یوې امریکايي
ادارې یا کمیسون وايي : افغان حکومت په کره او دقیقه توګه نه
پوهیږي ،چې څومره پولیس ېې دحکومت په چوکاټ کې کار کوي دا څرګندونه داسې مهال کیږي
،چې امریکا غواړي افغان حکومت ته دچارو واګې وسپاري او له دې هېواده خپل سرتیري
وباسي .
پرون دوشنبه ،چې دکندهار له مرکزي زندان څخه د
دریېم ځل لپاره هم په سلګونو زندانیان
وتښتېدل دا پېښه دافغان حکومت او پولیسو وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي .
دافغانستان دبیا
رغونې دکمیسون عمومي مفتش ( څارونکې ) په
افغانستان کې دپولیسو د اداره کولو پر بڼې شکمن دی او دپولیسو میاشتني معاشونو
دورکولو سیستم هم باوري نه دی .
امریکايي راپور
وايي : افغان حکومت نشي کولای ،چې دهغو
پولیسو کره شمېره معلومه کړي ،چې له دوی
سره کار کوي او معاش اخلي .