ويکيليکس : دسپټمبر پر 11 مه دالقاعدې مشران چيرته وو

ویکیلیکس دامریکا نظامي لاسوندونه  خپاره کړې دي او په دې کې دا ځل د 2001 ز دسپټمبر پر 11 مه نېټه  دالقاعدې دمشرانو دشتون  او استوګنځای په نښه شوې دی  . ویکیلیکس وايي : دبن لادن  او الظواهري په ګډون  دالقاعدې ډېرې مشران  دپاکستان  په کراچۍ ښار کې سره راټول شوې وو او پر 12 ورځ ېې دافغانستان لورته  مخه کړه .
ویکیلیکس دبن لادن او دده دمرستیال دخوځښت  په اړه هېښونکې خبره کوي وايي : دسپټمبر له پېښو څلور ورځې وروسته   بن لادن  او الظواهري په کندهار کې یو خټین کور ته ولاړل او هلته ېې عرب جنیګیالي دېته وهڅول ،چې له افغانستانه  دفاع وکړي او دالله په لار کې خپل جهاد ته دوام ورکړي .
ویکیلیکس په افغانستان کې دبن لادن او الظواهري  په اړه کاږي : دوی دافغانستان  په مختلفو برخو کې ګرځیدل او له طالب مشرانو سره ېې لیدنې او کتنې درلودې او بن لادن  دخپلو لیدنو لپاره کابل ته څیرمه یو پټ او سري کور په کرایه  نیولې  و او له همدې ځایه به ېې خپلو پلویانو ته لارښوونې کولې  دوه لارښونې  ېې مهمې وې : له روزنځایونو څخه  دجنګیالیو وتل اوپاکستان ته  دخپلو مېرمنو په ګډون دجنګیالیو دمېرمنو او ماشومانو لیږد .
ویکیلیکس وايي : بن لادن  او الظواهري  د2001 ز داکتوبر پر لومړۍ نېټه  له  جلال الدین حقاني سره کتلې و ، بن لادن  او الظواهري  دواړه  د2001 ز په نومبر کې له تورې بوړې  څخه  وتښتېدل ، خو خپلو پلویانو ته ېې سپارښتنه  کړې وه ،چې له طالبانو سره مرسته وکړي .
دویکیلیکس له انده دوی ،چې کله تورې بوړې ووتل  زرمت ته ولاړل  او هلته ېې له خپلو مرستیالانو ،چې مشهور ېې خالد الشیخ محمد ، عبدالرحیم الناشري ، ابوفرج اللیبي ولیدل دویکیلیکس دمعلوماتو له مخې  هغه مهال زرمت  دالقاعدې له جنګیالیو څخه ډک و او ټولو دا هڅه کوله ،چې دپاکستان له لارې  نورې نړۍ ته  وتښتي .
شنونکي وايي : امریکايان  له هماغه پیله پوهیدل ،چې بن لادن او ملګري ېې دسپټمبر پر یولسمه  چیرته وو .