د خوست په مېلمستون کې د ديني علماوو سره ناسته

په خوست کې په سلګونو ديني علماو په داسې حال د خوست والي سره  د مېلمستون ودانئ کې ګډه ناسته وکړه  چې د زون په کچه د نظامي ارګانونو ځينو مسئولينو هم حضور درلود.
پدې ګډه ناسته کې پر هغو ستونزو خبرې وشوې چې دامهال يې له امله ديني علما زوريږي او د حل غوښتنه يې کوي .
ناسته د پاک قران د مبارکو اياتو په تلاوت سره پيل شوه ورپسې پدې ولايت کې د علماو د بيلا بيلو ادارو او مدرسو مسئولينو په وار سره د علماوو غوښتنې او پروړاندې يې پراتې ستونزې په ډاګه کړې .

د مجاهدينو ملي جهادي شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ د ناستې برخوالو پروړاندې وويل، چې هره ټولنه خپل مذهبي مشران لري چې زموږ په اسلامي ټولنه کې مذهبي مشران ديني علما کرام دي ،چې د ټولنې هرد فرد يي قدر کوي او خبرې  یې پرته له کوم دليل د دوی  لپاره د منلو وړ دي .
نوموړي وويل چې پدې ولايت کې  د علماوو لپاره کار شوی، چې د بېلګې په توګه يې د ٢٥٠ تنو هغو علماو يادونه وکړه چې د خوست ولايتي ادارې د هڅو په پايله کې ترې ازموينه اخيستل شوي او بريالي شوي دي. چې پدې ولايت کې به په بيلابيلو ادارو کې په دندو وګمارل شي خو يواځينئ غوښتنه يې داوه چې لدې وروسته کوم کسان په ځينو اعمالو تورن وپيژندل شي د علما وو د ګډ کميسيون د لارې سوال او ځواب ته حاضر کړای شي .
د علماو شورا مشر مولوي شاه محمد د خپلې وينا پرمهال په ټولنه کې د علماو و پر رول خبرې وکړې . نوموړي وويل چې ديني علمااکرام  کولای شي خپله اسلامي ټولنه سم  لور ته رهنمايي کړي او دهغو اعمالو مخه يې ونيسي چې هغه د اسلام مبارک دين سره اړخ نه لګوي .
مولوي شاه محمد زياتوله ځيني کسان چې د خپلو اهدافو په خاطر له ديني مرکزونو ګټه پورته کوي بايد مخه يې ونيول شي چې پدې سره زموږ ديني مقدساتو ته سپکاوی کيږي او هيچاته اجازه مه ورکوئ  چې د اسلام سپيڅلي دين له پاکې نامې ناوړه ګټه پورته کړي .
د حج او قافو رئيس مولوي اظهار الدين د خپلو خبرو پروخت وويل چې ديني علما ء د انبياو وارثين بلل شوي او دنده يې  خلکوته  د اسلامي احکامو رسول دي ، چې لدې امله یې د عامو خلکو څخه د خدای ج  په نزد درجې لوړې دي .

نوموړي په خپلو خبرو کې پدې ولايت کې د ديني علماوو غوښتنې او وړانديزونه هم په ډاګه کړل ، ترڅو د حل لپاره يې عملاً کار وشي . نوموړي دغه راز د سولې په تړاو مبارک احاديث د ناستې برخوالو پروړاندې  بيان کړل ، چې د مسلمانانو ترمنځ سولې کول جنت  ته د داخليدو لار ده ، چې بايد پدې پيل شوي پروسه کې هر ديني عالم د زړه له کومې برخه واخلي .
همداشان د ولايتي شورا رئيس  ښاغلي مراد خان منګل پدې خوښي وښوده چې د ديني علماوو سره پدې پراخه راټوليدنه کې برخه اخلي او د ستونزو په هواري يې بحث او خبرې اترې کيږي .
مراد خان منګل پر علماوو  غږ وکړ چې زموږ د خپل منځي منفي تبلیغاتو او بې اتفاقيو له امله لدې حالت سره مخ شوي يو . که چيرې هر افغان د ورور په درد خفه شي او د ستونزو پر وخت ورسره همکار پاتې شي ، لدې بد حالت  څخه یې  ژغورل کيدل ممکن دي .
