسمشر اوباما ژمنه کړې ده ،چې سږ دوبی به
له افغانستان دخپلو 100 زره سرتېرو
دراویستلو لړۍ پیلوي اوس په امریکا کې
دافغانستان له جګړې سره دملاتړ کچه ورځ تربلې راکمیږي .
دیادونې ده ،چې
دولسمشر کرزي او اوسني سفیر کارل ایکنبري
ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې دي او ان دا هم
ویل کیږي ،چې په افغانستان کې امریکايي ډیپلوماتان او نظامیان هم خپلمنځي اختلافات دي ،چې ښه بېلګه ېې دناټو او امریکايي ځواکونو دپخواني
قومندان ستانلی مکریستال او سفیر کارل ایکنبري دترینګلو اړېکو ده پر ایکنبري تور دی ،چې له
ولسمشر کرزي او افغان حکومت سره ېې د ښو
اړیکو درامنځته کولو په چاره کې ناکام شوې دی .