پكتيا – د پوهنتون لپاره د يو بل بلاك بنسټ كيښودل شو

( دوشنبه د غویی ۵ مه ) 
سلاكار وزير او دپكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد د يو لړ مراسمو په ترڅ كي د پكتيا پوهنتون لپاره د يوه نوي بلاك د بنسټ ډبره  كيښوده
 
د پكتيا والي ښاغلي همدرد  په وينا دغه نوي بلاك د پكتيا پوهنتون اداري چارو لپاره جوړيږي او ددي بلاك په جوړيدو سره د پكتيا پوهنتون دغه ستونزه هم له منځه ځي
 
دغه بلاك په دوه پوړو كي په پاخه او اساسي ډول جوړيږي او چاري به يي د شپږو مياشتو په ترڅ كي بشپړي شي
 
په دي بلاك شاوخوا دولس ميليونه افغانۍ لګښت راځي چي د لوړو زده كړو وزارت له پرمختيايي بودجي وركول كيږي
 
پكتيا والي ښاغلي همدرد د پرانيستي پر مهال دا هم وويل چي ډير ژر به د انجونو لپاره د شپه غالې بنسټ هم كيږدي چي لګښت يي  په ګرديز كي ميشت د بيا رغاوني ټيم ورسره منلي دي
 
د دي بلاك بنسټ په داسي حال كي ايښودل كيږي چي تيره ورځ د پكتيا په پوهنتون كي د دري ( طب ، انجنير او حقوق ) پوهنځيو د پرانيستي مراسم تر سره شول او پكتيا پوهنتون اوس له هغو پوهنتونو شميرل كيږي چي په هيواد كي دننه له شته  پوهنتونو سره سيالي كولاي شي .
 
روح الله سمون