د ده په وينا چې داوخت د افغانانو دښمن پدې ولايت کې په نورو  خلکو سربېره یې د ديني پياوړو  علماوو  پر وژنه هم لاس پورې کړی ،  چې دا عمل د لوی خدای ج  په نزد د کبيرا ګناهونو شميرل کيږي ،نو په کار ده،  چې علماء د ممبر د لارې خلک لدې ناوړه کارونو راوګر ځوي ، ترڅو د لوی خدای (ج) رضايت مو په برخه شي .
د خوست څارګرې ادارې رئيس اختر ابراهيمي وويل ټول هغه کسان چې زموږ  د ديني علماوو  پروړاندې ناوړه چلند کوي او د وژلو پلان لري د نيولو هڅه به يې  نورې هم ګړندۍ کړي . نوموړي د هغو کسانو د نيولو خبرداری هم ورکړ چې مولوي مفتي محمد امير مخلص باندې  يې په شوي ځانمرګي بريد کې لاس درلود .
اختر ابراهيمي وويل ،  داوخت هغه کسان چې د ځينو مخالفو کړيو سره د تړاو په تور نيول کيږي لومړني تحقيقات ترې په خوست کې صورت نيسي که چيرې بې ګناه  نيول شوی وي ، پرته له کومو ستونزو ازاديږي او خپلو کورونو ته ستانيږي، خو  غوښتنه يې داوه چې نور بايد د پراديو په لمسون د خپلو مشرانو له وژلو لاس واخلي چې داعمل نه جبرانيدونکي خاله رامنځته کوي .
په جنوب ختيځ زون کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د عقیدتي او فرهنګي چارو مسئول  ډګروال غلام فاروق ادراک هم د اختر ابراهيمي د خبرو په تائيد سره وويل هغه کسان چې په ماينونو  او يا ځانمرګيو بريدونو په واسطه زموږ ولس له منځه وړي دا د هر افغان دښمن دی ، بايد هرڅوک يې مخه ونيسي او په خپلو سيمو کې د فعاليت اجازه ورنکړي .
ښاغلي ادراک د ناستې برخوالو پروړاندې وویل ،  موږ ټول بايد د سولې راوستو په پروسه کې برخه واخلو، ترڅو نور مو ولس له دغو ناخوالو وژغورل شي او د سالمې سيالئ دلارې خپل هېواد ته خدمت ترسره کړو .
د غونډې وروستی ويناوال د خوست والي ښاغلی عبدالجبار نعيمي وو ، نوموړي د علماوو  د غوښتنو د اوريدو وروسته په خپله وينا کې وويل ، چې د دې پراخې راټوليدنې يې موخه د علماوو  د غوښتنو او پروړاندې يې د شته ستونزو په ګوته کول دي چې  د حل لپاره يې عملا کار ترسره شي  .همدا راز وکولای شو، په ګډه توګه سره د خوست په ولایت کې د سولې او امنیت د ټينګښت او بیارغونې لپاره په ګډه توګه خپلې هلې ځلې سره منسجمې کړو.
ده وويل دهېواد ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د علماو و لپاره ښه اقدامات کړي او ددوی سره د ځانګړي علاقې او مینې درلودلو له امله دا وخت  زیات شمېر پېژندل شوي  دیني علمااکرام د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په نظام کې معینان ، والیان ، د سنا مجلس استازي ، قاضیان او د څلوردېرشو ولایتونو د حج اواوقافو ریسان دي .
داچې په ټولنه کې د دوی مسئوليت څه دی او ولس له دوی د څه غوښتونکي دي دا هرڅه هر فرد ته معلوم دي چې دوی د علماو وارثين دي او دنده يې خلکو ته د اسلامي احکامو رسول دي،  بايد خپل مسئوليت په ښه شان سرته ورسوي .
