په کشمير کې دوه تنه پوليس وژل شوي

سرينګر
د کشمير په لوی ښار سرينګر کې، دوه تنه پوليس هغه مهال وژل شوي، چې وسله والې ډلې د دوی د ګاډيو پر يوه کاروان بريد وکړ. په دغه بريد کې يو تن پوليس ټپي شوی هم دی.
دا په دې يوه مياشت کې دوهم لوی ترهګريزي بريد دی، چې د هندي کشمير پ دغه ښار کې تر سره کيږي.  مخکې تر دې يوه جومات ته نږدې د چاودنې له امله د مولوي شوکت احمد شاه ووژل شو.
نوموړی، چې ((د جمعيت اهل هدايت )) اسلامي ډلې مشر و، داسې مهال وژل شوی، چې د جمعې ورځې د لمانځه  د ورکولو لپاره جومات ته روان و.
له1989 ز کال راهيسې په لسګونو اسلامي ډلې په سيمه کې د کشمير د ازادۍ په نوم هلې ځلې او جګړې پيل کړي دي.