په کابل ایساف مطبوعاتي دفتر دیوې خبرپاڼې په
خپرولو سره دافغانستان ختیځ په کونړ
ولایت کې دابو حفص النجدي په نوم دالقاعدې
دیو مخکښ دوژلو خبر ورکړې دی ، چې دروانې میاشتې په 13 نېټه ېې په کونړ دبمبارد له لارې وژلې دی .
دخبرپاڼې له مخې ابوحفص النجدي له اره دسعودي
عربستان دی او په افغانستان کې دعبدالغني په نوم مشهور و نوموړي دافغانستان او پاکستان ترمنځ ډېر سفرونه کړې دي او په سیمه کې ېې دالقاعدې
دجنګیالیو دروزنې مسوولیت ورترغاړې
وو او ددې ترڅنګ نوموړی په کونړ کې دالقاعدې مشر او مالي مسوول و .
خبرپاڼه
زیاتوي : ابوحفص النجدي له اسماره
نیولې تر اسعداباده پورې په دې سیمه کې
عملیات کول او په همدې سیمه کې ېې دبهرنیو مسافرو دتښتولو پلانونه تر سره کول . خبرپاڼه زیاتوي
په کونړ ولایت کې دمشهور جهادي او
قومي مشر ملک زرین دترور پلان هم ابوحفص جوړ کړې و ،چې نهه تنه
نور ملکي وګړي ورسره ووژل شول .
دیادونې
ده ،چې ابو حفص په پاکستان کې دالقاعدې له
مېشتو مشرانو سره نږدې اړېکې درلودې
.