نوموړي د بيلګې په توګه د ځينو اسلامي هيوادونو يادونه وکړه چې خلک يې د سياست په برخه کې د يوبل په وړاندې مخالفت کوي ،خو د ملي شتمنيو په ساتنه کې يې هر فرد ځان داخل بولي او په خپلو کې متحد دي .خو ديني علما ء يې د ممبر د لارې په فکري رغونه کار کوي او خپل رول يې ژوندی ساتلی ، خلکو ته د ښو او بدو ترمنځ توپير په زغرده ښايي .
د ښاغلي نعيمي په وينا چې زموږ په ګران هيواد کې یوشمېر کسان  راپورته کيږي ، زموږ مذهبي مشران وژني او خلک زوروي. خو نور  يې ننداره کوي ،  بايد پروړاندې يې جدي مبارزه وشي ، ترڅو نور ميندې او پلارونه د خپلو اولادونو په وير  ونه کړيږي او ماشومان مو يتيمان او بې سرپرسته پاتې نشي .
دده په خبره چې هر ډول ناخوالې په اتفاق سره له منځه تلای شي ،نو له دیني علمااکرامو  یې وغوښتل چې د ممبر د لارې د خلکو ترغوږونو ورسوي چې ځانمرګي بريدونه او په ماينونو د انسانانو  له منځه وړل لوی ګناه او د اسلام د  مبارک دين له مخې يو ناروا عمل دی،  ترڅو نور زموږ بې وزله هيوادوال  د پراديو په لمسون ونه غوليږي او له داسې بدو اعمالو لاس واخلي،  چې له يوې خوا ترې خلک په تنګ راغلي او له بلي خوا د اسلام مبارک دين سره په ټکر کې دي .ده دا هم وویل چې هغه کسان چې غواړي د جوماتونو او دیني مدرسو څخه ناوړه ګټه پورته کړي، تاسو یې مخه ونیسئ، مه پرېږدئ ، چې زموږ دیني علمااکرام راته بدنام کړي .
خوست والي د خپلې وينا پرمهال وويل چې داوخت په خوست کې په عصري بڼه دارالعلوم جوړ شوی او په هره سيمه کې  ديني مدرسې شتون لري .که چيرې علماء يې په تقويه کې ښه رول ولوبوي ، کيدلای  شي داسې کسان په کې وروزل شي چې په راتلونکي کې د هېواد په کچه  د لوړو پوستونو په ترلاسه کولو سره مهم رول ولوبوي  ، نو دخپلو شته امکاناتو په استفادي سره بايد پدې لاره کې  ديني علماء زیات  زخمت وباسي او قرباني ورکړي .
ښاغلي نعيمي همداراز وويل چې د خوست ولايتي اداره د اساسي قانون  په چوکاټ کې مکلفيت لري چې د علماو پروړاندې دهرډول مشکلاتو مخه ونيسي او د دوی لپاره لازمې اسانتیاوې برابري کړي . همداشان  د ديني مقدساتو ساتنه او درناوی پرموږ فرض ده ، نو په هيڅ صورت سره داسې کړنې چې په هغې کې زموږ مذهب او يا ديني مقدساتو ته سپکاوی کيږي د قبول وړ نه دي .
خوست والي عبدالجبار نعيمي د خپلې وينا په وروستئ برخه کې په لنډ وخت کې د سولې  د دفتر د پرانيستلو يادونه وکړه،  چې پدې کې د ديني علماء هم ونډه لري . خو له دوی يې وغوښتل چې د ممبر د لارې هم خلک د سولې او ورورئ په لوري راوبولي.
پدې غونډه کې د علماوو  د غوښتنو ترڅنګ هغه ستونزې هم په ګوته شوې چې دامهال دوی ورسره مخامخ دي ، چې خوست والي عبدالجبارنعیمي او  د نظامي ارګانونو مسئولينو په ګډون یې په جنوب ختيځ زون کې  د ايتلافي ځواکونو قوماندا ن واورېدې او له ځانونو سره یې یاداښت کړې .دغه راز په خوست ولایت کې دبشپړ ډاډمن امنیت د ټينګښت، د سولې د پروسې د بریالیتوب او د بیارغونې په برخه کې په لیکلي توګه زیات شمېر نظرونه ،وړاندیزونه او سلامشورې د دې ولایت رهبرئ ته وسپارل شوې .ترڅو پرې غور وشي او په راتلونکي کې د دې موضوعاتو د عملي کولو په برخه کې لازم ګامونه پورته شي .
 
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :څلورم
نېټه:۱۳۹۰/۲/۵
ښاغلی نعیمي : د خوست دیني علمااکرام باید د دارلعلوم څخه لوړه ګټه پورته کړ ي ، چې سبا ورځ قاضیان ، والیان او نور لوړ رتبه چارواکي  جوړ شي !!
دغه څرګندونې خوست والي عبدالجبارنعیمي د څلورم په ورځ چې د ۱۳۹۰لمریز کال د ثور میاشتې له ۵مې نېټې سره برابره ده ، د دې ولایت د سلګونو دیني علمااکرامو سره وروسته تر عمومي ناستې څخه په یوه ځانګړي جلسه کې په ډاګه کړې .

خوست والي ښاغلي نعیمي په دې ولایت کې د مجهز او عصري دیني دارلعلوم د خوست د خلکو خوشبختي وبلله .چې سربېره پر تدریسې اسانتیاوو د طالب العلمانو لپاره د شپې له ټولو اسانتیاوو برخمنه لیلیه هم لر ي، چې د هېواد په کچه د لسګونو ملیونو افغانیو په مالي لګښت  ښایسته ودانۍ ورته جوړې شوي دي .ده زیاتوله له دې مرکزه باید زموږ دیني عالمان دومره لوړه معیاري زده کړه تر لاسه کړي ، چې تر فارغېدو وروسته په دولتي چوکاټ کې قاضیان ، دولتي مامورین ، والیان او نور  لوړ رتبه چارواکي ترې جوړ شي او د نورو افغان وروڼو تر څنګ د خلکو او هېواد خدمت وکړي .
نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې زیاتوله ، چې د وطن جوړولو په برخه کې ټول قشرونه مسوولیت لري ، خو دیني علمااکرام هغه قشر دی، چې تر ټولو وګړو یې مسوولیت زیات دی نو خپلو مسوولیتونو او دندو ته په پام سره د خپل منتخب اسلامي جمهوري دولت سره په ګډه توګه د ټولو هغو خلکو لاس ونیسي ،چې زموږ  ښوونځي ، روغتونونه او نورې عامه شتمنۍ په ماینونوسره  له منځه وړي ،دغه راز  قومي مشران او دیني عالمان وژني او د ژوند له ټولو پرمختګونو مو محروم ګرځوي .
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي په دې ټکي ټنیګار کاوه ، چې دیني علمااکرام دې د ممبر له لارې فکري رغونې ته زیات کار وکړي ، څو زموږ خلک په خپلو کې یو موټی شي او پرې نږدي ،چې څوک یې د شخصي ګټو په خاطر په ناروا کړنو کې ښکېل کړي .
د ده په خبره که چېرې هر څوک د خپلو مسوولیتونو په چوکاټ کې د ذهنونو په روښانولو کې هلې ځلې وکړي ، نو لېرې نه ده ،چې ټولې شته فاصلې به له منځه لاړې شي او ځای به یې د ورورۍ فضا ونیسي .
راغلو په سلګونو دیني علمااکرامو د خپلو خبرو په لړ کې تعهد وکړ، چې د خپلو اسلامي او ملي وجیبې په درلودلو  به پوره هڅې کوي ، چې شته فاصلې له منځه یوسي او داسې عامه تبلیغات په لار واچوي ، چې له مخې یې په دې ولایت کې بشپړه سوله او امنیت ټينګښت ومومي .د یادونې وړ ده ،چې د تېر یوه کال راهیسې په دې ولایت کې د دیني علمااکرامو او ولایتي ادارې ترمنځ د باور فضا ایجاد شوي ،د وطن جوړولو،د قانون د حاکمیت او سولې ثبات د ټينګښت په برخه کې یو بل ته وړاندیزونه او نېکې سلامشورې ورکوي .چې په پایله کې یې پخواني شته واټن تر ډېره بریده کموالی کړی دی .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
نېټه :۱۳۹۰/۲/۵
ورځ :څلورم ( سه شنبه )